د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کابل د پغمان ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو او علمای کرامو وویل، د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې په پغمان کې لسګونه دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې او خوښ یوو چې مسولین یې شپه او ورځ د خلکو په خدمت بوخت دي.
یادو علمای کرامو او قومي مشرانو د ولسونو د انسجام او د ستونزو د حل له امله د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هڅې وستایلې او وې ویل، د پغمان ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي.
همداراز د پغمان قومي مشرانو او علماوو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پغمان قومي مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د جهاد له بریا وروسته اسلامي امارت افغان ولس ته خدمات برابروي او د اسلامي امارت ټولې کړنې د خلکو د غوښتنو او د هېواد د ګټو پر اساس ترسره کېږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د مسول نظام په توګه د افغانانو مشورو او وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري او د ستونزو د حل لپاره یې هلې ځلې کوي.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت بریا ته په اشارې وویل، د ولس د ملاتړ او همکاریو له امله په کور دننه اسلامي نظام په مخ کې هیڅ خنډ نه لري او په پوره ډاډ سره د حکومتولۍ چارې ترسره کېږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له اسلامي امارت سره د پغمان د ولسونو او مشرانو همکاري وستایله او د دوی وړاندېزونو ته د رسېدنې ډاد یې ورکړ.