د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي مولوی عبیدالله امین زاده او د دغه ولایت له سیمه ییزو چاراکو سره لیدنه کړې.
په دې غونډه کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر او زېرمه کولو، د عشر او زکات په راټولولو کې د همغږي رامنځته کولو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د استرداد شویو ځمکو د اجارې او د مخابراتي انتنونو د تشخیص په اړه خبرې شوې دي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند ویلي؛ دا یو ښه انتخاب دی، چې د کروندګرو اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي او په بېړنیو حالاتو، کړکیچ او د غنمو د بیو د کنټرول په وخت کې ترې ګټه پورته کېږي.
نوموړي زیاته کړې، دا د امیرالمؤمین حفظ الله حکم دی او پر بزګرانو یې لورېینه ده.
د تخار والي مولوي عبیدالله امین زاده په دې ناسته کې ویلي؛ د تخار ولایت د ډېرو اوبو او مناسب اقلیم په درلودو سره د کرنې په برخه کې مخکښ ولایت دی، له بزګرانو څخه د اضافي غنمو د را ټولولو او نورو برخو کې، موږ ستاسو په چوپړ کې يو.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د غنمو دپېر او زېرمه کولو بهیر تشریح کړی او ویلي يي دي، موږ د امیر المؤمنین حفظ الله د فرمان له مخې له بزګرانو اضافي غنم پېرو او زېرمه کوو یې.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې کار موخه د بزګرانو ملاتړ دی او مثبت اړخونه یې د بیو لوړېدو او د احتکار مخنیوی او په مناسب وخت کې ترې ګټه پورته کول دي.
د ښاغلي حقيار په وينا؛ اضافي غنم په مستقيم ډول له کروندګرو څخه اخيستل کېږي او د لېږد ټول لګښت يې د کرنې وزارت پر غاړه دی، سربېره پر دې ماليه یې هم معاف ده او د کروندګرو او د کرنې ادارې تر منځ يو پروتوکول لاسليک کېږي او غنم په مناسبه بیه اخیستل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولین په پام کې لري، چې د هغو ولایتونو د کروندګرو اضافي غنم، چې د غنمو کرنه او حاصلات یې زیات وي، وپېري او زېرمه یې کړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.







