ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 954

کرېکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د نیوزیلاینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ‌لوبې په پار د تمریناتي کمپ ترسره کولو په موخه نن چهارشنبه سهار د هندوستان پر لور روانه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف، د نیوزیلاینډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره هند ته له روانېدو وړاندې له ټولو افغان لوبغاړو سره لیدنه کړې او له هغوی سره یې خپلې مهمې سپارښتنې شریکې کړې دي.

د افغانستان او نیوزیلاینډ ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، چې د روانې وږي/سنبلې میاشتې پر ۹مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي.

د افغانستان بانک د پوهنتونونو د یو شمېر استادانو او زده کړیالانو لپاره یو ورځنی معلوماتي ورکشاپ جوړ کړی

د افغانستان بانک وايي؛ د کابل، باختر، جهان، رڼا، سلام او کاردان پوهنتونونو د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو یو شمېر زده کړیالانو ته یې د افغانستان بانک د موخو، دندو او پولي سیاستونو د پلي کولو، اداینیزو سیستمونو او مالي خدمتونو د پراختیا او اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د ځوانانو د روزنې په اړه یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړی.

په دې ورکشاپ کې د یادو پوهنتونونو یو شمېر استادانو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د دې ورکشاپ په پیل کې له پوهنتونونو او علمي ټولنې سره د افغانستان بانک د عملي همکاریو په اړه وايي؛ علمي ادارې او پوهنتونونه د هېواد د ځوان نسل په ښوونه او روزنه او د مسلکي پوهې په لوړولو کې بنسټیز رول لري.

 نوموړی زیاتوي؛ محصلین په پوهنتونونو کې اقتصادي، مالي او بانکي مسایل په نظري ډول زده کوي، خو عملي زده کړو ته هم اړتیا لري.

د صدیق الله خالد په وینا؛ د افغانستان بانک د دې اړتیا په پام کې نیولو سره دا نوښت تر لاس لاندې نیولی او له دې لارې د هېواد د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې خپله ونډه ترسره کوي، ترڅو زده کړیالان وکولی شي د خپل درسي نصاب ترڅنګ د پولي سیاستونو د ښه پلي کېدو، انفلاسیون، اسلامي بانکوالۍ، د سیستمونو پراختیا او د داسې نورو اقتصادي او بانکي موضوعګانو په تړاو په عملي توګه روزنه ترلاسه کړي.

نوموړي ټولو هېوادوالو ته په ځانګړې توګه زده کړیالانو ته په بانکونو کې د حساب پرانیستلو ترڅنګ دې د اف پی (AfPay) اداینیزو کارتونو په کارولو سره له ډیجیتلي بهیر سره یو ځای شي او د ګټو او اسانتیاوو په اړه یې نورو ته هم سپارښتنه وکړي.

دغه‌راز د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي، اسلامي بانکوالي په ټول هېواد کې د پلي کېدو په حال کې ده.

نوموړي د پوهنتونو له استادانو غوښتي، چې د اسلامي بانکوالۍ برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او په دې اړوند زیات شمېر ځوانان وروزي، تر څو په دې وسیله اسلامي او ملي مسولیت په ښه ډول ادا شي.

ښاغلي خالد ویلي، د مسلکي مضامینو تر څنګ په زده‌کړیالانو کې له هېواد سره د مینې، خدمت او ریښتینولی روحیه پیاوړې کړي.

د پولي سیاست د لوی امریت مرستیال عبدالله مسعود د غونډې ګډونوالو ته د بانک د دندو، موخو، عمومي سیاستونو، د بیو ټیکاو ساتلو، د انفلاسیون کنترول او د افغانۍ مبادلې نرخ په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړی.

د ورکشاپ په بله برخه کې، د اداینو سیستم د لوی امریت کارکوونکي ذبیح الله سمسور د اداینو سیستم د موخو، دندو او مسولیتونو په اړه خبرې وکړې او د برېښنایي بانکوالۍ، له اعتباري کارتونو سره د اداینیزو اسانتیاوو او په ښه او له فساده پاکه حکومتولۍ کې د هغه د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د ورکشاپ په اوږدو کې د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا د لوی امریت مرستیال خالد واحدي مالي خدمتونو ته د عامه خلکو په ځانګړې توګه د ټولنې د لږ عاید لرونکو او بي وزلو وګړو د لاسرسي د زیاتېدو، مستهلکینو د حقونو خوندیتوب، د خلکو د مالي پوهې زیاتولو او د بانکي محصولاتو د کارونې د کلتور په دودولو کې د علمي ادارو د رول په تړاو پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د یادولو وړ ده، چې د دې ورکشاپ په پای کې د ازاد بحث لپاره زمینه هم برابره شوې وه، چې په دې برخه کې د پوهنتونونو استادانو او د افغانستان بانک د بېلا بېلو امریتونو امرینو ګډون کړی و، چې د بانکې سکتور، په اغېزناکه ډول د پولي سیاستونو د پلي کېدو، د ورکړو د سیستمونو د پراختیا او د برېښنایي کېدو دودولو او د مالي شمولیت اړوند موضوعاتو خبرې شوې دي.

د ټولګټو وزارت: تېره مياشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۱۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویلي؛ د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د اسد/زمري مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۶ زره او ۷۴۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۵۵ زره او ۳۰۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۷ زره او ۸۳۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۹ زره او ۲۹ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې څلور زره او ۵۷۶ ټنه، چې ټولټال ۳۱۶ زره او ۷۴۳ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په اسد مياشت کې ۱۶ زره او ۷۳۳ ټنه ټرانزيټ شوی، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۲۳/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ٦/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۵۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۰ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۲٦۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲٦۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۴۵ کورنیو سره ټولې ۳۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۴۵۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۸۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۵۱۴ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو  ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو  ته ۱٦٦ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۵٦۷ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۲ کورنیو سره ټولې ۳۵۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۷٦ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۳۸ کورنیو سره ټولې ۲۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱٦۹ کورنۍ، ۷۷۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱۵ کورنۍ، ۹۵ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱٦۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۱۴ عدده

د کور او ښار جوړولو وزارت: بغلان کې سوداګریز ښارګوټی جوړیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، په بغلان ولایت کې د سوداګریز ښارګوټي لپاره ځمکه تثبیت او کروکي یې ترتیب شوه.

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد داود نقشبندي ویلي، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د سوداګریز ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت او کروکي یې ترتیب شوه.

ښاغلي مولوي نقشبندي زیاته کړې، یاد سوداګریز ښار ګوټی د دوشي ولسوالۍ په کیله ګۍ ساحه کې په حدود د ۵۶۳ امارتي ځمکه کې جوړیږي، چې د دې ښار ګوټي د نظارت مسولیت د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د پروژو د پلي کېدو لپاره ځمکه تثبیتوي، سکیچ او کروکي یې ترتیبوي، تر څو پروژې د پلان او نقشې اړوند ترسره شي.

د فلسطین ولسمشر سعودي عربستان ته سفر کړی

د فلسطین دولتي خبري اژانس(وفا) خبر ورکړی، چې د یاد هېواد ولسمشر محمود عباس په یوه رسمي سفر د تېرې دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته رسېدلی.

محمود عباس د دغه سفر په ترڅ کې تېره ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او دواړو لوریو د غزې جګړې او سیمه‌ییز کړکیچ په تړاو خبرې کړې.

په دې لېدنه کې محمد بن سلمان د کړکیچ راکمولو لپاره د سعودي عربستان د ژمنتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ریاض له نړیوالو او سیمه‌ییزو ډلو سره په ګډه د کړکیڅ د کمولو لپاره هڅې کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد به یې د فلسطینیانو د مشروع حقونو، باعزته ژوند او تلپاتې سولې په برخه کې د فلسطین د خلکو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه کامیرون جمهوریت ته سفر کړی

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي؛ د بهرنیو چارو وزير مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰ ناسته کې د ګډون په موخه د کاميرون جمهوريت پلازمېنې ياوندي ته رسمي سفر وکړ.

نوموړی زیاتوي؛ په پام کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر به په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د روانې اګسټ میاشتې له ۲۹ تر ۳۰ ترسره کېږي، د ګډون تر څنګ د کوربه هېواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

کورنیو چارو وزارت: له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معنیت په تېر یوه کال کې ۳ زره او ۶۰۰ ټنه بېلابېل نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د دې وزارت اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت په تېر یوه کال کې ۳ زره، ۶۰۰ او ۴۳ ټنه بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې موده کې ۱۰ زره ۵۶۴ کسان د نشه‌يي توکو د پېر او پلور په تور نیول شوي او شاو خوا ۲۷ زره او ۸۹۱ په نشه‌يي توکو روږي د درملنۍ په موخه دولتي روغتونونو ته ور پېژندل شوي دي.

ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو درملنې په برخو کې د اسلامي امارت درې کلنې لاسته راونې ستايي او وايي، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پام وړ هڅې کړې او د افغانانو او نړیوالۍ ټولنې پام یې ځان ته را اړولی دی.

یو شمېر هېوادوال بیا وايي، چې له عامه ځایونو څخه په نشه‌يي توکو د روږدو له راټولولو وروسته د ښار امنیت تر پخوا ښه شوی او اوس‌مهال د شپې تر ناوخته خپل کار او ژوند ته دوام ورکولای شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو د ټولو ډولونو په پېر، پلور او چاقاق بندیز لګولی او د شاوخوا ۳ میلیونه په نشه‌يي توکو د روږدو درملنې په موخه یې فرمان صادر کړی دی.

ملي دفاع وزارت: د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه ۱۶۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت اسامه بن زید ځوان افسرانو اکاډمۍ د تهدابي کورس له لومړۍ دورې څخه ۱۶۷ سرتېري د شپږ میاشتنیو زده کړو څخه وروسته د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو اوپرسونل مرستیال مولوي بازمحمد حمیديد یاد پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبین ګډون کړی وو.

مسولینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ کوم کارونه چې الله ج راته د کولو امر کړی هغه کارونه به کوو او کوم کارونو نه چې الله ج ترې منعه کړي یو له هغو څخه به پرهیز کوو، خپلو کړنو ته متوجې اوسئ به هر کار کې خدای ج حاضر وګڼۍ کوشش وکړئ، چې چاته ضرر ونه رسوئ.

یاد مراسم فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو او دعایې ویلو سره پای ته ورسېدل.

رونالډو ته د غوره ګول‌وهونکي جایزه ورکول کیږي

د اروپا فوټبال ټولنې ویلي، چې د روانې اونۍ په پای کې به کرېستیانو رونالډو ته د غوره ګول‌وهونکي ځانګړې جایزه ورکړل شي.

رونالډو په اروپا اتلانو لیګ کې ښه ځلېدلی، چې په هر ځل ګډون سره یې د غوره ګول‌وهونکي جایزه ترلاسه کړې ده.

 همدا راز رونالډو د یاد لیګ په ۱۸۳ سیالیو کې تر ټولو زیات ۱۴۰ ګولونه وهلي او د دې لیګ په یو پړاو کې یې تر بل هر لوبغاړي زیات ۱۷ ګولونه ترسره کړي دي.

د دې سربېره کرېسټیانو رونالډو د دې لیګ په اووه بېلابېلو پړاونو کې د سرو زرو بوټان ګټلي دي.