ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 951

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال: د ’ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز‘ د کابل او تاشکند ترمنځ د همکارۍ او شراکت نوی فصل دی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه د اوزبیکستان هېواد په رسمي بلنه د دغه هېواد ترمذ ښار ته سفر وکړ او هلته یې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د دغه سفر پر مهال له ملا عبدالغني برادر اخوند سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او یو شمېر نورو امارتي مسولینو هم ملتیا کوله.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې مراسمو ته ويلي؛ نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز مرکز په پرانیستې سره د ګډو سوداګریزو اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ په برخه کې یو ډېر اساسي ګام اخیستل کېږي.

دغه مرکز به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریز مناسبات او کاري فرصتونه لا زیات کړي، د تولیداتو او محصولاتو لپاره به نوی مارکېټ پیدا او په ټوله کې به ورسره اقتصادي وده ګړندۍ شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ دا یوازې یو سوداګریز مرکز نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت یو نوی فصل دی، چې د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره د اوږدمهالې هوساینې او پرمختګ زمینه برابروي.

نوموړي د دغه مرکز ارزښت ته په اشارې سره ویلي؛ د یاد مرکز په پرانیستې سره به د محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو اسانتیاوې زیاتې او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته به لاسرسی اسانه شي.

دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو مثبت تاثیر وکړي، بلکې د سیمې په کچه به یو مهم اقتصادي مرکز او د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره یوه سوداګریزه دروازه هم واوسي.

همدارنګه یاد سوداګریز مرکز به د تکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ ګډه همکاري هم پیاوړې کړي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ دا مرکز به افغان او ازبیک سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې اړینې اسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړي، څو د خپلو محصولاتو او تولیداتو د خرڅلاو لپاره مناسب بازارونه ومومي او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې به فعاله ونډه واخلي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په نړیوالو غږ کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې له ټولو هېوادونو سره مناسبې متقابلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي او په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د عامې روغتیا وزیر او د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ مسولینو لیدنه؛ د بې پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو په ښه والي خبرې شوې دي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو نوي مشر(میکایل لیپي) او پخواني مشر (فیلیپ روبریو) ګډون کړی و، په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو ښه والي په اړه خبرې کړې دي.

مولوي نورجلال جلالي د بې پولې ډاکټرانو نوي مشر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ روغتیایي سکتور سره د یادې ټولنې د مرستو لا پراختیا او همکاریو په ترسره کولو ټینګار کړی.

د بې سرحده ډاکټرانو نوي مشر میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو او دې برخې ته د پراختیا ورکولو ډاډ څرګند کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر: د افغان یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره به په روغتیایي مرکزونو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر د روزنتونونو رییس مولوي محمد اصغر صفدري په ملتیا، د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شیخ عبدالبر ویلي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نورو مسولیتونو ترڅنګ د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې په خپلو اړوندو روزنتونونو کې سلګونو تنو یتیمو او بې‌ سرپرستو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ ورته د پالنې او ساتنې سهولتونه برابر کړي او له خپلې داخلي بودیجې یې تمویلوي.

نوموړي زیاته کړې؛ له اړمنو او بې‌ سرپرستو ماشومانو سره مرسته او د دوی ملاتړ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسولیتونو یوه برخه ده او د عامې روغتیا له مشرتابه یې غوښتنه کړې، چې د دې وزارت د روزنتونونو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته د روغتیایي خدماتو د چمتو کولو په برخه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي، ترڅو په ګډه یې د افغان ماشومانو وضعیت ته په خپل وخت رسېدنه کړې وي.

د عامې روغتیا وزیر په روزنتونونو کې د روغتیایي خدماتو په پراخېدو ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د افغان یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره به په روغتیایي مرکزونو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مولوي نور جلال جلالي همدا راز ډاډ ورکړی، چې مرکزي او ولایتي مسولینو ته به سپارښتنې وکړي، ترڅو د روزنتونونو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره په خپلو روغتیایي خدماتو کې پراختیا راولي او دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت: د اپارتمانونو د کرایې لپاره طرزالعمل جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي؛ د یاد وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیا کتنې کمیټې په څو بېلا بېلو موضوع ګانو خبرې کړي.

یاد وزارت زیاتوي؛ په لومړي سر کې د اپارتمانونو د کرایې ورکونې په اړه د ریاست الوزرا د حکم په اړه خبرې او نظرونه شریک شوي.

په دې ناسته کې پریکړه شوې، چې د اپارتمانونو د کرايې ورکونې په اړه یو طرز العمل جوړ کړي وروسته به د ریاست الوزرا عالي مقام ته وړاندې شي.

همداراز د ښار جوړولو په قانون کې د ځینو مادو په زیاتوالي خبرې شوي، ترڅو د نورو وزارتونو یا ادارو په ځانګړې توګه د ښاروالیو سره د وظیفوي تداخل مخنیوي وشي.

دغه‌رازد دې کیمټې غړو ویلي، د ښاري تخلفاتو لپاره رسېدنه د کور او ښار جوړولو وزارت دنده ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو ښاري پلانونو څارنه کوي او د هر ډول ښاري سرغړونو مخنیوي به کوي.

میدان وردګ ولایت کې د اوبو دوه کوچني بندونه نږدې ۱۰ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ د میدان وردګ ولایت په لومړۍ حصه بهسود او مرکز بهسود ولسوالیو کې د اوبو دوه کوچني بندونه د ۱۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل سیندیزې حوزې د عمومي رییس انجنیر محمد عارف مومند، د میدان وردګ ولایت د دفتر رییس مفتي محمد ضابط حارث، د میدان ښار سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه بندونه چې د ۹۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د میدان ښار سیندیزې حوزې ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

د یادونې وړده، چې د اوبو او انرژي وزارت له پلان سره سم د میدان ودرګ ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د یوه کوچني بند پروژې پلي کول بشپړ شول.

کرنې وزارت: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې ۲۷۱ پروژې پلي شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو نن (پنجشنبه، د وږی اتمه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کرنې وزارت، د کرنې او مالدارۍ سکتور د میکانیزه کولو، د طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا، له سربند نه تر کرنیزې ځمکې د اوبو مدیریت او د هېواد د ځمکو چارو د تنظیم برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ملاتړ په موخه، بزګرو، مال لرونکو او خصوصي سکتور ته، د وزارت د کرنې پراختیا له صندوق څخه، ۱،۳ میلیارډه افغانۍ ورکړه، ۶۶۰ زره بزګرو ته، د ۳۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو او ۵۴ زره مټریک ټنه کیمیاوي سرو وېش، په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

د کرنې وزارت زیاته کړه؛ په تېر یوه کال کې له همکارو ادارو سره په همغږۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، ۲۷۱ پروژې پلي کړي دي.

دغه راز د یاد وزارت مسولینو وویل؛ په میدان وردګ، کابل او لغمان ولایتونو کې د یو زر او۱۹۰ مټریک ټنه په ظرفیت، پينځه سړخونې او په بېلا بېلو ولایتونو کې د مېوو وچولو په موخه، ۱۱ سلفر خونې جوړې شوي، د کرنې د نویو طریقو د ترویج په موخه، د نباتاتو یو زر او ۵۰۰ نمایشي قطعې جوړې شوي او ۸۰ زره هکټاره ځمکه له وبایي افتونو څخه خوندي شوې ده.

همداراز مسولینو زیاته کړه؛ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه، د تېر یوه کال د پسرلي او مني په موسمونو کې لوی کرنیز نندارتونونه جوړ شوي او په ۱۱ ولایتونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو لګولو پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې شپږ زره او ۷۸۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.

 دغه راز د یاد وزارت مسولینو وویل، په لسو ولایتونو کې د ځمکو لاندې اوبو د تقویت په موخه، د ۱۳۸ چکډېمونو جوړولو چارې جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کرنې وزارت د مسولینو په وینا، د شېدو ورکونکو غواګانو د اصلاح شوي نسل د ترویج په موخه د ۳۰۰ زره غواګانو مصنوعي القاح، په بېلا بېلو ولایتونو کې څه باندې ۱۶ میلیونه حیواناتو ته د واکسین تطبیق او د څه باندې نهه میلیونه حیواناتو درملنه، په ۳۴ ولایتونو کې د لبنیاتو محصولاتو د راټولولو او پروسس وسایلو وېش، د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د چرګانو، غواګانو او وزو د کوچنيو فارمونو جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې ۲۷۲ نویو حیواني روغتونونو ته جوازونه ورکول او دوه زره او ۱۵۱ نورو روغتونونو د جوازونو تمدید، همدارنګه له یو زر او ۵۰۰ څخه درې زره او ۵۰۰ ته د چرګانو فارمونو د شمېر لوړول، په مالدارۍ سکتور کې د دې وزارت مهمې لاسته راوړنې دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په ۳۴ ولایتونو کې ۱.۷ میلیونه هکتاره ځنګلونه او ۳۰ میلیونه هکتاره څړځایونه خوندي او ساتل شوي او د ځنګلونو د احیا لپاره ۱۲۵ زره او ۲۰۰ نیالګي کېښودل شوي دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې څه باندې ۶۹۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېشل شوي او په تېرو درې کلونو کې په ټول هېواد کې د نیالګیو کېښودلو کمپاینونو له لارې ټولټال ۸۲ میلیونه نیالګي کېښودل شوي دي.

د کرنې وزارت د مسولیو په وینا، د ځمکو بانک کې د ۱.۷ میلیونه جریبه را ګرځول شوې امارتي ځمکې ثبتول، د کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو په موخه، د ۱۴زره او ۳۱۲ جریبه ځمکې په اجاره ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې د یو جریب امارتي ځمکې او څړځایونو سروې، او د خوست، پکتیکا، زابل، غزني، بامیان ولایتونو او جاغوري ولسوالۍ کې د هوايي ډګرونو د مساحت تثبیتول د دې وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د کرنې وزارت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د توري بند، خروار بند، قوشتېپې کانال، مس عينک، د امو دريا نفتي حوزې او نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو په موخه، یو زر او ۱۳۳ جريبه شخصي او ۹۸ زره او ۵۴۲ جريبه امارتي ځمکې سروې او تصفيه شوي دي.

 همدارنګه د یاد وزارت مسولینو وویل، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ، په هرات، جوزجان، لغمان، بغلان، غزني او فاریاب ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ د ۲۲۰ کیلوولټ او ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لین انتقال او د کابل – لوګر سړک د دویم لین په څېر د ټولګټو پروژو د مالکیت حق تثبیت، ارزونې او استملاک چارو تر سره کول د وزارت نور مهم فعالیتونه دي.

د وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د وزارت پینځه کلنه ستراتېژي چمتو شوې او په بېلا بېلو برخو کې د کاري طرزالعملونو په ګډون تقنیني سندونه هم نهايي شوي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو کورنیو څخه لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري غور ولایت ته د خپل سفر پرمهال د وروستیو سېلابونو له امله د یاد ولایت د مرغاب ولسوالۍ له بې کوره شویو کورنیو څخه لیدنه کړې.

 دغه بې ځایه شوي، چې شمېر یې ۵۰۰ کورنو ته رسېږي د ورستي ورښتونو په پایله کې راوتلو سېلونو یې کورونه ویجاړ کړي او د ښار په یوه موقتي کمپ کې استوګن دي.

په دې لیدنه کې دوی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره دې د استوګنځایونو ترڅنګ هر اړخیزه همکاري وشي، ځکه چې سېلابونو یې هرڅه ورڅخه وړي دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ملا نورالله نوري د دغې لیدنې پرمهال ټولو بې کوره شویو کورنیو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د اسلامي امارت مسولین تاسې هیڅکله نه هېروي او د دایمي سرپناوو جوړولو په برخه کې به جدي اقدامات ترسره کړي.

نوموړي د دوی ستونزي اړینې بللي او زیاته کړې یې ده، ټولې ستونزې به یې تر ریاست الوزرا او اړوندو ادارو ته رسوي او د هر اړخیزو مرستو د جلب په برخه کې به کوټلي ګامونه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم دغې سیمې ته سفر کړی و، چې په ترڅ کې یې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د ۲۰۰ کورونو جوړولو کارونه پیل کړي وو، چې د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

کرنې وزارت: بغلان کې څه باندې شپږ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

کرنې وزارت وايي؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، په بازار کې د غنمو د بیې د لوړېدو او د سوداګرو له خوا د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د مرستې او په بېړنیو حالاتو کې د غنمو د عرضې په موخه شپږ زره او ۲۵۰ ټنه غنم له بغلان ولایت څخه پېرل کېږي او دوه زره او ۲۲۳ مټریک ټڼه یې د یاد ولایت په سیلو کې زېرمه او پاتې نور یې مرکز (کابل) ته لېږدول کېږي.

د دې پروسې په ترڅ کې د کروندګرو اضافي غنم، د کرنیزو کوپراټیفونو او ازاد بازار د غنمو بیې ټاکل کېږي او تر تدارکاتي پروسې وروسته پېرل او زېرمه کېږي.

د کرنې وزارت کارپوهان وايي، چې پېرل شوي غنم باید رطوبت ونلري، پاک، پروسس شوي، سږني حاصلات او له ناروغیو او حشراتو پاک وي.

سږ کال په بغلان ولایت کې پر څه باندې ۷۰ زره هکتاره ځمکه او بیز او للمي غنم کرل شوي وو، چې له دغو کروندو څخه ۱۵۰ زره او ۴۶۵ مټریک ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي دي.