ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 943

فوټسال؛ افغانستان په درېیمه لوبه کې نیوزيلاینډ ته ستره ماته ورکړه

د کانټینېنټل سیالیو په دوام، نن چهارشنبه افغان فوټسال ملي لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې نیوزیلاینډ ته ۵ ـ ۱ ماته ورکړه.

په دې سیالیو کې دا دویم ځل دی چې افغانستان پکې بریا خپلوي.

د کانټینېنټل سیالیو په دوام افغان لوبډلې ټولې درې سیالۍ کړي، چې دوه یې ګټلي او په یوې کې یې ماتې منلې.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې ګواتمالا ته ماتې ورکړې وه، خو په دویمه لوبه کې یې له کویټ هېواد ماته منلې ده.

افغانستان به په خپله څلورمه لوبه کې له کوربه ټایلینډ سره خپل بخت وازمايي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۶۶/۲/۳۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۳ کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۱۳۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې۴۵ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۶۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې ۲۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۹۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۲۰ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۱۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۱۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۳ کورنیو سره ټولې ۸۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۲۴۶ کورنۍ او ۸۹۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          نهه کورنۍ او ۴۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۶۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:     ۲۳۱ عدده

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ په یو شمېر طرحو خبرې شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.

دغه غونډې ته په بلخ، تخار او جوزجان ولایتونو کې د پالم ونې کرنیزو فارمونو د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

تر هر اړخیزې ارزونې وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او دغو کرنیزو فارمونو ته د ځمکې د ورکړې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته واستول شوه.

د دغو فارمونو لپاره دوه زره هکټاره ځمکې ته اړتیا ده، چې د روزنې چارې به یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو تر نظارت لاندې ترسره کېږي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه.

پر دې سربېره په لغمان ولایت کې د سوداګریز مرکز جوړولو، په غزني ولایت کې د سبزي منډوي جوړولو او همدا راز په کابل ښار کې له کثافاتو څخه د برېښنا تولیدولو طرحو لپاره هم ځانګړې کمېټې وټاکل شوې، بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي، څو د یادو طرحو تخنیکي، مالي او اقتصادي ارزونې ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د مولوی صدراعظم عثماني او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې رییس لیدنه؛ په جغرافیايي معلوماتي سیستمونو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا له رییس فاضل اکین اردوغان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې مسولینو ویلي، هېواد یې چمتو دی د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کښت، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د جغرافیایي معلوماتو د سیسټمونو او ترڅنګ یې له لرې واټن څخه د کرنیزو ځمکو د څار او امکان سنجولو او د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د کارپوهانو د تجربې شریکې شوې دي.

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ټیکا د فعالیتونو ستاینه کړې او په افغانستان کې یې د ترکیې هېواد د لا زیاتو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان شهیدان شوي

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو په دوام، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د وروستیو بریدونو اتمه ورځ ده. د دې بریدونو له امله چې د تېرې چهارشنبې راهیسې دوام لري، په جنین کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بالکریشنان راجاګوپال وايي، چې اسرائیل په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د “بربادۍ او له منځه وړلو کمپاین” ته دوام ورکوي.

نوموړي د مناسب استوګنځي حق په تړاو په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي عسکرو پرله‌پسې بریدونه غندلي دي.

ښاغلي راجاګوپال پر خپله اکس پاڼه لیکلي: “څه چې اسرائیل په جنین او د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په نورو سیمو کې کوي، د غزې د بربادۍ او له منځه وړلو د کمپاین دوام دی.”

نوموړي پوښتلي: “دلته د لوبې پای او توجیه څه ده؟”

“څه وخت به نوره نړۍ او اسرائیلیان ‘بس!’ ووايي؟”

صهیونیستي یرغلګرو د خپلو وحشتونو په دوام، تازه پر ‘نوماأ’ کالج، چې کډوالو او بې‌ځایه شویو پناه پکې اخیستې وه، برید کړی، چې لږ تر لږه ۶ فلسطینیان پکې شهیدان او لسګونه نور تر خاورو لاندې دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د پولیو( ګوزڼ) واکسین د کمپاین په موخه جګړه کې تر یوې لنډې وقفې وروسته اسرائیلي یرغلګرو یوځل بیا پر غزه تړانګه خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې پرون سه‌شنبه ۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهېسې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۸۱۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۲۹۱ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان بانک عمومي رییس د غوره بانکي خدمتونو پراختیا په موخه د فاریاب او اقینې له څانګو څخه لیدنه کړې

د افغانستان بانک وایي، نور احمد اغا د خپلو سفرونو په لړ کې فاریاب ولایت ته سفر کړې او د اقینې او فاریاب له څانګو څخه یې لیدنه کړې.

یاد بانک زیاتوي، د دې سفر موخه د افغانستان بانک له څانګو د نږدې لیدنه، خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کول، اسانتیاوې راوستل او د مالي خدمتونو پراختیا ده.

نور احمد اغا د یادو څانګو له کار کوونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو د درنو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، مالي خدمتونو د پراختیا او په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړي.

 نوموړي د دې څانګو کار کوونکو ته د اړینو لارښونو تر څنګ له دوی غوښتي، چې خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک عمومي رییس د خپل سفر په لړ کې له دې وړاندې د بامیان، میدان وردګ او غور ولایت له څانګو څخه لیدنې کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر او د CPSP اداري پلاوي لیدنه؛ د تخصصي پروګرامونو په معیاري کېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، مولوي نور جلال جلالي له پاکستان هېواد څخه د CPSP ادارې له پلاوي سره چې د دې ادارې رییس پروفیسر ډاکټر شعیب شفیع یې مشري کوله ناسته کړې.

په دې ناسته کې د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونونو ټرینر متخصصینو او روغتیايي مسولینو شتون درلود.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې ناسته کې د تخصصي پروګرامونو په برخه کې د تجروبو په شریکولو، د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړونې، د تخصصي پروګرامونو د لا ډېر معیاري کولو او پر لنډ مهاله زده کړه ییزو پروګرامونو خبرې شوې دي.

دغه‌راز په دغه ناسته کې دواړو لوریو د تخصصي پروګرامونو د معیاري کولو په موخه خپل وړاندیزونه شریک او د دوامداره همکارۍ اړوند نظرونه شریک شوي دي.

سټنډرډ ملي اداره: تېر کال نږدې څلور میلیونه ټنه نفتي توکي او مایع ګاز هېواد ته را وارد شوي

د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو نن (چهارشنبه، د وږی ۱۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسۍ او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې شپږ کودونه تدوین شوي دي.

د دې ادارې مسولینو زیاته کړه، د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلا بېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د څلور زره او ۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل، په تیر کال کې د دې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.

د یادې ادارې د مسولینو په خبره، د سټنډرډ عالي شورا د تاسیس راهیسې، د کیفیت د مدیریت سیستم، کرنیزو، خوراکي، ساختماني او نفتي محصولاتو، نساجۍ او چرم، کیمیا او پلاستیک مشتقاتو برخه کې ۲۴ سټنډرډونه تصویب شوي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر کال کې درې میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات یې د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي، چې له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

په همدې ډول، تېر کال کې د هېواد له بندرونو څخه اووه میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي، چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

همدا راز مسولین زیاتوي، چې د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د  ISO، IEC، SMIIC، SARSO  او ECO RESCOM په څېر د نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري.

د یادې ادارې د مسولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه، د اووه طرزالعملونو او دوه مقررو مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به نهایي شي.

دغه‌راز په بېلا بېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبیکستان هېوادونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیکول، د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له پلي کېدو څخه څارنه، د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول، په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.