د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکايي چارواکو له لوري د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک په اړه متناقضو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا هېڅکله له ایران سره رښتینولي نه ده کړې او دا ډول دریځونه د دواړو هېوادونو ترمنځ شته بېباوري لا پسې زیاتوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایران له منطقي شکونو او اندېښنو سره سره، د ښه نیت له مخې ډیپلوماټیک بهیر ته داخل شوی او د هوکړې یادښت یې لاسلیک کړی دی.
بقایي زیاته کړې، چې د «تعهد په بدل کې تعهد» اصل ایجابوي، څو دواړه لوري خپلې ژمنې په متقابل ډول عملي کړي او د هوکړهلیک د واضح متن خلاف له هر ډول تفسیرونو ډډه وکړي.
بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې ښايي د جون په ۲۹ یا ۳۰مه نېټه په سویس کې بېرته پیل شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، روبیو ویلي: «زما په باور تخنیکي ډله به د جون په ۲۹ یا ۳۰مه نېټه بیا سره وګوري. که تېروتنه ونه کړم، دغه مذاکرات به په سویس کې ترسره شي.»

