ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 942

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/ ۱۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۱۸۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۵۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې ۳۴۸ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۶۱ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز  یو زر او ۷۶۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې ۹۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۳۰ کورنۍ او ۸۰۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۰ کورنۍ او ۱۰۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۳۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۶۵ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د غوره درملنې لپاره د ښو طبي تجهیزاتو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د اکمال تخصص دورې د ډاکټرانو د فراغت مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغو مراسمو ترسره کولو له امله د عامې روغتیا وزارت له رهبري پلاوي د مننې ترڅنګ متخصصینو، د هغوی کورنیو او ټول افغان ملت ته د هغوی د فراغت مبارکي ویلې.

 په دې مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ زموږ ګران هېواد د تحمیلي جګړو په جریان کې له هره اړخه زیان لیدلی او له بل هر څه زیات د روغتیا سکتور زیانمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس افغان ملت په مختلفو برخو کې خدمتونو ته اړتیا لري، متأسفانه په ځینو لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه نشته او د هغو سیمو خلک له لومړنیو روغتیایي خدمتونو څخه هم محروم دي، نو لازمه ده چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ او روغتیایي خدمتونه ښه شي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ ولایتي، حوزوي او مرکزي روغتونونه واقعي اصلاحاتو او پیاوړتیا ته اړتیا لري او د معیاري لابراتوارونو جوړولو او د ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې باید لازم اقدامات وشي، ترڅو هېوادوال وکولی شي غوره روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

 ښاغلي حنفي ویلي؛ نن افغانانو ته د خوښۍ ځای دی، چې په مختلفو برخو کې شاوخوا ۳۰۰ متخصص ډاکټران فارغ او خدمت ته تیارېږي او هیله لرو چې په روغتونونو کې د دندو په ترسره کولو سره د خلکو درد او ځور یو څه راکم، زموږ ځورېدلې ټولنې ته ګټور واقع شي او د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

 مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو ډاکټرانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو ایماني او وجداني مکلفیتونو پر بنسټ د ناروغانو وضعیت ته پام وکړي، د ناروغیو دقیق تشخیص او د ناروغانو ښه درملنه وکړي او د هېواد پر روغتیایي سکتور د خلکو باور زیات کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پای کې ویلي؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې په هېواد کې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د تولید او وارداتو مخه ونیسي او د درملنې او طبي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې به هم د اسلامي امارت مسولین په ټول توان هڅه وکړي.

د افغانستان بانک عمومي رییس د غوره بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه  سرپل او جوزجان ته سفر کړی

د افغانستان بانک عمومي رییس نور احمد اغا د افغانستان بانک له څانګو څخه د لیدنې په موخه ولایتي سفرونو په لړ کې د سرپل او جوزجان ولایتونو له څانګو څخه له نږدې لیدنه کړې.

په دې سفر کې د افغانستان بانک رییس په یادو څانګو کې د افغانستان بانک له کارکوونکو غوښتي، چې د درنو هېوادوالو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي، ترڅو درانه هېوادوال پر وخت له غوره بانکي خدمتونو برخمن شي.

نور احمد اغا ویلي، د افغانستان بانک د مالي او بانکي خدمتونو د پراختیا لپاره ژمن دی او په همدې موخه یې تر دې مهال د هېواد په یو شمېر هغو سیمو کې چې له دې وړاندې هلته مالي او بانکي خدمتونه شتون نه درلود، نوې څانګې پرانیزي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک د عمومي رییس نور احمد اغا د روانې اونۍ په پیل کې د دې بانک له څانګو څخه د نږدې لیدنې او درنو هېوادوالو ته د غوره مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه سفر پیل کړی، چې تر دې مهاله یې د میدان وردګ، بامیان، غور، سرپل او جوزجان ولایت له څانګو څخه یې لیدنې کړي او مسولینو ته یې اړینې لارښونې کړي دي

د قرغیزستان له لوري له ممنوعه لیست څخه د اسلامي امارت د نوم ایستل؛ بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کړی

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قرغیزستان جمهوريت له لوري د ممنوعه ډلو له ليست څخه د افغانستان اسلامي امارت نوم ایستل د ستاینې وړ ګام بللی او هرکلی یې کړی دی.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “د نورو هېوادونو په تسلسل د قرغیزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د سیاسي درک د رامنځته کېدو ښکارندوی دی او د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د لا پیاوړتيا په لاره کې د خنډ د لرې کېدو په مانا دي.”

له دې وړاندې قزاقستان هم اسلامي امارت له ممنوعه لیست څخه ایستلی و.

دغه‌راز څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې هېواد یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل او له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا بولي.

ماریا زاخارووا ټینګار کړی و؛ هغه کسان چې په دې اقدام نیوکه کوي، له واقعیت څخه سترګې پټوي.

له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په ټينګولو ټینګار کړی و.

د چین د لرغونپوهنې ادارې مسلکي پلاوی د کلتوري اړیکو د پراختیا په موخه افغانستان ته سفر کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د سفارت له شارژدافیر باوو ژو هوی سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفارت شارژدافیر باوو ژو هوی ویلي؛ چین او افغانستان ګډ کلتوري مشترکات لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ښې اړیکې سره پاللي دي، خوشحاله یوو چې افغانان له کلونو وروسته اوس په سوله او امنیت کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې غواړي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپلې کلتوري اړیکې پراخې کړي او په همدې خاطر راتلونکې اوونۍ به د چین د لرغونپوهنې ادارې یو ګډ مسلکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

باوو ژو هوی ویلي؛ دوی به دلته د تاریخي ابدو، ملي موزیم او مس عینک کې د تاریخي اثارو په ساتنه کې له افغان لرغونپو‌هانو سره ګډ کار وکړي او په خاص ډول د مس عینک پروژې چارو ته به چټکتیا ورکړي.

مولوي عتیق الله عزیزي د افغانستان د تاریخي ابدو او اثارو له پلوه یو بډای هېواد یاد کړی او په دې برخه کې یې د چین همکاري او مرسته اړینه بللې ده.

نوموړي تمه ښودلې، چې د افغانستان ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي ابدات د چین په مرسته ورغول شي او په وینا یې، دغه هېواد په دې برخه کې له مسلکي او فني اړخه لوړ ظرفیتونه او وړتیاوې لري.

دغه راز ښاغلي عزیزي، افغانستان ته د چینایي لرغونپو‌هانو راتګ مهم ګام بللی او ژمنه یې کړې، چې دوی ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو په تولید کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندهار ولایت کرنې ریاست وايي، دې ولایت کې د ریحانو کرکیله زیاته شوې چې ورسره د شاتو د مچیو فارمونو وده کړې.

یاد ریاست زیاته کړې؛ چي په دامان، ژړۍ، پنجوايي، ارغنداب او یو شمیر نورو  کرکیلو ولسوالیو کې د شاتو د مچیو ۷۵ څخه تر ۱۰۰ پوري فارمونه شتون لري.

د اټکل له مخې به سږ کال شاوخوا ۸۰ زره کیلو ګرامه شات تولید شي، چې دا اټکل د تېر کال د تولید دوه برابره دی. تېر کال په دې ولایت کې ۴۰ زره کیلو ګرام شات تولید شوي وو.

په دې ولایت کې ۱۰ ډوله شات تولیدیږي، چي پکښي د ریحان، شوبین، مالټې، سپلني، بیري، ترخ، بلوڅ، ولي، لمر ګلی او وحشي شات شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د ریحان شات په نړیوالو بازارونو کې په لوړه بیه پیرل کیږي.

د یوه چینايي شرکت مشر له مولوي بلال کریمي سره په لیدنه کې؛ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینري افغانستان ته لېږدوو

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د مرکزي اسیا د نفت او ګازو (CAPEIC) چنایي شرکت له مشر وین بن لې او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

‏دغه لیدنه چې په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په مقر کې تر سره شوه، پر مهال یې د اسلامي امارت لوی سفیر د تیلو د ایستنې پر روان بهیر او د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کېدو په اړه د یاد شرکت له مشر سره خپل نظر شریک کړی دی.

د دې شرکت مشر وین بن لې هم د یادې پروژې بشپړ عملي کېدل مهم بللي او له خپل اړخه یې د لا ډیرو هڅو ډاډ څرګند کړی.

نوموړي ویلي، په نژدې راتلونکې کې به هلته د یادې پروژې د چارو د لا ښه کېدو او پراخېدو په موخه د شاو خوا ۱۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل ورسوي ترڅو د پروژې چارې لا ګړندۍ او پراخې شي.

د یاد شرکت مشر زیاته کړې، په پام کې لري د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو د ارتقا لپاره هم په چین کې مرحله وار د زده کړو کورسونه دایر کړي او په نهایت کې یې په اړوندو پوهنتونو کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د امریکا جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ کسان وژل شوي

د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا جورجیا ایالت د ویڼدر ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

له وژل شویو کسانو څخه یې دوه ښوونکي او دوه نور زده‌کوونکي دي.

د راپور له مخې د کلوت ګري په نوم یو ۱۴ کلن زده‌کوونکي د ډزو د تورن په توګه نیول شوی او څېړنې ترې بيل شوې دي.

د امریکا ولسمشر هم په پېښه خواشینې ښودلې ده.

وینډر د جورجیا د مرکز اتلانتا شمال ختیځ ته په شاوخوا ۷۲ کیلو مترۍ کې پروت دی او د دې ښار په اپلاچي نومي ښوونځي کې ډزې شوې دي.

کابل کې د یوناما مشره: یوناما به په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د بدیل کښت په موخه ګډه ناسته جوړه کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې روزا اوتنبایوا له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د دریځ او ژمنتیا ستایلې او ویلي يي دي؛ یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي، چې د اسلامي امارت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړې، ډېر کار ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د څو لسیزو نشه يي توکو د تولید او کاروبار اغېزې له منځه یووړل شي او خلکو ته مناسب بدیل کښت او کار پیدا شي.

روزا اوتنبایوا د افغانستان سویلي ولایتونو ته د خپل سفر د څرنګوالي او لیدنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، د افغانستان په تړوا به د یوناما درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ، د یوناما مشرې او پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت له مخدره توکو سره د اغېزناکې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړي، چې له اړوندو امارتي ادارو سره تر ناستو وروسته به د یوناما په ګډون له نورو نړیوالو بنسټونو سره ګډې ناستې ولري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې روښانه دریځ لري او د هیڅ ډول نشه يي بوټو کښت او کاروبار ته اجازه نه ورکوي.

د ناستې په پای کې نوموړي ویلي، له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامیدای شي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.