ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 950

د کرنې وزارت پلاوي د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته سفر کړی

کرنې وزارت وايي؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکوني د رییس مولوي صدیق الله رحماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.

په دغه پلاوي کې، چې مشري یې د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله رحماني کوي، د بدیل معیشیت رییس عبدالخالق محجوب، د کرنې وزارت د مقام سلاکاران میرویس خوګیاڼی او شفیع الله مومند، نوراغا خلیل صافی او د کرنې وزارت ی وشمېر کارپوهان ګډون لري.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې ترسره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د ۱۰ کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.

دغه راز په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ، جي، آی، اس او ام، آی، اس او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.

ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو څخه هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.

ملا عبداللطيف منصور: د اسلامي امارت نننۍ برياوې د شهيدانو د سرښندنو پايله ده

د اوبو او انرژي وزير ملا عبداللطيف منصور د شاهي کوټ مشاعره کې ګډون او وینا کړې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزير ملا عبداللطيف منصور، د حج او اوقافو وزارت معينانو شيخ عزيزالرحمن منصور او مولوي عارف الله عارف، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد قاسم فريد، د دفاع وزارت مرستیال شيخ مهرالله حماد، د پکتيا والي ملا حمدالله فطرت، د افغانستان د اسلامي امارت د وياند مرستيال، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسولينو او د پکتيا ولايت د شاهي کوټ درې د ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزير په دغه غونډه کې ویلي؛ شاهي کوټ هغه ځاى دى، چې هره پاڼه يې د دين او د هېواد د ازادي په لار کې د جهاد، اخلاص او سرښندونو څخه ډکه ده.

ملا عبداللطيف منصور ټينګار کړې؛ د افغانستان د اسلامي امارت نننۍ برياوې د هغو شهيدانو د سرښندنو او د هغوى د وينو پايله ده، چې په دې لاره کې يې خپل خواږه ځانونه  قرباني کړې دي.

نوموړي همدارنګه له ټولو مجاهدينو او د اسلامي امارت له مسولينو څخه غوښتنه کړې، چې د جهاد د ارزښتونو او د شهيدانو د وينو ساتنه وکړي او له بيت المال څخه د ګټې اخيستنې او د خپلو مسوليتونو په ترسره کولو کې هوښيار واوسي.

ګڼو ویناوالو د شاهي کوټ د معرکې د ورځو د خاطراتو په هکله د مجاهدينو د زړه وړتيا، اخلاص او سرښندنو په هکله د خپلو  سترګو د لېدلي حال په اړه خبرې کړي، او د شاهي کوټ مبارزه يې د جهاد د بريا او د اشغالګرانو د ماتې په برخه کې يوه تاريخي پېښه بللې.

د غونډې په دوام کې ګڼ شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د شاهي کوټ د مجاهدينو او شهيدانو د اتلوليو او سرښندنو يادونه کړې ده.

غزه کې د پولیو ضد واکسین تطبیقولو لپاره په لنډ مهاله اوربند هوکړه شوې

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي؛ اسرائیلو غزه کې د پولیو ضد واکسین درې ورځني کمپاین پر مهال د جګړې درېدل تایید کړي.

یاد سازمان زیاته کړې؛ په درېیو ورځو کې به د سهار له شپږو تر ماسپښین درې بجو پورې په جګړه کې وقفه وي.

دې سازمان ویلي؛ غزه کې به د سپټمبر له لومړۍ نېټې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پل شي، چې په ترڅ کې به يې جګړه درېدلې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په غزه کې د یوې لس میاشتنۍ ماشومې د ګوزن خبر ورکړل شوی و.

د ملګري ملتونو د معلوماتو له مخې، غزه کې باید ۶۴۰ زره اوسېدونکي ماشومان واکسین کړل شي.

حماس ډلې هم د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یاد اوربند غوښتنې هرکلی کړی.

د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۰مې غونډې ته د بهرنیو چارو وزير وينا!

نېټه: ۲۹ -۳۰ اګست، ۲۰۲۴ 

ځای: ياوندي، د کېمرون جمهوريت پلازمېنه

الحمد لله رب العالمین والصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.

اما بعد:

جلالتماب حسين ابراهيم طه – د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي، مبيلا مبيلا د کېمرون جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو، او د ناظرو هېوادونو او سازمانونو درنو استازو!

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

له هر څه وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او خلکو په استازیتوب د کېمرون جمهوريت له حکومت او خلکو څخه د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۰مې غونډې د کوربه توب او مېلمه پالنې له کبله د زړه له تله مننه کوم.

همداراز د اسلامي همکارۍ سازمان د يو له بنسټ ايښودونکي هېواد د استازي په توګه د دغه سازمان له سر مُنشي، جلالتمآب حسين ابراهيم طه څخه د دغه سازمان د حکيمانه رهبرۍ او د دغې غونډې د بريالي تدوير له کبله د زړه له تله مننه کوم.

د کامرون جمهوریت پلازمینې یاوندي کې د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته د مولوي امیرخان متقي وینا

ښاغلو او آغلو!

خوښ يم چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې په داسې حال کې د خپل هېواد افغانستان په استازيتوب ګډون کوم چې له لسيزو وروسته اوس په افغانستان کې نه بهرنی عسکر شته او نه داخلي جنګ.

له افغانستان څخه د لويديځ د نظامي او فکري اشغال لمن په بشپړه توګه ټوله شوې.

په هېواد کې د قدرت جزيرې له مينځه وړل شوي او ټوله خاوره د يوه مرکزي، ژمن او مسول حکومت په لاس کې ده. افغانستان څو لسيزې وروسته له بشپړ امنيت او ثبات څخه برخمن دی.

په دولتي ادارو کې فساد له منځه تللی. د هر ډول مخدره موادو کرنه او سوداګري په مطلق ډوله بنده شوې. د هېواد او خلکو د لومړيتوبونو د تحقق او د متوازن پرمختګ له پاره د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه عوايد مرکزي خزانې ته راټوليږي.

د افغانستان ملي بودیجه ۱۰۰ په سلو کې له کورنیو عوايدو تمويليږي.

افغانستان اوس د يوه داسې امنيتي ځواک څښتن دی چې د هېواد د ازادۍ او ثبات ګټندوی او ساتندوی دی او د خپل هېواد د ثبات له لارې د سيمې په ثبات کې خپل رغنده نقش لوبوي.

مګر لسيزو جګړو ځپلی افغانستان ستونزې هم لري.

د افغانستان بانک ميلياردونه ډالر شتمني د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا کنګل شوې، پر افغانستان غيرعادلانه اقتصادي بنديزونه لګيدلي، په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ور‌ څخه اخيستل شوی او ان په نړيوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازيتوب غيرقابل انکار حق اخيستل شوی.

پر دې سربېره د يوې منظمې تبليغاتي جګړې هدف او د يو اړخيزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوی.

په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د هواري له پاره شپه او ورځ کار کوي، او په دې برخه کې يې پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي، د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو او د نړۍ له ټولو بشرپالو هېوادونو څخه دوه غوښتنې لري:

لومړۍ غوښتنه دا ده؛ چې ټول هېوادونه بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنيو د آزادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو څخه د سفري بنديزونو د لرې کولو له پاره جدي هڅې وکړي.

دغه بندیزونه د افغانستان د مرکزي بانک د وظايفو د معطل کېدلو، د افغانستان د اقتصادي ودې او ان سيمه ييزې سوداګرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينګولو په موخه د راشه درشه د مخې ډب کولو سبب شوي.

زمونږ هيله دا ده، چې د جګړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را و نه ليږدول شي.

ايا دا منطقي ده چې يو کوربه هېواد دې د يوه هېواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملګرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟

آيا دغه ډول چلن په زوره د واکمن نړيوال نظم د عادلانه توب تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي؟ 

دویمه غوښتنه دا ده؛ چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه او د نړۍ نور هېوادونه د مشترکو مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي.‌

افغانستان د ستراتيژيک موقعيت، پراخو طبيعي زېرمو او ارزانه او خواريکښ بشري ځواک په لرلو سره د ډاډمن امنيت، اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ تګلارې، او مخلصانه سياسي هوډ په سيوري کې د سيمه ييز اتصال او پانګونې  بې مثاله زمینه ده.‌

دا زمینه زمونږ له ملي حاکميت او مشروع ګټو پرته هېڅ حدود نه لري.

درنو حاضرينو!

افغانستان له لسيزو جګړې راوتلي هېواد په توګه د ماضي د ترخو تجربو د هېرولو او د نړۍ له هېوادونو سره د دوه اړخيزو مشروع ګټو پر اساس د نويو اړيکو پيلولو مخلصانه عزم لري.

مونږ د ځان او نړۍ دواړو له پاره د امن پيغام لرو او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته بشپړ ډاډ ور کوو چې زمونږ خاوره به د هيچا په خلاف نه کاريږي.

دا ژمنه مونږ په تېرو درې کلونو کې په عمل کې ثابته کړې.

په ورته ډول، د نړۍ له هېوادونو څخه هم له افغانستان سره د بالمثل تعامل غوښتنه کوو او د يو اړخيزو ګمانونو او د پخوانيو ناکامو تجربو پر اساس ولاړو تحليلونو پر ځای يې د نويو واقعيتونو پر اساس ولاړ تفاهم ته رابولو.

افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د ټولو غړو هېوادونو تر څنګ د نړۍ ټولو هېوادونو ته په مثبت نظر ګوري او له هغوی څخه هم د مثبت تعامل غوښتنه لري.

درنو حاضرينو! 

ستره بې انصافي به وي چې د اسلامي نړۍ د بهرنیو چارو وزيرانو په دې ناستې کې د فلسطين قضيې ته چې د اسلامي همکارۍ سازمان وجودي فلسفه جوړوي، اشاره و نه کړم.

له تېرې يوې پېړۍ راهيسې چې د فلسطين د بشر او حجر د له مينځه وړلو له پاره کومه جګړه کيږي او په ځانګړې توګه له تير نږدې يوه کال راهيسې چې په کوم سرعت د اشغالګر صهیونستي رژيم له خوا د فلسطين د مظلومو خلکو کومه ارادي، منظمه، او بې رحمانه نسل وژنه روانه ده، په تاريخ کې ساری نه لري.

مګر له يوه کال تيريدو سره، سره واکمن نړيوال نظم نه يوازې د ظالم د لاس په نيولو کې پاتې راغلی، بلکې د مظلوم پر ضد يې مالي، نظامي او تبليغاتي ملاتړ کيږي.

دا حالت په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دی.

دا د نړۍ د ټولو بشرپالو هېوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکارۍ سازمان مسوليت دی، چې د فلسطين قضيې ته عاجل، عادلانه او دايمي حل پيدا کړي او د دغه حل د تطبيق له پاره هر ډول اړينه سياسي اراده، همغږي، او امکانات پيدا کړي.

که مونږ د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دا قضيه هواره نه کړو، نه به مو خدای وبخښي او نه خپل ولسونه.

د کانونو او پټرولیم وزیر او د ترکمنستان هېواد لوړ پوړو چارواکو لیدنه؛ په سوداګریزې راکړې ورکړې خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په جلا کتنو کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له وزیر، د کابینې مرستیال، د نفتو او ګازو وزیر، د ټاپي پروژې رییس، د صنعت او ښار جوړولو وزیر او د اوسپنې پټلۍ له رییس سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، ریل پټلۍ، نوري فایبر، د نفت او ګازو او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې شوې دي.

 دغه راز یې د نفت او ګازو له وزیر او ټاپي پروژې له رییس سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې سربېره د نفت او ګازو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه شریک کړي دي.

 سربېره پر دې د یاد هېواد د صنعت او ښار جوړولو وزیر د اوسپنې کانونو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

ملا هدایت الله بدري د اوسپنې کانونو په برخه د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا ستاینه کړې او له خپل لوري یې ورسره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی.

دغه راز یې په هرات ولایت کې د یو ګډ کمپلکس د جوړېدو وړاندیز کړی.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له رییس سره په جلا لیدنه کې د اوسپنې پټلۍ د ارزښت اهمیت په اړه خبرې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د اوسپنې پټلۍ دې هرات او مزار ښار ته هم وغځول شي.

 نوموړي زیاته کړې؛ دا نه یواځې د افغانستان لپاره مهم ده، بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم یو ښه زیری دی.

دفاع وزارت: د وسله وال پوځ لوی درستیز د شهید سردار محمد داود خان روغتون د ادارې په علمي سیمینار کې ګډون وکړ

دفاع وزارت وايي؛ د وسله وال پوځ لوی درستیز د شهید سردار محمد داود خان روغتون د ادارې په علمي سیمینار کې ګډون وکړ.

دغه سمينار چې د ادارې علمي سیمینار(Teaching hospital management)  تر عنوان لاندې د وزیر محمد اکبر خان صالون کې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په مشری چې يو شمېر مسولینو پکې ګډون کړی وو پيل شو.

په پیل کې د طبي علومو اکاډمۍ مسولينو د بېلا بېلو څانګو د لاسته راوړنو په اړه راغلو مسولینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويي ویل، زمونږ کاري پرسونل د سیمې د هیوادونو په کچه ګڼ شمېر مغلق او پېچلي عملیاتونه ترسره کړي او همدارنګه د نظامي طب پوهنځۍ علمي ښوونیز پروګرامونه وړاندې کړي او د ياد روغتون ټولې څانګې مو په معياري ډول برابرې کړې دي.

 ورپسې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د خپلې وینا پر مهال وویل؛ په ټول  هېواد اسلامي نظام حاکم دی، اشغال پای ته رسیدلی دی، د خپل هېواد د خلکو د هوساینې لپاره مو خپل دیني او ملي مسولیت ادا کړی او د روغتیایي خدمتونو د اجرا کړی.

نوموړي د یادو لاسته راوړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره يي زیاته کړه، دلته د مسولیت احساس شوی دی.

دغه راز د وسله پوځ لوی درستیز او مل پلاوي له لوري په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قومندان یې ملتیا کوله د اکسیجن د هوا د رسولو مرکز او د وزیر محمد اکبر خان صالون پرانیسته وکړه، او د العمر مصنوعي غړو د جوړولو مرکز له بېلابېلو برخو څخه یې هم لیدنه وکړه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  پنجشنبې ورځ، د ۲۵/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۸/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننګرهار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د تورخم له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۴ تنه و، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۷۴۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵۸ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۴۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې په تېرو دوه ورځو کې ۱٦ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د سپین بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۲۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په تخته پل کمپ کې له ۲۴ کورنیو سره ټولې ۱۸٦ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۵۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۴۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۹٦ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۸٦ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې  ٦۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۰۸۸ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  له ٦۰ کورنیو سره ټولې ۴۳٦ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو څو ورځو کې ۱٦٦ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته  د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ٦۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د اسلام کلا له لارې ۸۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په اسلام کلا بندر کې له ۷۹ کورنیو سره ټولې ۷۳٦ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې په تېرو څو ورځو کې ۲۰۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۱۸ کورنۍ، ۷۳۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۴۷ کورنۍ، ۲۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۲۱ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۵۴۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۰۰ عدده

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت له ترسره شوو کارونو ستاينه کړې او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې لارښوونه کړې، چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت او ښه ډول پر ټاکلې نېټه بشپړې کړي.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم بللی او ویلي يي دي، اسلامي امارت يې په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د دغه ملي کانال د سربند جوړولو او همدا راز د دویم فاز چارې په ښه ډول د افغان انجنيرانو له لوري روانې دي، چې زرګونو کسانو ته په‌کې کاري زمینې برابرې شوې دي.

اوزبیکستان: د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان تازه میوو د ترانزیټ لپاره هر ډول زمینه برابره وو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د ’ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز‘ د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د اوزبیکستان هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره لیدنه کړې.

د لیدنې پر مهال د یاد هېواد لومړي وزیر ویلي، افغانستان د اوزبیکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي عارف اوف زیاته کړې، اوزبیکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي، چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د ایستنې په موخه افغانستان ته راشي.

نوموړي ویلي، دوی چمتو دي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د امو سیند د څنډو لپاره د استنادي دیوال جوړولو په برخه کې په ګډه کار وکړي.

د اوزبیکستان لومړي وزیر همدا راز اسلامي امارت ته بشپړ ډاډ ورکړی، چې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات به ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه له نږدې کار کوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.

د ملا عبدالغني برادر اخوند او د اذربایجان هېواد د لومړي وزیر مرستیال لیدنه؛ افغانستان کې د پانګونې په برخه کې په رامنځته شویو فرصتونو خبرې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د ’ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز‘ د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د اذربایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د فعالیت له پيل مننه کړې او د اذربایجان له حکومت او خصوصي سکټور څخه یې غوښتي، چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو څخه په استفادې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، اسلامي امارت یې بشپړ ملاتړ کوي او په دغه برخه کې یې ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله او همدا راز افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچه هم لوړه کړي.

هغه په افغانستان کې د صنعتي کارخونو د رامنځته کولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي يي دي، دوی چمتو دي چې د کانونو د ایستنې په برخه کې هم له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

د غونډې په پای کې ټینګار شوی، چې دواړه لوري به په یادو برخو کې ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.