د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت وزیر ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو رییس شیخ حضرت ولي حقاني، د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیع الله ثاقب او مل پلاوي غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو لویو قومونو تر منځ شاوخوا ۱۰۰ کلنې سترې دوښمني ته د پای ټکی کېښود.
دغه دوښمني چې په غور ولایت کې د سردارخېلو او تایمني په نامه د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له کبله یې د څه باندې یوې پېړۍ په اوږدو کې سلګونه مړي، زخمیان او بې شمېره مالي زیانونه تر شا پرې ایښي وو، د تېرې جمعې په ورځ د ملا نورالله نوري په مشرۍ د یاد ولایت د والي مولوي احمد شاه دین دوست، د علماوو شورا د رییس مولوي ګل احمد متوکل، د علماوو شورا د غړو او نورو محلي مسولینو په مرسته په سوله بدله شوه.
دا شخړه چې د دوی په وینا د زرهاوو جریبه ځمکې پر سر له یوې پېړۍ راهیسې روانه وه، د تېرو حکومتونو په دوران کې هم د دوی ترمنځ ډېر ځله د سولې پرېکړې شوې وې، چې د ښکېلو لوریو د نارضایتي له امله نا حل پاتې وه او د دوی ترمنځ اوس هم ژور اختلافات موجود و، خو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په رهبري، د غور د والي، د علماوو شورا رییس او د نورو محلي مسولینو په هلوځلو او منځګړیتوب یې پای وموند.
ښاغلي نوري او مل پلاوي د هغو ځمکو د څېړنې او لیدنې په موخه دولت یار ولسوالي ته سفر کړی، د کومو پر سر چې دواړو قومونو لانجه درلوده، د سیمې تر کتنې وروسته یې د دواړو لوریو اسناد بررسي کړل، له دوی څخه یې اختیار لیکونه واخیستل او د دواړو خواوو په اړه یې د خیر فیصله وکړه چې وروسته یې د یوې ناستې په ترڅ کې د طرفینو په شتون کې ابلاغ کړه.
د ناستې پر مهال دواړو خواوو په دغه پرېکړه رضایت ښودلی او ډاډ یې ورکړی، چې دوی په دغه فیصله رضایت لري او دا له تېرو لسګونو کلونو را وروسته د غور پر ولس ځانګړی رحم دی، دوی ژمنه وکړه چې نور به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي، یو بل ته به هيڅ کوم خنډ نه جوړوي او له ځایي مسولینو یې د فیصلې د تطبیق په برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.
ولسونو د دغې پریکړې تود هرکلی کړی.

