ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 953

جي‌شاه د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د نوي مشر په توګه ټاکل شوی

د هندوستان کرېکټ بورډ اوسنی سکرتر جي شاه پرته له کوم مخالفته د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د نوي خپلواک مشر په توګه وټاکل شو.

په ۲۰م د اګست د کرېکټ نړیوالې شورا اوسني مشر ګریګ بارکلی، وه نه غوښتل، چې د درېیم ځل لپاره یادې دندې ته دوام ورکړي.

ګریګ به د روان زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې خپله دنده پرېږدي او پر ځای به یې جي شاه د دیسمبر په لومړۍ نېټه خپله دنده پیل کړي.

۳۵ کلن جي‌شاه ژمنه کړې، چې پخپله دوره کې به ټسټ کرېکټ ته لومړیتوب ورکوي.

ښاغلي جي‌شاه ویلي؛ حال دا چې T20 د کرېکټ په زړه پورې بڼه ده، خو د ټیسټ کرېکټ د لومړیتوب په توګه پاتې کېدل د هر چا لپاره مهم دي، ځکه چې زموږ د لوبې بنسټ جوړوي. دغه‌راز کرېکټران باید په اوږد فارمټ لوبو کې لوبېدلو ته وهڅول شي.

نوموړي د ICC له غړو بورډونو د دې ستر مسولیت ورسپارلو له امله مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې به د کرېکټ د معیار لوړولو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

افغان کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنې کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نوولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

دغه لوبغاړي به د ۲۰۲۴م کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل پورې په تمریناتي او روزنیزو کمپونو، دوه اړخیزو او درې اړخیزو لوبلړیو او د اسیا جام په ګډون په ګڼو نورو پروګرامونو کې برخه واخلي.

افغان لوبډله به لومړی د روانې اګست میاشتې په ترڅ کې د فزیکي تکړښت او ظرفیت لوړونې په کمپ کې برخه واخلي چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي او د سپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې به په کابل کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وروسته به افغان لوبډله په یوه بل روزنیز کمپ کې ګډون وکړي، چې د سپټمبر په ۲۸مه پیلیږي او تر اکټوبر ۲۱مې پورې به دوام وکړي.

له یادو کمپونو وروسته به افغان لوبډله متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي، ترڅو په یوه تمریناتي کمپ او د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹کلنو لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د نومبر میاشتې په وروستیو کې د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د اسیا جام سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې ۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او له دې وروسته به کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د نوولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ:

پیلیز توپوهونکي: عزیر خان، فیصل خان، عثمان سادات، عمران مسرور، عزت نور شیرزاد 

مېډل ارډر توپوهونکي: برکت الله ابراهیمزی، عزت بارکزی، فیصل مبارز، عزیز میاخیل، شېرخان 

ویکټ ساتونکي: محبوب تسکین، خالد احمدزی، حمزه علي خیل 

الرونډران: عبدالعزیز، نظیف امیري، سهیل خان، نصرت الله نورستانی 

ورو توپ اچوونکي: حفیظ ځدراڼ، روح الله عرب، عاقل خان، کمال خان، واحدالله ځدراڼ 

چټک توپ اچوونکي: فهیم ښېوه وال، محمد هادي، سلام خان، بلال احمدزی، خاطر ستانکزی، روح الله احمدی، شمس فخري 

د افغانستان کرېکټ بورډ ژمن دی، چې دغو لوبغاړو ته هر اړخیز تمرینات او د روزنې فرصتونه برابر کړي، ترڅو د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره په غوره چمتووالي سره د لوبو ډګر ته ښکته شي او هېواد ته ویاړونه راوړي.

ملا نورالله نوري: هېواد کې نننۍ امنیت د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غور په مرکز چغجران کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام په ستره ولسي غونډه کې ګډون کړی.

په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په تېر ۲۰ کلن جهاد کې د افغانانو د همکاریو ترڅنګ ملي یووالی، د ولسي ستونزو او قومي شخړو د حل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بې سارې بللي او ولسونو ته یې ډاډ ورکړی، چې ژر ده د نړۍ هېوادونه به افغانستان په رسمیت وپېژني او اړوند ستونزې به هوارې شي.

ولسي وګړو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او ویلي يي دي؛ دوی د خپلې عقیدې او اسلامي مقدساتو د ساتنې لپاره د اسلامي امارت د مسولینو ترڅنګ درېدلي او د خپلو بچیانو په قربانۍ یې د نړۍ زبرځواکونه مات کړي.

قومي مخورو په هېواد کې د اسلامي نظام په پایښت او امنیت خوښي ښودلې، د غلا، چور، اختطاف او زور واکي ختمېدل یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بللې دي.

دوی له حکومت څخه د پراختیایي پروژو، سرکونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

په دغه غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد خلکو ته په خبرو کې ویلي؛ چې د غربیانو په دروغو دي نه غولېږي، ځکه نن په هېواد کې امنیت دی، زور واکي نشته، وینه تویېدنه درېدلي او خلک د هېواد هر ګوټ ته بې له کومه خطره تللی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ او تاسې ۴۰ کاله د بې اتفاقۍ له امله په اورونو سوځېدلي یو اوس د دې وخت رارسېدلی چې په یوه کاسه او دسترخوان سره راټول شو.

ملا نورالله نوري په خپلو څرګندونو کې ویلي؛ د اسلامي امارت د مجاهدينو او ولسونو کارنامې د هېرلو نه دي، په خپلواکي کې د دوی ونډه بي ساري ده او نننۍ فتحه د افغانستان د ولسونو فتحه ده.

نوموړي د جهاد په ټولو مرحلو کې د افغان قومونو برخه بې سارې یاده کړې او زیاته کړې یې ده؛ نن چې په افغانستان کې یووالی راغلی، امنیت دی او ټول قومونه پر یوه ټغر را ټول دي دا د دې خلکو د سرښندونو پایله ده.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ دیرالبلاح کې پر یوه ښوونځي د برید له امله ۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې نړیواله خبري شبکه وايي، چې صهیونیستي یرغلګرو د دیرالبلاح په ختیځ کې د کډوالو او بې‌ځایه شویو پر یوه ښوونځي برید کړی.

په دې برید کې لږ تر لږه ۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په پرله‌پسې ډول د کډوالو او بې‌ځایه شویو ښوونځي په نښه شوي.

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې اسرائلي عسکرو په التابین ښوونځي برید وکړ، چې د ښځو، ماشومانو او سپين‌ږیرو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

اسرائیلي یرغلګرو دغه‌راز په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم‌مهاله پراخ عملیات پیل کړي، چې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان پکې شهیدان شوي، لویې لارې تړل شوې او روغتونونه کلابند شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۴۰ زره او ۵۳۴ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۷۷۸ نور ټپيان شوي دي.

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ لږ تر لږه ۹ فلسطینیان پکې شهیدان شوي

د الجزیرې نړیواله خبري شبکه وايي، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت بیا ویلي، چې په دې بریدونو کې د کډوالو په الفارعه کمپ د هوايي برید له امله پینځه کسان شهیدان او شپږ نور جنین کې د ډرون برید له امله شهیدان شوي دي. ښايي د شهیدانو شمېر نور هم لوړ وي.

د راپورونو له مخې صهیونیستي یرغلګرو په څلورو فلسطیني ښارونو جنین، طولکرم،نابلوس او طوباس کې هم‌مهاله پراخ عملیات پیل کړي دي.

ویل کېږي، چې د جنین ښار لویې لارې تړل شوې او اسرائیلي عسکر یوه روغتون ته ننوتي. دغه‌راز طولکرم کې دوه نور روغتونونه کلابند شوي او په نابلوس کې د کډوالو په دوو کمپونو بریدونه جریان لري. هم‌مهاله طابوس کې هم هوايي بریدونه شوي دي.

د اوبو او انرژي وزارت د پې ام اس موسسې سره د کانالونو د ۱۱ پروژو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ د دې وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د جاپان د پې ام اس موسسې د انجنیري له مسول انجنیر دیدار مشتاق سره په ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو د حفظ او مراقبت هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد وزارت زیاتوي؛ له دغه هوکړه لیک سره سم، یادې موسسه د یادو شوو کانالونو د حفظ او مراقبتي پروژې د۷۱۰ زره  ډالرو په ارزښت د درې کلونو په موده کې پلي کوي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کانالونه په ټوله کې ۲۳ زره او ۷۷۵ هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۵۶ زره او ۶۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کابل ښار کې څه‌باندې ۱۸ زره زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په زمري میاشت کې یوازې په کابل ښار کې ۱۸زره او ۶۲۴کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.

 یاده اداره زیاتوي؛ بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت شپږ زره او ۴۲ هېوادوالو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش اوکاغذي پیژندپاڼو دلغوه کولو، ۱۸ زره او ۱۳۰ تنو ته د کاغذي پیژندپاڼو د تایید خدمتونه او ۲ زره او ۶۱۵ نورو کسانو ته د پیژندپاڼو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په اسد میاشت کې ۱۲زره کسانو ته په کاغذي پیژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ د یاد ریاست له لارې ۳۷۳ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوي دي.

 د يادولو ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پیژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

تهران کې د ۱۰۰ افغان کډوالو ورزش کارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

په ایران کې د افغان کډوالو ورزشکارانو لپاره د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د استازولۍ له لوري د یاد هېواد په پلازمېنه تهران کې د اوو استانونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغان کډوالو منتخبې لوبډلې لپاره د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له سمنان، کرمان، البرز، یزد، قُم، همدان او تهران استانونو څخه د مشرانو په عمري او له ۶۰ کیلو ګرامه څخه تر ۱۰۰+ کیلو ګرامه وزني کټګوریو کې ۱۰۰ ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې اته ورزش کاران په ایران کې د افغان کډوالو ورزش کارانو د کورش لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د کورش اسیايي لوبو ته د لوبډلې د ټاکلو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

کورنيو چارو وزارت: د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت له ښوونيز مرکز قوماندانۍ څخه ۹۷ ساتونکي فارغ شول

د کورنيو چارو وزارت وايي؛ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت له ښوونيز مرکز قوماندانۍ څخه په ۹۹يمه دوره کې ۹۷ تنه ساتونکي د عقيدتي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې؛ ياد فارغ شوي ساتونکي به له دې وروسته د دې وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت په چوکاټ کې د پانګو، امارتي، خصوصي او نړيوالو پروژو څخه د امنيت ساتنه کوي.

یاد وزارت ویلي؛ په ښوونيز مرکز قوماندانۍ کې يادو ساتونکو ته د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.

دغه‌راز فارغ شوو ساتونکو د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ویلي؛ مونږ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت په چوکاټ کې ژمنه کوو، چې په هر ډول شرايطو کې به د هېواد له امارتي، خصوصي او نړيوالو پروژو څخه په کلکه ساتنه کوو.

ملي دفاع وزارت: تېر کال له تعلیمي مرکزونو او معسکرونو څخه نږدې ۱۳ زره منسوبین فارغ شوي

د ملي دفاع وزارت مسولینو نن (چهارشنبه، د  وږی اوومه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

ملي دفاع وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ له ارزښتونو او حاکمیت څخه ساتنه، د امنیت ټینګښت او د قانون له تنفیذ څخه ملاتړ، له داخلي بنسټونو او نورو وزارتونو سره همکاري، بېړنیو حالتو کې له خلکو سره مرسته، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همغږي او همکاري د ملي دفاع وزارت له اساسي دندو او لومړیتوبونو څخه دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه؛ په تېر کال کې د افغانستان د ملي اسلامي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لخوا ۸۱۳ زره او ۳۵۲ اوپراسیوني فعالیتونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درنې وسلې،  یو زر او ۵۱۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه او زیاته اندازه مهمات، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او  یو زر او ۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي او یو زر او ۳۸۳ کړۍ ماینونه شنډ شوي دي.

د وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د هېواد له سرحدونو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه، په اړینو ځایونو کې ګڼ شمېر کنډکونه، بېزونه او امنیتي پوستې جوړې شوي دي.

همدارنګه، د هوایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ الوتکو او چورلکو لخوا د  څلور زره او ۲۱۸ وظیفوي او تعلیمي پروازونه تر سره کېدل، د یوې بلک هاګ چورلکې رغول، د هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې فعالول او روغتیایي مرکزونو ته د طبیعي پېښو د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، په تېر کال کې د هوایي ځواکونو برخه کې د وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.

د وزارت د مسولینو په وینا؛ د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ اول صنف ته، د دولسم ټولګي د ۵۰۰ فارغانو ور پېژندل، په هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې کې د دولسم ټولګي د ۱۲۰ فارغانو جذبول، د حضرت نعمان بن ثابت رض په ملي نظامي اکاډمۍ کې د ۳۹۰ تنو جذبول، د حضرت عبیده بن جراح رض د ملي دفاع پوهنتون څخه د  پینځه زره او ۴۱۴ تنو او د تهدابي زده کړو له کورسونو څخه د قطعاتو او جزوتامونو د ۱۲ زره او ۷۸۱ منسوبینو او د نظامي طب له بېلابېلو څانګو څخه د ۷۳ تنه محصلینو فراغت، په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

همدارنګه د وزارت مسولینو زیاته کړه؛ د تېر کال پر مهال مالي، اداري او تدارکاتي سیستمونو کې د اصلاحاتو او منظمو پلټنو په پایله کې په ټولو پروسو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.

مسولینو وویل؛ لکه څنګه چې تر فتحې وروسته، په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، په همدې بنسټ محاربوي فعالیتونه کم او د ملکي تلفاتو ګراف هم صفر ته رسېدلی دی.

په همدې ډول، د شپږ اساسي سندونو بیا کتنه او د طی مراحلو لپاره عدلیې وزارت ته استول او همدارنګه د وزارت د اړوند جوړښتونو او فعالیتونو د تنظیم په موخه، د ۵۴ پالېسیو او کړنلارو بیا کتنه، د پالېسۍ جوړونې په برخه کې په تېر کال کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.

د یاد وزارت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د جنګي تخنیکونو، پوځي تجهیزاتو او وسلو اکمال، د هېواد په اوو امنیتي زونونو کې د عملیاتو تر سره کول، د ملي اسلامي اردو د ظرفیتونو لوړول، د ملي اسلامي اردو د کشفي ظرفیتونو لوړول او ډاډمن کول، د هېواد له دفاعي او امنیتي ادارو سره همغږي، د تقنیني اسنادو بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول، په روان کال کې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.