ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 45

افغانستان او اوزبېکستان د نشه‌یي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د اوزبیکستان د کورنیو چارو له وزیر عزیز تاشپولادویچ،  سره په لیدنه کې د نشه‌يي توکو پروړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې، د اوزبیکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې  مبارزه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره په سرحدونو کې یو ګډ تخنیکي ټیم جوړ کړي.

د مسافر وړونکو خدمتونو پراختیا لپاره د اریانا افغان هوایي شرکت چارتر الوتکه کابل ته را ورسېده

د اریانا افغان هوایي شرکت وایي، یوه چارتر الوتکه چې د ایران له یوې کمپنۍ سره یې د یوه کال مودې لپاره تړون شوې، د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را ورسېده.

دغه شرکت وایي، یاده الوتکه چې د ۱۲۶ مسافرو د لېږد رالېږد ظرفیت لري، په کورنيو او نړيوالو الوتنو کې به ترې ګټه واخيستل شي.

د اریانا افغان هوایي شرکت په وینا، دغه ګام د مسافر وړونکو خدمتونو د پراختيا او د مسافرو لپاره د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د چارټر الوتکې قرارداد د ایراني شرکت «آوا» سره د یو کال لپاره لاسلیک شوی، چې د خلکو د هوايي سفر په لېږد کې به مهم رول ولوبوي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال: د خلکو هوساینه د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب کې د یاد ولایت له ځايي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي حنفي د امنیت ټینګښت او د خلکو هوساینه د اسلامي امارت لومړیتوب بللی او ټینګار یې کړی، چې د خدماتو وړاندې کولو برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

دغه راز د یاد ولایت علماوو او قومي مشرانو د کاري فرصتونو رامنځته کولو، پروژو پلي کولو او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لا ‌ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي مطیع‌الحق خالص په سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریس، مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې «Regional Ecological Summit 2026» کې د ګډون په موخه (آستانه) د قزاقستان پلازمېنې ته په سفر ولاړ.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، ټاکل شوي ده، چې دغه سر مشریزه سبا د قزاقستان په مرکز استانه کې د سیمې د هېوادونو د استازو، د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوالو بنسټونو او د چاپېریال ساتنې برخې د متخصصینو په حضور کې پيل شي او درې ورځې به دوام ولري.

دا سرمشریزه د اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د دوامداره مدیریت په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم نړیوال پلیټفارم بلل کېږي.

په دې غونډه کې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو حل‌لارو موندل، د اوبو او ځمکې اغېزمن مدیریت، د ځنګلونو او ایکوسیستمونو ساتنه، د ککړتیا کمول او د شنو اقتصادي بدلونونو په ګډون پر مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شي.

په یاده شوې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ګډون موخه د سیمې له هېوادونو او نړیوالو شریکانو سره د تجربو تبادله، د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پراخول او د افغانستان د چاپېریالي اړتیاوو او لومړیتوبونو مطرح کول دي.

ښاغلي خالص به د دې سرمشریزې په عمومي غونډو او تخنیکي ناستو کې ګډون او وینا وکړي او همداراز به له یو شمېر نړیوالو استازو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه جلا لیدنې او کتنې هم ولري.

دغه سرمشریزه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سیمه‌ییزې همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو او دوامدارو حل‌لارو لپاره زمینه برابره کړي.

داکتر ملا عبدالواسع د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس، ډاکټر ملا عبدالواسع، د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره وکتل.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې اتحادیې استازو ویلي، افغانستان د تاریخ، کلتور، طبیعي ښکلا او ستراتیژیک موقعیت له پلوه بې‌ساری هېواد دی.

د استازو په وینا، که د ګرځندوی پر وړاندې شته ستونزې حل او لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه پر یوه مهم سیاحتي مرکز بدل شي، چې له امله به یې هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

نوموړو همداراز د ګرځندوی شرکتونو د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ادارو د دوامدارې همکارۍ، په تاریخي او تفریحي سیمو کې په نړیوالو ژبو د معلوماتي لوحو او بنرونو د نصبولو او ګرځندویانو ته د انلاین ویزو د ورکړې په برخه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي ډول شریک کړل.

ورته مهال، ډاکټر ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې ویلي، چې د سرتاسري امنیت ټینګښت او د نورو هېوادونو په پرتله د ګرځندوی ارزانه خدمات د دې لامل شوي، چې هېواد ته د ګرځندویانو شمېر زیات شي.

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس زیاته کړې، چې په ځینو برخو کې شته تشو ته د اسلامي امارت مسؤلین متوجه دي او د حل لپاره یې عملي اقدامات کوي.

نوموړي د اتحادیې غړو ته په خطاب کې ویلي، چې د دوی موخه باید په تجارت او پانګونه کې د افغانانو ملاتړ او د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکول وي.

په پای کې، ډاکټر ملا عبدالواسع د یادې اتحادیې مسؤلینو او غړو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.

ایران یو بل کس هم له موساد سره د همکارۍ په تړاو اعدام کړ

د ایران له قضایي قوې سره تړلې میزان خبري اژانس راپور ورکړی، چې د «امیر علي میرجعفري» په نوم یو کس تهران کې یوه جومات ته د اور اچولو او د اسرائیلو استخباراتي سازمان « موساد» سره د اړیکو درلودلو په تړاو نن سهار اعدام شو.

د راپور پر اساس، په دې وروستیو کې د ایران په دوو ولایتونو  کې۲۲ کسان موساد سره د همکارۍ او امنیت ضد فعالیتونو ترسره کولو په تور په بند محکوم شوي دي.

د یادولو ده، چې د ایران قضایه قوې تېره ورځ (دوشنبه، د وري ۳۱مه) هم دوه تنه اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تړاو اعدام کړي وو.