ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د غنمو د پیرلو او زېرمه کولو په موخه کندوز ولایت ته سفر کړی

کرنې وزارت وايي؛ د دې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره لیدنه کړې.

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر موخه، د کروندګرو د اضافي غنمو د پېرودل او زېرمه کول، د عشر او زکاتو راټولو په برخه کې د همغږي رامنځته کول، د عایداتي سرچینو پېژندنه او زیاتوالی، د مخابراتي انټنونو تشخیص او د کرنې ریاست د فعالیتونو او کارکوونکو ارزول دي.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې لیدنه کې ویلي؛ د امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر اساس، له هغو ولایتونو څخه چې د غنمو ډېر تولید لري اضافي غنم وپېرل او زېرمه کېږي، موږ د چارواکو په همغږۍ دغه پلان پلي کوو، د ولایت د اړتیا وړ غنم په خپله د ولایت په ګدام کې زېرمه کېږي او پاتې نور یې سیلو ته انتقالېږي.

د کندوز والي ملا نثار احمد نصرت ویلي؛ د کندوز ولايت د افغانستان د کرنيزو محصولاتو کندو دی، د غنمو ترڅنګ د دې ولایت وریجې او خټکي هم ځانګړې شهرت لري، موږ د پلانونو په پلي کولو کې همغږي یو.

همداراز د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار ویلي؛ موږ د بزګرانو اضافي غنم پېرو او زېرمه کوو یې او د بېړنیو حالاتو او د غنمو د بیو د لوړېدو په صورت کې یې بازار ته وړاندې کوو.

نوموړي زیاته کړې؛ په پیل کې موږ دا غنم په مستقيم ډول له کروندګرو څخه پېرو که کروندګر په کافي اندازه غنم ونه لري، موږ به يې له کرنیزو شرکتو او ازاد بازار څخه وپېرو او زېرمه کوو یې.