د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولینو نن ( یکشنبه، وږی ۱۱) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان له مخې د روژې مبارکې مياشتې، کوچني او لوی اختر په مناسبت، درې زره او ۲۰۰ بنديان ازاد شوي او د یو زر او ۶۵۵ نورو په مجازاتو کې تخفیف رامنځته شوی دي.
مسولینو زیاته کړه؛ چې د محکمو د مکتوبونو له مخې، درې زره او ۲۴۳ بندیان خوشې شوي، درې زره او ۱۶ بندیان له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي او د یو زر او ۵۶۲ بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره، له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.
د یادې ادارې مسولینو وویل، دوه زره او ۲۴۱ بنديان د ديني زده کړو له بېلا بېلو برخو څخه فارغ شوي او شپږ زره او ۴٠٨ تنه نور په ديني زده کړو بوخت دي.
همدارنګه مسولینو زیاته کړه، یو زر او ۹۵۴ تنه د سواد زده کړې له برخې فارغ شوي او اوسمهال دوه زره او۳۵۰ تنه نور په زده کړو بوخت دي.
د دې ادارې مسولینو په وینا، یو زر او ۱۲۲ بندیان په حرفوي زده کړو بوخت دي او په تېر کال کې ۳۳۷ تنو په بېلابېلو څانګو کې حرفوي زده کړې بشپړې کړي دي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په وروستي یوه کال کې د ادارې د ۱۴۰۳ کال تفصیلي پلان، پالېسي او ستراتېژیک پلان نهایي شوي او د مالي ملاتړ، د بندیانو درملنې، اعاشې، حرفوي زده کړو او د بېلا بېلو څانګو د تجهیز په موخه له یو شمېر بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.
د ادارې مسولینو زیاته کړه؛ د زندانونو پولیسو د مسلکي کولو او ظرفيت لوړونې په موخه ۶۸۰ افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ته روزنيز ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ شوي او اوسمهال ۱۶۰ تنه نور په مسلکي زده کړو بوخت دي.
د مسولینو د معلومات له مخې؛ د ادارې اړوند ۵۰ بستریز روغتون کې د معالجوي، وقایوي او حمایوي امریتونو فعالول او د ۴۱۸ زره او ۸۵۷ بندیانو او پرسونل درملنه، په تېر یوه کال کې د دې ادارې له مهمو فعالیتونو څخه دي.










