د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ دې وزارت کې د یو پروګرام په ترڅ کې د مشارکت (ګډون) او مضاربت په نوم د کرنیزې پرمختیا صندوق دوه اسلامي خدماتي محصولات د کرنې وزارت د مشرتابه، د ملي پراختیایي شرکت، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان اسلامي امارت د نورو مالي بنسټونو د استازو په شتون کې پرانیستل شول.
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په اغېزمن او شفاف دول د پروژو د پلي کولو د هڅو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ زموږ مسوولیت دا دی، چې د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره شپه او ورځ کار وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي مالي خدمتونو رامنځته کول هم یو له هغو خدمتونو څخه دی، چې د کرنې وزارت له خوا کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته وړاندې کېږي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت له فتحې وروسته موږ د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیل کړ، چې له دې لارې موږ د خصوصي سکتور سوداګرو او متشبثینو ته ۱.۳ میلیارده افغانۍ ورکړي دي.
ښاغلي عثماني زیاته کړې؛ د دوو نویو محصولاتو په وړاندې کولو سره، موږ غواړو چې د کال تر پایه د وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې په هېواد کې د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د دوه ملیارد افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمات وړاندې کړو.
په ورته وخت کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اجراییوي بورډ رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د دغه ادارې د نویو محصولاتو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارات او خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی.
نوموړي ویلي؛ دغه دوه نوي محصولات چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا لخوا منظور شوي دي، په کې مضاربت یا د پانګونې د تمویل مفکوره او مشارکت (ګډون) د پانګې شریکول شامل دي، چې له دې لارې موږ غواړو د هېواد د کرنې او مالدارۍ ځنځیري ارزښت ته په پام سره د بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکټور د متشبثینو د کوچني سوداګرۍ او کاروبار ملاتړ او ورته وده ورکړو.
په ورته وخت کې په دغه پروګرام کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل هم په هېواد کې د لا زیاتو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړي او په هېواد کې یې د زېربنایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو یادونه کړې.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د مسولینو په وینا، بزګران، مالداران، سوداګر او د خصوصي سکتور متشبثین کولی شي له دغو اسلامي تمویلي محصولاتو (ګډون او مضاربت) څخه په استفادې خپل کاروبار پراخ کړي.








