ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 944

پر اوکراین د روسیې هوايي برید کې ۵۱ کسان وژل شوي

د راپورونو له‌مخې د اوکراین په ختیځ کې پر پولتاوا ښار د روسي ځواکونو له لوري توغندیز برید شوی، چې ۵۱ کسان پکې وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي. ځینې کسان تر ودانیو هم لاندې شوي دي.

د دې هېواد په لوېدیځ لېوف ښار کې هم تازه بریدونه شوي، چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي، چې ټولو زیانمنو ته اړینې مرستې رسېدلې او زموږ د معلوماتو له مخې لا هم ځینې کسان په نړیدلو ودانیو کې بند پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خلکو د ژغورنې لپاره ټول اړین کارونه شوي دي.

تر اوسه ۲۵ کسان ژغورل شوي، چې ۱۱ یې تر ویجاړو ودانیو لاندې ایسار وو.

د راپورونو پر اساس، په پولتاوا ښار کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی.

ویل کېږي، په دې هوايي برید کې دوه بالستیکي توغندي کارول شوي دي.

اقتصادي معاونیت: افغانستان به نږدې راتلونکي کې د باوري لارې پرمټ له اروپا سره وصل شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مناسبت د جوړو شویو مراسمو په څنډه کې د ارزبایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د نورو موضوعاتو ترڅنګ د لاجوردو ترانزیټي لارې فعالیدو په اړه هم بشپړې خبرې شوې دي.

د ارزبایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي او همداراز افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچه هم زیاته کړي.

د لاجوردو لاره یوه سوداګریزه او ترانسپورټي لاره ده، چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له اقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلیږي، د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسیږي بیا د کاسپین سمندرګي څخه په تېرېدو سره د ازربایجان باکو ته ځان رسوي او د ګرجستان د تبلېسي ښار څخه په تېرېدو سره ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته لار پیدا کوي.

د لاجوردو لاره یوه له هغو مهمو پروژو څخه ده، چې په سيمه کې د افغانستان د وصل لپاره مهم پرمختګ، د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د متنوع کېدو او پر دې سربېره به افغانستان د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ مارکیټونو ته د نښلون په برخه کې خپل اقتصادي راتلونکی لا ډاډمن کړي.

د لاجوردو لاره نه یواځې دا چې په خپله یوه مهمه پروژه ده، بلکې له یو شمېر نورو سیمه اییزو پروژو سره هم همغږې ده او د ښکیلو هېوادونو اقتصادي او سیاسي ګټې تامینولی شي.

د دې لارې په اوږدو کې له بېلابېلو ځمکنیو او سمندري ترانسپورټي وسایلو څخه استفاده کیږي.

د لاجوردو لار د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره تر ټولو ښه بدیله سوداګریزه لار ده، چې د دې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه د افغانستان د مهمو صادراتي توکو لکه وچې مېوې، طبي بوټو او کاني توکو لپاره ښه مارکېټونه لري.

پردې سربېره به افغانستان له دې لارې وکولی شي، خپل صاردات اروپایي مارکېټونو ته هم په کم وخت، لږ لګښت او مصون ډول ورسوي.

دغه راز به افغانستان وکولی شي، د خپلې اړتیا وړ وارداتي توکي د دې لارې په مسیر کې له پرتو او اروپايي هېوادونو څخه په کم وخت، لږ لګښت او خوندي ډول هېواد ته وارد کړي.

د لاجوردو لارې شریک هېوادونه هم لیوالتیا لري چې افغانستان له دې لارې عملاً ګټه اخیسته پیل کړي او پر همدې بنسټ اسلامي امارت هم د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي، چې افغانستان د لاجوردو لارې برخه وګرځوي.

کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دوو کتابونو مخکتنه وشوه

کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دوو تازه چاپ شويو (د افغانستان مفاخر او د پینځمې پېړۍ مجدد) کتابونو مخکتنه وشوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو ویلي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د کلتوري برخې لپاره بې‌شمېره هلې ځلې کړې دي.

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې په تېر شل کلن اشغال کې افغانستان د سیاسي، پوځي او اقتصادي جګړې ترڅنګ په فرهنګې برخه کې هم تر استعمار لاندې راغلی و.

د یادو کتابونو لیکونکو د خپلو لیکل شویو اثارو په تړاو خوښي څرګنده کړې او د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه یې غوښتي، چې په دې برخه کې د لیکوالو لاسنیوی وکړي.

له بل لوري یو شمېر لیکوالو په اوسنیو شرایطو کې د دې ډول کتابونو لیکل اړین یاد کړي دي.

د دوی په وینا؛ اوس‌مهال د مطالعې او لیکوالۍ لپاره ښه زمینه برابره ده او له ځوانانو يې غوښتي، چې د علمي پرمختګ او فکري بډاينې په موخه له کتاب او لوستلو سره دوامداره ملګرتیا وکړي.

مولوي عبدالكبير: اسلامي امارت د محصلینو د ښې روزنې او ظرفیت لوړونې هڅه کوي

د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالكبير د هېواد د ګرمو سيمو پوهنتونونو د محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو ۴۰ ورځني سیمینار د پای په مراسمو کې ګډون او وينا کړې.

په دې مراسمو کې چې د لوړو زده‌کړو وزير شیخ ندا محمد ندیم هم شتون درلود د رياست الوزرا سياسي مرستيال ویلي؛ محصلين او زده کوونکي د دې هېواد راتلونکی دي، اسلامي امارت د دوی د ښې روزنې او ظرفيت لوړولو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.

مولوي عبدالكبير زياته کړې، په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو هیله وه او نن د اسلامي نظام له برکته ټول افغانان په سراسري امنيت کې ژوند کوي.

سياسي مرستيال د افغانستان په دواړو مقدسو جهادونو او ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې د افغان محصلینو ونډه مهمه یاده کړې او ویلي یې دي؛ په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده، اوسنی اسلامی نظام د ټولو افغانانو په هڅو او قربانیو رامنځته شوی، ځکه په اسلامي نظام کې هیڅ ډول تبعیض او تعصب ځای نلري.

مولوي عبدالكبير څرګنده کړې، اسلامي امارت د اسلامي شريعت پلي کول خپل اساسي موخه او له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه دفاع خپل مسولیت بولي، چې په هیڅ صورت به ترې مخ ونه ګرځوي.

د ریاست الوزرا سياسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ د اسلامي امارت د شفقت او ترحم دروازې د ټول ملت پر مخ خلاصې دي او هيچا ته به، په افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ورنکړل شي.

حج او اوقافو وزارت: د حاجیانو پاتې پیسې به په پوره روڼتیا بېرته پرې ووېشل شي

د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب وایي، چې د حاجیانو پاتې پیسې به بېرته په پوره روڼتیا پرې ووېشل شي.

سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، چې له هر حاجي څخه ۳ زره، ۸۰۰ او ۲۸ ډالر اخیستل شوي وو.

اوس د حج او اوقافو وزارت مسولین وايي، چې هر حاجي ته به په پوره روڼتیا ۳۷ ډالر او ۶۱ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

د حج او اوقافو د وزیر په وینا؛ حاجیان په ټولو ولایتونو کې خپلې پیسې بېرته ترلاسه کولای شي او دغه بهیر سر له نن چهارشنبې څخه په ټول هېواد کې پیل شوی دی.

نوموړی زیاتوي؛ د افغانستان نفوس اوس زیات شوی او هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې د حاجیانو زیاته سهمیه واخلي.

د رییس الوزرا د حکم په بنسټ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د حکم په اساس د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هر اړخیز ښه والي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مفتي سید احمد مستقیم په مشرۍ یاده کمېټه به چې د بېلا بېلو وزارتونو استازي مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله ربیعه، مولوي عبدالاحد طیب او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دوه تنه لوړپوړي مسولین یې غړي دي، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د ګڼې ګوڼې د کمښت، د اړینو اسانتیاوو برابرولو او د پېژندپاڼو د وېش د ټول بهیر په اړه د خپلو څېړنو او موندنو راپور د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.

اسلامي امارت هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د اسانه ترلاسه کولو په موخه د جدي اقداماتو او اړینو اسانتیاوو د برابرولو کوښښ کوي.

تر دې وړاندې د محترم رییس الوزرا په لارښوونه ځانګړي پلاوي د پاسپورټونو د وېش د نویو مرکزونو په جوړولو سره ګڼه ګوڼه کمه او په هغه برخه کې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت په ارتګ سره د روغتیايي سکټور کیفیت لوړ شوی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۳ لمریز کال د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د لوړو زدهکړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم، د پوهنتون استادانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تازه فارغو شویو ډاکټرانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ورکړې او ویلي يي دي، ټولنه دغو ځوانو کادرونو او ډاکټرانو ته اړتیا لري.

مولوي عبدالکبير زیاته کړې؛ د افغانستان روغتیايي سکتور د منفي تبلیغاتو، مافیايي کړیو او د روغتیايي مرکزونو د کمزوري ظرفیت له امله بې اعتباره شوی وو او ناروغان به د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادو ته تلل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې مافیايي کړۍ له منځه لاړې، اصلاحات رامنځته شول او کوښښ کېږي، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت هم لوړ شي.

سیاسي مرستیال په هېواد کې د باکیفیته روغتیايي خدماتو په عرضه کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، ډاکټران او د روغتیا برخې پانګوال او سوداګر دې د افغانانو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو هېواد ته با کیفیته درمل را وارد کړي.

مولوي عبدالکبير د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو په شمول ټولو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو د عرضه کولو په برخه کې په ټینګار روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د روغتیايي خدماتو او درملو کیفیت وڅاري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له نړیوالو مرستندویه ادارو او د روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې له روغتیايي سیستم سره خپلې مرستې ډېرې او ټولو افغانانو ته د باکیفیته خدماتو په عرضه کولو کې ونډه واخلي.

مولوي عبدالکبير په ملي او نړیوالو پانګوالو هم غږ کړی، چې د روغتیا په تخصصي برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت به ورته لازم سهولتونه برابر کړي.

همدارنګه يې زياته کړې، اوس په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی او د ډاکټرانو په شمول هېڅوک د غلا، اختطاف او نورو پېښو اندېښنه نه لري.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال ویلي؛ نن تاسې دلته د مسلمان، افغان او مجاهد ورور درملنه کوئ، چې همدې ورور ستاسې لپاره امن راوستی، نن په افغانستان کې وحشت، بربریت او قوم جنګي نشته، بلکې سرتاسري امنیت شتون لري.

محترم مولوي عبد الکبير د خپلو خبرو په پای کې ویلي، تېرو حکومتونو د افغانستان د ابادولو هوډ نه درلود او د روغتیايي سکتور په شمول یې د افغانستان سیستمونه له ستونزو سره مخ کړي وو.

غزه کې د اسرائیلو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۸۱۹ ته ورسېد

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۸۱۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۲۹۱ نور ټپیان شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه لا هم دوام لري او هېڅ سیمه خوندي نه ده. په دې بریدونو کې هره ورځ لسګونه فلسطینیان ژوند بایلي او قرباني کېږي.

د دې تر څنګ تېره یکشنبه(د وري ۱۱مه) اسرائیلو کې لسګونه زره کسانو د صهیونیستي رژیم پر ضد لاریونونو کې د بندیانو د خلاصون او غزه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د دې لاریونونو په ترڅ کې عمومي کاربندیز هم اعلان شو او ګڼو بنسټونو یې ملاتړ وکړ.

یادو لاریون‌والو نتانیاهو وژونکی بللی او ویلي یې دي، چې نوموړی د یرغمل شویو په خوندي راستنولو کې پاتې راغلی دی.

د دې لاریونونو او کورنیو او نړیوالو فشارونو له امله بنیامین نتانیاهو بښنه غوښتې ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن هم د دوشنبې په ورځ ویلي، چې غزه کې د بندیانو د خلاصون لپاره وروستۍ هوکړه کېدونکې ده، خو د اسرائیلو لومړی وزیر یې د وروستي کېدو لپاره کاپي هڅې نه کوي.

غزه کې د اوربند هڅې تل له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او د منځګړو لورو تر منځ خبرې بې‌پایله پای ته رسېدلې دي.

تازه حماس ویلي، چې نتانیاهو د یوه نوي شرط په وړاندې کولو سره د هوکړې مخه ډب کړې.

د اسرائیلو لومړی وزیر د غزې او مصر تر منځ د فيلادلفيا يا صلاح الدين په لاره د کنټرول غوښتنه کوي، چې حماس ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.

ياده لاره د غزې او مصر تر منځ د پولې په اوږدو کې ستراتيژيک اهميت لري.