ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 957

ملي دفاع وزارت: د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۹۴ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د دې وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۹۴ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، نشانزني او جمع نظام له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسولینو فارغانو ته د تقوا او د دندو په ښه ډول ترسره کېدو په اړه هر اړخیزې ویناوې کړې دي.

مسولینو په خپلو ویناوو کې ویلي؛ خپلې ټولې کړنې د شریعت په رڼا کې ترسره کړې او هم تقوا غوره کړئ، ځکه تقوا د دنیا او اخرت د کامیابي سبب کیږي.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی.

یاد مراسم فارغانو ته د مسولینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

مولوي امیرخان متقي: افغانستان به د ټاپي نل لیکې څخه هر کال شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالر د ترانزیټ فیس په توګه ترلاسه کوي

د ټاپي او افغان-ترکمن د اقتصادي دهلیز او انرژۍ لېږد د نورو پروژو عملي چارو پېلېدو په موخه د چمتووالي ناسته شوې.

په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ویلي؛ د ټاپي نل لیکې ټول اوږدوالی یو زر او ۸۴۰ کیلو مټره کېږي، چې له دې جملې ۲۱۴ کیلومټره د ترکمنستان په خاوره کې نل لیکه رغول شوې ده.

د ټاپي او افغان-ترکمن د اقتصادي ګډو پروژو عملي چارو پېلېدو په اړه د بهرنيو چارو وزير وینا

د نوموړي په وینا؛ د ټاپي نل لیکه د دې ظرفیت لري چې په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز ولېږدوي، چې له دې څخه به پینځه میلیارد متر مکعب افغانستان کې او پاتې ۱۴ – ۱۴ میلیارده متر مکعب به پاکستان او هندوستان کې مصرفېږي.

د مولوي امیر خان متقي د معلوماتو له مخې؛ افغانستان به په اوله لسیزه کې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترلاسه کړي، دویمه لسیزه کې به دا شمېره یو میلیارد متر مکعب شي او همداسې درېیمه لسیزه کې به یو نیم میلیارد متر مکعب ګازو ته د افغانستان برخه لوړه شي.

د بهرنيو چارو وزير ویلي، د ټاپي نل لیکې باندې ټول لګښت ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره افغانستان د ترانزیټ فیس په توګه ترلاسه کوي.

ښاغلي متقي ويلي؛ دا نل لیکه به د رغولو پرمهال او وروسته د عملیاتي کېدو پرمهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونه دندې په مستقیم او غیرمستقیم ډول رامنځ ته کړي.

نوموړي همداراز ویلي؛ افغانستان به وکولی شي له ګازو څخه په ګټه اخیستنې سلګونه میګاواټه برېښنا تولید کړي، د برېښنا تولید په خپله د افغانستان ملي بودیجې ته هرکال سلګونه میلیونه ډالره جذبولی شي.

مولوي امیرخان متقي د غونډې په پای کې ویلي؛ دا پروژه په سیمه کې د افغانستان د اقتصادمحوره سیاست او اقتصادي اتصال تر ټولو کامیابه مثال کېدلی شي.

سوډان کې سیلابونه؛ نږدې ۳۰ کسان مړه او ۲۰ کلي ویجاړ شوي

د سوډان په ختیځ کې د سیلابونو له امله د اربعات په نوم د اوبو یو بند مات شوی، چې نږدې ۳۰ کسان یې مړه او کابو د ۵۰ زره اوسېدونکو کورونه یې زیانمن او ویجاړ کړي دي.

د یاد بند له نړېدو وروسته ۲۰ کلې زیانمن شوي، ګڼ کسان د سیلابونو په منځ کې ایسار پاتې دي او ویل کېږي چې له ۱۰۰ زیات نور نادرکه دي. ډېری بیا د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي او په لوړو سیمو کې یې پناه اخیستې ده.

دغه‌راز زیات شمېر نور د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله د تندې له ګواښ سره مخ دي.

سوډاني چارواکي وايي، چې ژغورنکې ډلې سیمې ته رسېدلې او له خلکو سره یې د مرستې عملیات پیل کړي دي.

د سوډان روغتیا وزارت اعلان کړی، چې روان کال په دې هېواد کې د سیلابونو له امله ۱۳۲ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د کارګو او پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو په اړه خبرې وشوې

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې، د کارګو او پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د فعالیت او ستونزو او همدا راز یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې کارګو شرکتونه مکلف دي څو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر نظارت لاندې له ۴۶ کیلو ګرامه کم توکي انتقال نه کړي او که دا ټاکل شوې اندازه په نظر کې ونه نیسي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري به ورسره قانوني چلند کېږي.

همدا راز د پوستي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه هم مکلف کړل شوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر نظارت لاندې به له ۴۶ کیلو ګرامه زیات توکي دې نه انتقالوي او که له دې اندازې زیات توکي انتقال کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري به قانوني چلند ورسره کېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د پوستي خدمتونو قانون جوړ، د اقتصادي کمېسیون له لارې یې طی مراحل او د منظورۍ لپاره یې د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړي.

یاد نظر د ورستۍ پریکړې نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته واستول شو.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ریيس: صنعتي کارخونو ته دوامداره برېښنا چمتو کول مو لومړیتوب دی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ریيس ډاکتر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې د صنایعو او معدنونو خونې له مرستیال ظریف ګل ځدران او یو شمېر صنعت کارانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ډاکتر عبدالباري عمر له صنعت کارانو سره د خبرو پر مهال ویلي؛ موږ ته صنعت لمړیتوب لري او ټوله هڅه مو دا ده، چې صنعتي پارکونو ته دوامداره برېښنا ورکړو، خو صنعتکاران دې هم د بیا نوي کېدونکې انرژۍ (Renewable energy) په پراختیا کې زموږ سره همکاري وکړي او د نورې پانګونې ترڅنګ دې په دې برخه کې هم پانګونه وکړي.

 نوموړي زیاته کړې، په پوره روڼتیا به د برېښنا په برخه کې د پرمختګونو سره سره خپلو پېرودونکو ته اسانتیاوې هم رامنځته کړو.

بل خوا صنعت کارانو د برېښنا شرکت له هر اړخیزې همکارۍ مننه کړې او ترڅنګ یې په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د ستونزو په اړه اندیښنه د ښاغلي عمر سره شریکه کړې ده.

ورته مهال د برېښنا شرکت سوداګریز رییس مولوي عبدالرحمن رحماني صنعتکارانو ته معلومات او وضاحت ورکړی.

همدا رنګه د برېښنا شرکت عملیاتي رییس انجنیر صفي الله احمدزي هم صنعتکارانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د نیوزیلاینډ پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ د تمریناتي کمپ لپاره لوبډله غوره شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د نیوزیلاینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ په موخه چې په هندوستان کې به ترسره شي، ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ چې په موخه به یې لوبډله د روانې اګست میاشتې په ۲۸مه نېټه د هندوستان په لوري حرکت وکړي.

د غوراوي کمېټې د مسولینو په وینا، یاد کمپ د اګست په ۲۹مه نېټه د هندوستان په ګرېټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې پیلیږي، چې په پای ته رسېدو سره به یې د نیوزیلاینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ترې نوملړ غوره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل ویلي؛ د تمریناتي کمپ لپاره ۲۰ لوبغاړي غوره شوي دي، چې له منځه به یې په یاد هېواد کې د لوبغاړو لوبیز حالت او پیاوړتیا ته په پام سره ترې ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي، ترڅو د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او افغان لوبغاړي پکې ښه وځلیږي.

باید وویل شي چې په یاد ۲۰ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه ویلي؛ له یاد کمپ څخه به د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته غوره لوبډله جوړه شي، ځکه یې په همدې موخه ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ، ترڅو د هندوستان هوا او لوبیز حالت ته په پام سره ترې غوره نوملړ په ګوته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په کورني کرېکټ کې مو ځينې ځوان او پياوړي لوبغاړي ترلاسته کړل، چې له نېکه مرغه اوس د ټېسټ په نوملړ کې هم ځای ورکړل شوی دی او هیله لري چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ ته به هم اضافه کړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه د هندوستان په ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې دوام ومومي.

همدارنګه باید وویل شي چې یادو سیالیو ته د غوره چمتووالي په موخه له شپږیزې کرېکټ لیګ وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم د چمتووالي کمپ تنظیم شوی و چې د اب و هوا له اړخه د هندوستان له هوا سره نسبتاً ورته والی لري.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر: د شهیدانو د کورنیو پالنه او د یتیمانو لاسنیوی یې د ټولو ګډ مسولیت دی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د سرپل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کاري بهیر ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د دې سفر په ترڅ کې د سرپل ولایت له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د والي مرستیال محمد نادر حقجو، د امربالمعروف رییس الحاج مولوي روزالدین مسعود، د امنیې قوماندان مولوي عبدالبصیر، د لوا قوماندان مفتي محمد مقتصد، او کوهستاناتو د ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالحق هم شتون درلود.

ملا عبدالمجید اخوند ویلي؛ د شهیدانو کورنېو پالنه او د هغوی د یتیمانو لاسنیوی یواځې د هغوی د قریبانو، ملګرو او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست دنده نه ده، بلکه زموږ او تاسو د ټولو ګډ مسولیت دی، ترڅو په ښه توګه د هغوی پالنه او پوښتنه وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې څه باندې ۶۵۰ زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت شوې دي او د اسلامي امارت د عالیقدر مشرتابه له خوا دې وزارت ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، د یادې بودیجې څخه تر دې دمه اووه میلیارده افغانۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لومړیو شپږو مياشتو د نغدي مرستو په توګه ورکړل شوې ده.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر، یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه کړې ده.

ملا عبدالمجید اخوند ویلي، موږ په دې هڅه کې یو چې د معلولینو او یتیمانو د استوګنې لپاره ښار ګوټي جوړ کړو تر څو هغوی ته د هوسا ژوند اړین امکانات برابر شي.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ریاست ستونزو ته پر وخت د رسېدنې ډاډ ورکړی.

مولوي محمد ظریف مظفر ویلي؛ موږ به د خپل وس په اندازه هڅه وکړو، چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو، تر څو د یاد ریاست پر وړاندې شته ستونزې حل او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.

همداراز د مالي او حسابي چارو رییس مولوي محمد امین دروېش هم په مرکز او ولایتونو کې د ثبت او راجسټر شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو د شمېرنو او ارقامو په هکله معلومات وړاندې کړي او په یاده پروسه کې یې د ړوڼتیا په اړه ویلي؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې مهاله تقريبا ۲۸ زره تنه هغه غیر مستحق یتیمان، کونډې او معلولین چې د منظور شوې طرحې اړوند نه وو، د هغوی نومونه یې د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو له لیستونو څخه ایستلي دي.

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ملا سيف الرحمن ابوطلحه ویلي، د روان کال له پیله تر اوسه په دې ولایت کې نږدې دوه زره او ۵۰۰ تنو ته میاشتنۍ نغدي مساعدتونه حواله شوې دي.

په دې سفر کې چې د مالي او حسابي چارو رییس مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو امر مولوي محمد او د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسول مولوي شبیر احمد خادم د ښاغلي وزیر ملتیا کوله، د فدایانو کورنېو، متعدو شهیدانو کورنېو او همداراز د هغو معلولینو لیدو او پوښتنې ته هم ورغلل، چې د تېر ۲۰ کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر یادو کورنیو او معلولینو سره د خواخوږۍ او همدردۍ ترڅنګ نغدي مرستې هم ترسره کړې.

سرپل ولایت ته د ملا عبدالمجید اخوند د سفر اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول یاد شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر تر دې وړاندې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د شهیدانو له کورنېو او معلولینو سره له نږدې لیدنه کړې وه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو د اوریدولو ترڅنګ یې له هغوی سره یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې وه.

تهران کې د اسلامي امارت پوځي اتشه فعالیت پیل کړ


ملي دفاع وزارت ویلي؛ د دې وزارت رهبري د لزوم دید پر بنسټ حاجي محمد شفیق په تهران کې د افغانستان د “پوځي اتشې” په توګه تېره ورځ (دوشنبه، د وږي ۶مه) په رسمي ډول معرفي او په کار پیل وکړ.

د ملي دفاع وزارت په ایران کې د پوځي اتشې تعین کول د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی.

د افغانستان بانک رییس او د قطر سفارت مستشار لیدنه؛ د دواړو هېوادونو مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوې

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار مردف القاشوطي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د افغانستان بانک رییس د قطر هېواد له همکاریو مننه کړې او یاد هېواد یې د افغانستان ښه دوست یاد کړی دی.

په دې لیدنه کې نور احمد اغا ویلي، د افغانستان بانک له ټولو نړیوالو هېوادونو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.

په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا، ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال مردف القاشوطي د افغانستان بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او له دې بانک سره یې د اړیکو پراختیا ارزښتمنه بللې ده.