ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 592

د پاسپورټ لوی رییس: تېر کال نږدې ۲.۳ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي

د پاسپورټ لوی رییس مولوي عبدالکریم حسیب د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په خبري ناسته کې ویلي، چې تېر کال په هېواد کې نږدې ۲.۳ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي او له درکه یې میلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاسپورټ ریاست تخنیکي برخه هم په بشپړه توګه سمبال شوې او ډیټابس یې د زیاتو معلوماتو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

دغه‌راز په مرکز او ولایتونو کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې او په یوه ورځ کې د متقاضیانو غوښتنو ته په پام سره له دوو تر پینځو زرو پاسپورټونه وېشل کېږي.

د ښاغلي حسیب په وینا، د پاسپورټ په اداره کې د کمېشن اخیستلو پروسه په پوره ډول له منځه تللې او د متقاضیانو د غوښتنو په پام کې نیولو سره یې پاسپورټونه د افغان پسټ خدماتي ادارې له لارې ورته رسول کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په زرو راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي، چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۸۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوې دي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۹۶ کورنۍ په لنډمهاله ډول مېشتې کړل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۱۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا، غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۹۳ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱۴ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۴۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۵۹ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۰۰۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۱۷ تنه راستانه شويو کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۵۲۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۱۰۰ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستانه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۲۲۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په پکتیکا انګور اډه کې څلور کورنۍ په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي مرسته هم ورسره شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۶ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۲۴ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۶۸ کورنۍ او څلور زره او ۹۷۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۱۷ کورنۍ او یو زر او ۶۸۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۸۱ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۴۵۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۱۸۹ عدده

افغان او قطري چارواکو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې کړې

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او ورسره مل پلاوي قطر کې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار په مشرۍ پلاوي، چې څو ورځې وړاندې قطر ته د رسمي بلنې په ترڅ کې سفر کړی و، د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي ادارې له مشر طارد علی، د پولیسو عمومي اکاډمۍ له مرستیال فهد سعید او د یادو عمومي ادارو یو شمیر نورو مسولینو سره لیدنه کړې.

لیدنه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د قطر د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي ادارې له مشر سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، کنټرول او مخنیوي ترڅنګ د روږدو کسانو د درملنې، ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو لوریو د دې شومې پدیدې د مخنیوي او کنټرول لپاره د لا زیاتو همکاریو او ګډو هڅو ترڅنګ، د پولیسو د عمومي ادارې له خوا هم تللي پلاوي ته د پولیسو د مسلکي روزنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

هېره دې نه وي، چې په دې لیدنه کې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین هم ګډون درلود.

د هند او پاکستان جګړه؛ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۱۵ کسان وژل شوي

د هند پوځ وايي، چې تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د پاکستاني پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ پرون چهارشنبه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په ګڼو سیمو بریدونه کړي.

له دې وړاندې هند د چهارشنبې په شپه په پاکستان کې پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل.

د هند حکومت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې یې ۹ ځایونه په نښه کړي، خو پاکستان وروسته په شپږو ځایونو بریدونه تایید کړل.

د پاکستان د پوځ له قوله، د هند په بریدونو کې د مړو شمېر ۳۱ او د ټپيانو بیا ۵۷ ته لوړ شوی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې لا هم د هند له لوري د برید ګواښ شته.

نوموړي زیاته کړې، چې په ځینې ښارونو کې ځکه څراغونه مړه شول، تر څو بریدونه ونه شي.

خواجه اصف په ځواب ورکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، هند چې څه کوي موږ یې نه زغمو.

تازه په لاهور کې ځایي امنیتي سرچینو ادعا کړې، چې یوه هندي ډرون الوتکه یې غورځولې ده. له دې مخکې په دې ښار کې د یوې درنې چاودنې خبر هم ورکړل شوی و.

رویټرز وايي، چې د پاکستان په درېیو هوايي ډګرونو -کراچۍ، لاهور او سیالکوټ- کې الوتنې ځنډول شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت په شمول د نړۍ ګڼو مشرانو له دواړو لوریو د زغم غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او په دواړو لوریو یې غږ کړی، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال پکتيکا کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانيست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پکتیکا ولايت کې راستنو شويو کډوالو لپاره د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيست.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا مرستيال والي، علماوو، مشرانو او يو شمېر ځايي مسولین شتون درلود.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اشغالګرو لخوا د هېواد د اشغال پر مهال ډېری افغانانو له دين څخه د دفاع او د ځان او مال ساتنې په موخه بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول او اوسمهال زموږ دغه هېوادوال په زور د ګاونډيو او نورو هېوادونو لخوا ایستل کيږي، خو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون له لوري ورته د خوراکي توکو، اوبو، مېشتېدنې، روغتيايي، تعليمي او ترانسپورټي اسانتیاوې برابريږي.

نوموړي د ګاونډيو او نورو هېوادونو لخوا په غير اصولي ډول د افغان کډوالو د ایستلو پروسې په تړاو زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبري او مسولين په ټولو امکاناتو هڅه کوي، ترڅو په زور ایستل کېدونکو افغان کډوالو ته غوره خدمتونه وړاندې شي، چې هغوی وتوانېږي په خوښۍ او ارامۍ په کور دننه ابرومندانه ژوند ولري.

د يادونې وړ ده، چې په ۳.۵ زره جريبه ځمکه دغه ښارګوټی د استوګنې یو زر او ۶۵۲ نومرې لري او د ټولو امکاناتو په لرلو سره د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړېږي.

همداراز هغو کډوالو ته چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون لخوا به مستحق وپېژندل شي، د يوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شي.

ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې عملي همکارۍ زیاتوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي‌ امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

په دې ویډیو کنفرانس کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د دیپلوماتیکو اړيکو د کچې پر لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د چارو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې او د لا زیاتو همکاریو او پرمختګونو لپاره یې شرایط برابر بللي دي.

مولوي امير خان متقي يو ځل بيا د ګډو سترو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان د حکومت ژمنتيا په ډاګه کړې.

رشید مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې ارزولې دي او په نږدې راتلونکي‌ کې یې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړی دی.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه کړې، چې هېواد به يې په لنډه موده کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي.

دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان پرانيست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د غزني  ولایت علماوو، مخورو او یو شمېر سیمه ییزو مسولينو په شتون کې، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان پرانیست.

د یادونې ده، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت سره په پام کې نیول شوی دی.

اقتصادي کمېسیون په مهمو اقتصادي برخو کې د ځان بسیاینې پالیسۍ او طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.

دا غونډه پرون د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

ناستې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. دغه کمپلکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.

دغه‌راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.

افغانستان اوس‌مهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی، چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم پر ځان بسیا شي.

اوس‌مهال د هېواد په کچه د چرګانو شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي، چې سل زره کسان په مستقیم او ۳۰۰ زره په غیرې مستقیم ډول په کار پکې بوخت دي.

د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاده پالیسي له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به وده وکړي.

په نباتي خوراکي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند وه، هم وړاندې شوه. یاده طرحه له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي، چې د طرحې د لومړۍ برخې په تطبیق سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي.

د غونډې په پای کې د یوشمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شول.

یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته لېږل شوې دي.