ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 956

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: زابل کې د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې لویه شخړه حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي؛ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د سلیمانخیل او توخي قوم ترمنځ څه موده وړاندې د یوې حقوقې مسلې پرسر پېښه شوې شخړه چې د دواړو قومونو ترمنځ یې سخت غبرګونونه او ژورې ستونزې رامنځته کړې وې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په لارښوونه د لېږل شوي استازي په نه ستړي کېدونکو هلوځلو حل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې وزارت حقوقي سلاکار معاون کجیرخان، د مقام د دفتر رییس مولوي نیازمحمد تقي، دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیع الله ثاقب او د زابل ولایت مسولینو، د شاجوی ولسوال خالد اخوندزاده او سیمه ییز مسولینو ګډون کړی و.

په دغه شخړه کې ښکېلې خواوې ترمنځ ژورې ستونزې جوړې کړې وې.

ښکېلې خواوو د وزارت له لوري د لېږل شوي استازي، سیمه ییزو علماو، مخورو او د ولسوالۍ د مسولینو په ګډو هڅو یې روغې جوړې ته غاړه کېښوده.

دوی د یوې مرکې په ترڅ کې مصلحینو ته اختیار لیکونه ورکړي وو، ترڅو د دوی ترمنځ ستونزې حل او په اړه یې د خیر پرېکړه وکړي.

دواړه لوریو ژمنه یې کړې، چې نور به یو بل ته خنډونه نه جوړوي او په ارامه فضا کې به خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

فوټسال؛ کانټينېنټل سیالیو ته د افغانستان ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون غوراوي کمېټې په ټایلینډ کې د فوټسال کانټينېنټل سیالیو کې ګډون په موخه ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د ټایلینډ کانټینېنټل سیالۍ د افغانستان، کوربه ټایلینډ، نیوزیلاینډ، ګواتیملا، او کویټ ترمنځ ترسره کیږي، چې د روانې وږي/سنبلې میاشتې پر ۱۰مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې به دوام وکړي.

پکتيکا کې نږدې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ پکتیکا کې د څلورو چک‌ډیمونو (د نعمت آباد ولسوالۍ د ماشین قریې چک‌ډیم، د یوسف خېل ولسوالۍ د ترخه چک‌ډیم، د برمل ولسوالۍ د فقیران چک‌ډیم او د تروې ولسوالۍ د بوزه چک‌ډیم) پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه چک‌ډیمونه د اوبو او انرژی وزارت په مالي لګښت د ۱۳ میلیونه، ۷۶۴ زره او ۷۰۲.۱۸ افغانیو په ارزښت جوړ شوي دي.

دغه چک‌ډیمونه په ټولیزه توګه د ۸۳ زره او ۵۰۱.۱۱ مترمکعب اوبو د ذخیزه کولو ظرفیت لري.

د افغانستان ووشو ملي فدراسیون په رسمي ډول د دې سیالیو په نړیوال فدراسیون کې ثبت شو

د ووشو سیالیو نړیوال فدراسیون په چین کې د افغانستان په ګډون

 ۵۰ هېوادونو ته ۲۳ ورځني کنفرانسونه وړاندې کړل.

 د دې کنفرانسونو په پایله کې د ووشو نړیوال فدراسیون افغانستان لپاره بلبل شاه خالد د افغانستان ووشو ملي فدراسیون سرپرست او محمد خالد هوتک د سکرتر جنرال په توګه ومنل.

همداراز دغه فدراسیون د افغانستان ووشو ملي فدراسیون د رسمي فدراسیون په توګه ثبت کړ.

ملي‌دفاع وزارت: اوزبیکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده

د افغانستان اسلامي امارت د ملي‌دفاع وزارت اوزبیکستان کې د امریکا د سفیر ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دې هېواد کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

ملي‌دفاع وزارت دغه راز د اوزبیکستان له حکومت غوښتي، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.

د راپورونو پر اساس تاشکند کې د امریکا سفیر جوناتن هېنک ویلي، چې د افغانستان له لوري اوزبیکستان ته سپارل شوې الوتکې به همدې هېواد ته سپارل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا الوتکې به همدلته پرېښودل کېږي او دا تړون رسمي شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې یادې الوتکې د ۲۰۲۱ اګسټ میاشت کې اوزبیکستان ته لېږدول شوې وې.

کورنیو چارو وزارت: تېر کال څه باندې ۳۵ زره سرتېري د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شوي

د کورنیو چارو وزارت مسولینو نن (سه شنبه، د وږی شپږمه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کورنیو چارو وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل، اوسمهال د وزارت ټول فعالیتونه د ستراتېژیک پلان په بنسټ تنظیم او مدیریت کېږي.

د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په موخه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونه، د محکمو پرېکړې او د وزارت د رهبرۍ لارښوونې، پر وخت تنفیذ او عملي کېږي.

د وزارت مسولینو زیاته کړه؛ چې له څلور لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د سرتاسري امنیت شاهد دی، خلک په خوندي او ډاډمنه فضا کې ژوند کوي، په ډاډه زړه او ارام ذهن له یوه ولایت څخه بل ولایت ته سفر کوي.

د یاد وزارت مسولینو وویل؛ د امنیتي ځواکونو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په سطحه، د جرمونو په کچه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

دوی همداراز زیاته کړه؛ لکه څنګه چې په وروستي یوه کال کې د اختطاف د ۳۸ پېښو په اړه خبر ورکړل شوی او امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ۲۵۰ عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۷۶ تنه سړي تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ تنه نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د مسولینو په وینا، تېر کال کې د ملي پولیسو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په کچه، لوی مذهبي مراسم او ناستې او ملي او مناسبتي ورځې په بشپړ امنیت کې ترسره شوې او هېوادوالو په پوره ډاډ سره پکې ګډون کړی دی.

په همدې ډول، د اقتصادي او پراختیایي پروژو د امنیت ټینګښت، د پانګونې لپاره زمینه برابرول، د هېواد د سرحدي پولو ثبت او ارزونه، هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول او متوازن انکشاف، په تېر یوه کال کې د وزارت له عمده لاسته راوړنو څخه دي.

د یادونې وړ ده، چې د وروستي یوه کال پر مهال ملي پولیسو د ۷۰ زېربنایي پروژو ساتنه کړې ده.

مسولین زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او پیاوړتیا برخه کې اساسي ګامونه اوچت شوي، د ملي پولیسو ښوونیز مرکزونه په ښه ډول تجهیز او ملي پولیس اوسمهال د شریرو عناصرو، د هر ډول شومو موخو او پلانونو د شنډولو وړتیا لري.

دغه راز، په تېر کال کې ۴۵۰ تنه محصلین د لېسانس په کچه، د کمیسارۍ او داخل خدمت له پروګرامونو څخه فارغ شوي، د ۳۲۵ ښځو په ګډون، ۶۷۳ تنو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستې، ۲۴ زره تنو اساسي، اختصاصي او ساتنمني زده کړې کړي او اوسمهال ۳۲ زره تنه په زده کړو بوخت دي.

 د یادو وزارت مسولینو وویل؛ ۲۰ زره او ۵۱۵  تنه د افسرۍ او ۱۵ زره او ۶۰ تنه د ساتنمنۍ په بستونو کې ګمارل شوي، همدارنګه ۳۵ زره او ۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو لیکو کې جذب شوي دي.

د وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په صادرېدو سره، د نشه یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه، جدي اقدامات تر سره شوي، د هېواد په کچه د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي، روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او د یادې پدیدې له عاملینو سره جدي او قانوني چلند شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مسولینو څرګنده کړه، چې په وروستي یوه کال کې درې زره او ۶۴۳ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوي، لس زره او ۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷ زره او ۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي او ۱۷ زره او ۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

د وزارت د مسولینو په خبره، په تېر کال کې د هېواد په هوایي ډګرونو کې د یو میلیون او ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، څلور میلیونه او ۸۳۰ زره سعودي ریالو او ۱۰۰ زره درهمو، له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی.

مسولینو زیاته کړه، د دې ترڅنګ ۳۴۴ کیلوګرامه نشه یي توکي او څه باندې یو کیلوګرام سره زر هم کشف او ترلاسه شوي دي او له دې پېښو سره په تړاو ۵۹۱ تنه هم نیول شوي دي.

همدار راز مسولینو وویل؛ چې د خدمتونو وړاندې کول لکه د پاسپورټونو او ترافیکي اسنادو وېش، د طبیعي پېښو قربانیانو ته رسېدنه، د جرمونو کموالی او د وسلو او وسایطو قانوني کول، د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت له مهمو کړنو څخه دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول یو میلیون او ۷۴۵ زره پاسپورټونه وېشل شوي.

دغه‌راز پر دې سربېره ۵۰۰ زره راسته اشترنګ موټر په سیستم کې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۲۵۰ زره موټرو ته موقتي پلېټونه وېشل شوي او د موقتي پلېټونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د والیانو او لوړپوړو مسولینو په ګډون، د همغږۍ غونډه ترسره شوې، چې په کې د مرکزي او ولایتي ادارو ستونزې اورېدل شوي او د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا، غوره خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د ښې همغږۍ په موخه، اړینې لارښوونې شوې دي.

د تېرې ادارې د حج او اوقافو وزیر: اسلامي امارت د پخوانیو ترخو تجربو تکرار ښه مخنیوی کړی

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د تېرې ادارې د حج او اوقافو وزیر او څو تنو پخوانیو پوځیانو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شوي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر الله ذاکر د تېرې ادارې دغو چارواکو او مسولینو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د هر وګړي پر وړاندې مسولیت لري.

مولوي ذاکر الله ذاکر زیاته کړې، د عفوې فرمان پلې کېدو ته ځانګړي پام شوی او هیڅوک د خپلې پخوانۍ دندې له امله نه دي پوښتل شوي او اسلامي امارت د دې فرمان له سرغړوونکیو سره شرعي چلن کوي.

په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري د اسلامي امارت د زعیم د عفوې فرمان د ګڼو ستونزو د حل سبب یاد کړی او ویلي يې دي، اسلامي امارت د پخوانیو ترخو تجربو تکرار ښه مخنیوی کړی دی.

محمد صدیق چکري زیاته کړې، له اوږدې مودې وروسته د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال صادر شوي فرمانونه او قوانین په بشپړه توګه پلي کیږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۲۲/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۵/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۳۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۷۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳٦ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۲۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۳۳ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۷ کورنیو سره ټولې ۳۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۲۵۹ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اتو کورنیو سره ټولې ٦۰ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو څو ورځو کې ۴٦۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته اته عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲٦ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۱۳ کورنیو سره ټولې ۱۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې په تېرو څو ورځو کې ۲۰٦ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۰۱ کورنۍ، ۴۱۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۳۸ کورنۍ، ۱۸۹ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۹۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۷۰۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۳۳ عدده

د ترکیې د حج او اوقافو وزارت مرستیال: د اسلامي امارت په درې کلنو لاسته راوړنو نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کيږي

د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د ترکیې د حج او اوقافو وزارت له لس کسیز پلاوي سره، چې د حج او اوقافو وزارت د مرستیال دوکتور سلیم ارګون په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، لیدنه کړې.

مولوي نداء محمد ندیم یاد پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او ترکیه دوست هېوادونه دي او په دیني او کلتوري برخو کې ډېر مشترکات لري.

نوموړي زیاته کړې، موږ خوشحاله یو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانستان وضعیت له نږدې ګورئ.

د لوړو زده کړو وزیر په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د یاد وزارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې یې د ترکیې هېواد د همکاریو قدردانی کړی او غوښتنه یې کړې، چې افغانانو ته د لا زیاتو بورسونو په ورکولو او افغانستان ته د وړ استادانو په استولو کې همکاري وکړي.

ترکیې د حج او اوقافو وزارت مرستیال دوکتور سلیم ارګون ویلي، افغانستان ته د دوی د سفر موخه له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او لازیاته مرسته ده.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د اسلامي امارت په درې کلنه واکمنۍ کې په بېلا بېلو برخو کې ډېر پرمختګونه کړي او دا پرمختګونه مو له نږدې لیدلي، چې نړۍ ته به د افغانستان ښه انځور وړاندې شي.

دوکتور سلیم ارګون همداراز د هغو افغان محصلینو په اړه چې په ترکیه کې په زده کړو بوخت دي، د لوړو زده کړو وزارت له رهبري پلاوي سره ژمنه کړې، چې په ترکیه کې به افغانانو لپاره د زیاتو بورسونو د ورکړې او د وړ استادانو د استولو په اړه خبرې وکړي او هغه څه به چې په دې برخه کې په توان کې لري ونه سپموي.

د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې له فلسطیني بندیانو سره غیرې انساني چلند کېږي

د المیزان په نوم د بشرحقونو یوه مرکز د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې له فلسطیني بندیانو سره د سخت غیرې انساني او ناوړه چلند په تړاو خبرداری ورکړی.

د بشري حقونو یاد مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په اسرائیلي زندانونو کې فلسطیني بندیانو ته د فزیکي او روحي ځورونې سربېره، د سپکاوي ډک چلند، له درملنې محرومولو او وږي ساتلو په څېر نورې غیرې انساني سزاوې ورکول کېږي.

دغه افشا کېدنه د اسرائیلو په جنوب کې د ‘نقب’ په نوم زندان ته د یاد مرکز د یوه وکیل له تللو وروسته شوې ده. په دې زندان کې د اټکل له مخې له ۶۰۰-۹۰۰ فلسطیني بندیان ساتل کېږي.

دې ګروپ زیاته کړې، چې له بندیانو سره ناوړه انساني چلند او د دوی ازار او ځورول پراخه وو او یوازې په ‘سدي تیمان’ زندان پورې محدود نه وو.

المیزان په یوه بیان کې ویلي: “اسرائیلو چارواکو له څه باندې لسو میاشتو راهیسې د نړیوالو د چوپتیا او حساب نه ورکولو څخه په ګټه اخیستنې په بند خونو کې له فلسطیني بندیانو سره ناوړه چلند کړی دی.”