ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 952

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  چهارشنبې ورځ، د ۲۴/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۷/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱٦۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له اوو کورنیو سره مرسته شوې، چې ټولې ۵٦ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۱ کورنیو سره ټولې ۲۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۱۸۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو  ته ٦۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۵۹۰ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲ کورنیو سره ټولې ۲۹۰  زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۵۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۹۸ کورنۍ، ٦۷۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۴ کورنۍ، ۱۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۵۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۱۱ عدده

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په سمنګان او بغلان ولایتونو کې د شهیدانو، فدایانو او معلولینو له کورنیو سره نغدي مرسته کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه کړې.

ملا عبدالمجید اخوند سمنګان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر اصلي موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول یاد کړي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د سمنګان ولایت او همداراز د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار، دهنه غوري، بُرکې، نهرین، مرکزي بغلان، تاله او برفک او دوشي ولسوالېو د فدایانو له کورنېو سره له نږدې لیدنه کړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اوریدلي او دغه‌راز یې ورسره نغدي مرستې هم کړې دي.

د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار دوکتور مردف علي القاشوطي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د اوبو او انرژي وزیر په دې لیدنه کې، د قطر هېواد د سفارت مستشار او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د قطر هېواد څخه مننه کړې، چې له امریکایانو سره یې د مذاکراتو پر وخت  له دوی سره اړینه همکاري ترسره کړې، چې په پایله کې يې افغانستان له امریکایي اشغال څخه خلاص او خپلواک شو.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزیر د دغه وزارت یو شمېر پروژو ته په اشارې ویلي؛ اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

ملا عبداللطیف منصور له نوموړي غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د قطر هېواد د خصوصي پانګوالو د پانګونې په جذبولو کې همکاري وکړي.

په ورته مهال، د قطر هېواد د سفارت مستشار ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به اړینه همکاري وکړي.

کابل کې د یوناما د سیاسي برخې مشر له مولوي ذاکر الله ذاکر سره په لیدنه کې؛ د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ د باور ښه فضا شته

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر الله ذاکر په کابل کې د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمټ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سکاټ سمیټ ویلي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون مخالف هېوادونه د ناستې له پایلو خوښ وو او ډېر موضوعات ورته روښانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د یوناما او اسلامي امارت تر منځ د باور ښه فضا شته او هیله ده، چې له نړۍ سره هم د اسلامي امارت تعامل پیاوړی او په نورو اغېزناکو چارو هم فکر او کار وشي.

 سکاټ سمیټ څرګنده کړې، یوناما به په نږدې ورځو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس په بېلا بېلو برخو کې د یوناما له همکاریو په مننې ویلي، ناستې او بحثونه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې د نږدې کېدو سبب کېدای شي او افغان حکومت غواړي شته مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

مولوي ذاکر الله ذاکر زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د مېشتو ټولو بهرنیو ډیپلوماتانو کار ته احترام لري او له هغوی غواړي چې شته اصولو ته درناوی وکړي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د اسلام په رڼا کې بشر حقونو ته درناوی لري، په افغانستان کې قوانین د دین پر بنسټ جوړیږي او د اندېښنې وړ موضوع نه لري.

په پای کې ښاغلي ذاکر د دوحې د درېیمې ناستې د ژمنو د عملي کېدو یادونه کړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت له نړۍ سره خبرو او اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

ملي دفاع وزارت: د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز پوځي مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي؛ د یاد وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز پوځي مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنو پوځي، مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

په دغو مراسمو کې د یادې قول اردو قوماندانن مولوي نصرالله مطیع، د قرارګاه او اړوند جزوتامونو مسولینو، علماوو او ګڼ شمېر هېوادوالو او مجاهدینو ګډون درلود.

د فراغت د مراسمو ویناوالو فارغانو ته د مبارکي ویلو سربېره د یو اسلامي او شرعي نظام د نفاذ، حاکمیت او پایښت لپاره د اسلامي ملي اردو د جوړښت لپاره د نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو په اهمیت خبرې کړي دي.

دوی ویلي، له خپلو سرحدونو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ، د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړئ.

ورته مهال د مراسمو په پای کې تازه فارغ شویو منسوبینو د بېلابېلو نظامي مسلکي زده کړو عملي نندارې ترسره کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر اهل تشیع مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اهل تشیع مشرانو ویلي، د امنیتي ادارو له همکارۍ څخه خوښ دي او هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

دوی زیاته کړې، په تېرو دریو کلونو کې د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې له امله د اهل تشیع وګړو ډېرې ستونزې حل شوې دي.

یادو مشرانو همداراز د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خپل نظرونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري او د هغوی د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته ولاړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه د اوزبیکستان هېواد په رسمي بلنه د ترمذ سرحدي ښار ته په سفر ولاړ.

ټاکل شوې چې نن پنجشنبې به په دغه ښار کې’ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز‘ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د ا,زبیکستان د لومړي وزیر، د hذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شي.

مولوي عبدالكبير د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره په لیدنه کې؛ د لوبو پر مهال دیني او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړئ

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د المپیک، بدنې روزنې او لوبو ادارې د رهبرۍ په شتون کې د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره لیدنه کړې او د هغوی بریا یې ستایلې ده.

په دې لیدنه کې د المپیک، بدني روزنې او لوبو ادارې رییس مولوي احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون مسولینو قاري احمدجان او محمد یوسف کارګر خبرې وکړې او ویلي يي دي؛ له لوبغاړو څخه د اسلامي امارت ملاتړ د دې باعث شوی چې افغان ځوانان په نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

هغوی ډاډ ورکړی، افغان لوبغاړي چمتو دي چې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان نوم لوړ او ډېرې ویاړنې يې په نوم ثبت کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مرکزي اسیا (کافا) د فوټبال سیالیو کې د افغانستان د اتلولۍ له امله د المپیک، بدني روزنې او لوبو ادارې مسولینو او د فوټبال له ۱۷کلنو کم عمره لوبغاړو ته د مبارکي ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې افغان ولس له ۱۷کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ بریا د سوچه اسلامي او خپلواک نظام په واکمنۍ کې نمانځلې او یادونه یې کړې، چې د لوبو په برخه کې د افغانانو بریاوې د اسلامي امارت د ملاتړ او غوره رهبرۍ له امله دي.

مولوي عبدالکبیر لوبغاړو ته په خطاب کې ویلي، په کور دننه او بهر د لوبو پر مهال دیني او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړئ او دغه راز د اسلامي امارت پیغام په هر بهرني ډګر کې بیان کړئ.

د ناستې په پای کې سیاسي مرستیال د لوبغاړو د زیار ستاینه کړې او هغوی يې په ډالیو نازولي دي.