د امربالمعروف د قوانینو په اړه اندېښنو ته د اسلامي امارت غبرګون؛ په اسلامي شریعت اعتراض ګستاخي ده
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو له توشیح او په رسمي جریده کې د هغو له خپرېدو وروسته د یوناما په ګډون ځینې جهتونو بې اساسه اندېښنې وښودې.
په یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، له اسلامي مصادرو څخه پکې اخذ شوی او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي. د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ور لاندې ليکل شوي.
ښاغلي مجاهد ویلي: “که کوم غیرې مسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښیي او یا رد ورباندې کوي، لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي. موږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو.”
دغهراز مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړي او له خپلو علماوو څخه دې په دې اړه پوښتنې وکړي. د مسلمان له لوري په دې قوانینو باندې رد یا انتقادکول له خپل دین څخه د بې خبرۍ په مانا دی او حتی د ایمان د زوال خطر لري.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان اسلامي هیواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي. د قران عظیم الشان د نصوصو په استناد پر نېکیو امر کول او له منکراتو څخه د خلکو منع کول د هر مسلمان او اسلامي حکومت وجيبه ده، نو په دې اساس امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت وظیفه لري چې دغه شرعي قوانین په ښه توګه عملي کړي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دغو اسلامي قوانینو د تطبیق په برخه کې دې هیڅوک هم اندېښنه نه لري، قوانین د هیچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی کېږي. دغه قوانین به په مناسبو لارو تطبیقېږي او په تطبیق کې یې له ډېرې نرمۍ څخه کار اخیستل کېږي.
دغهراز د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی، ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بېسارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې موږ د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یوو.
د کابینې څلورمه غونډه؛ د درملو د نرخونو کنټرول او انسانانو د قاچاق مخنيوي په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې څلورمه غونډه د رdيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن “دوشنبه ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر ۲۲مه/ وږي ۵مه” ترسره شوه، چې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې پکې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث وشو او د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د درملو نرخونه کنټرول کړي، د خپل اصلي نرخ څخه په لوړه بیه د پلور مخنیوی وکړي او ټول درملتونونه متوجه کړي، ترڅو درمل په خپل مناسب قيمت وپلوري او د خلکو له مجبوريت څخه ناوړه استفاده ونه کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له نورو اړوند ارګانونو سره په همغږۍ دې د انسانانو د قاچاق مخنیوي ته توجه وکړي او په دې برخه کې دې اقدامات وکړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.
غزه کې د اسرائیلو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۴۳۵ ته ورسېد
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۴۳۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۵۳۴ نور ټپیان شوي.
د یاد وزارت په وینا؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
غزه کې د اسرائیلي وحشتونو په دوام تازه د مرکزي غزې د یوازیني فعال روغتون د تخلیې امر شوی.
د صهیونیستي رژیم له امر وروسته د الاقصی د شهیدانو له یاد روغتون څخه ناروغان او بېځایه شوي وتلو ته اړ شوي. دا روغتون په غزه کې د درملنې یوازینی فعال روغتون دی.
غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ګڼ روغتونونه په نښه شوي او څو-څو ځله فلسطینیانو ته په ډلهییزه بڼه د خپلو سیمو د پرېښود او خوندي سیمو ته د تګ امرونه شوي دي.
شیخ محمد خالد الحنفي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو په موخه د هېواد نهه شمالي ولایتونو ته سفر کړی
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد شمالي ولایتونو ته د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته ولاړ او د یادو ولایتونو د ځایي مسولینو، علمای کرامو، خطیبانو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو سره یې لیدنې کړي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د یادو لیدنو په ترڅ کې د شریعت پلي کول او حجاب د اسلامي نظام سرې کرښې بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شریعت پلي کولو ته ژمن دی.
شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ د اسلامي شریعت په چوکات کې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی او هېڅ څوک حق نلري ترڅو د ناوړه او غیر شرعي دودونو پر اساس د چا حق ورڅخه واخلي او یا خدای مکړه زور زیاتی ورسره وکړي.
نوموړي همداراز له علماوو، مسولینو او قومي مشرانو څخه غوښتنه کړې، ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه ټولو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو رسولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر برخه کې د یاد وزارت د محتسبینو سره همکاري او همغږي ولري.
ورته مهال د ټولو ولایتونو ځایي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو د یاد وزیر ورتګ سعادت او نېک پالي بللې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلي کوي او تر نورو یې رسوي.
نوموړو همدا راز امر بالمعروف او نهې عنالمنکر خپله وجيبه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په یاده برخه کې به د امربالمعروف وزارت سره بشپړه همکاري کوي.
هېره دې نه وي، چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه ترسره کوي او هلته د ځایي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره له نږدي ګوري.
مولوي احمدالله وثیق د قطر سفارت له استازي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست نورو مسولینو د قطر له استازي مردف علي القاشوطي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان د ورزشکارانو په کورنیو او بهرنیو لاسته راوړنو، ورزشي رشتو او لوبو باندې خبرې شوې دي.
مولوي احمدالله وثیق د افغانستان د ورزش په وروستیو درې کلنو لاسته راوړنو او تر نړیوال جام پورې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د رسېدو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي.
همداراز په کابل کې د قطر سفارت استازو هم د افغانستان له ورش او ورزشکارانو سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی.
د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولایت قرقین ولسوالۍ دینار سیمه کې د ۲۸ میليونه افغانيو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د جوزجان عامې روغتيا رییس قاري ذبیح الله حسیني، مسولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په یادو مراسمو کې ویلي، چې دغه روغتیايي مرکز (CHC) د ۲۸ میليونه افغانيو په لګښت د شاخوا ۱۶ زره کورنيو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په ظرفیت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي د قرقین ولسوالۍ اوسیدونکو لپاره د دغه روغتیايي مرکز جوړېدل ستره لاسته راوړنه بللې او د لا نورو روغتیايي اسانتیاوو برابرېدو ډاډ یې ورکړی دی.
د سیاسي کمېسیون ناسته؛ له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په پراختیا او د سیمه ییزو پروژو په پلي کېدو خبرې شوي
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپیدار ماڼۍ کې ناسته کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې وضعیت او تحولات ارزول شوي او له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په پراختیا او د سیمه ییزو پروژو په پلي کېدو خبرې شوې دي.
په ناسته کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د خپلواک هېواد په توګه د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب د اصل په رعایتولو سره ښې اړیکي غواړي.
همدارنګه د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستو په انسجام او د اړینو خدماتو په وړاندې کولو هم بحث شوی.
په دغه ناسته کې د مشرتابه مقام له خوا په ورسپارل شویو موضوعاتو هم بحث شوی او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شوې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او د اذربایجان سفیر لیدنه؛ په بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو خبرې شوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن دوشنبه د ۱۴۰۳کال د وږي میاشتې په پینځمه نېټه د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اذربایجان سفیر هرکلی کړی او د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو په هکله یې ورسره خبرې کړې دي.
مولوي مطیع الحق خالص په دې لیدنه کې ویلي؛ چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او دې اهمیت ته په کتو د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې دا مهال د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، د هغو ټولو تعهداتو ته ژمنه ده؛ په داسې حال کې چې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، موږ د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونو تعهداتو ته ژمن یو او هیله مو داده چې نړیوال هم له افغانستان سره تعامل وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډېراغېزمن شوی، چې په هېواد کې د خطرناکو سېلابونو راتلل یو له عمده لاملونو څخه دي.
نوموړي د اذربایجان له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د COP29 کنفرانس چې سږ کال په اذربایجان هېواد کې جوړیږي باید د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو په دې نړیوال کنفرانس کې د افغانانو غږ پورته شي.
ښاغلي خالص څرګنده کړې، موږ غواړو د اذربایجان هېواد سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجروبو د لیږد او ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
د اذربایجان سفیرالهام محمدوف د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې او ویلي يي دي، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ له پخوا څخه دوستانه او تاریخي اړیکې وې او موږ غواړو چې د اسلامي امارت سره خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.
ښاغلي محمدوف ژمنه کړې، چې د COP29 غونډه کې به د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې کوي او ستاسو وړاندیزونه او نظرونه به له خپلو چارواکو سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته لېواله دی او هڅه به یې داوي چې په چاپېریالي او نورو مسایلو کې د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ کار وکړي.
ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوایي ډګرونو څخه څه باندې ۱۲ زره الوتنې شوي
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسولینو، د دوشنبې په ورځ (۵ وږی، ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر کال کې د هېواد له هوایي ډګرونو څخه د ۱۲ زره او ۵۰۳ الوتنو په ترڅ کې یو میلیون ۸۹۷ زره او ۲۷۳ مسافر لېږدول شوي، چې له دې جملې ۷۷۴ زره او ۷۰۰ تنو د هېواد په داخل کې او یو میلیون ۱۲۲ زره او ۵۸۳ تنو له هېواد څخه بهر سفر کړی دی.
دغهراز په تېر کال کې ۵۴۷ زره او ۳۸ باروړونکو وسایطو له افغانستان څخه، اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ایران او پاکستان هېوادونو او ۴۳۴ زره او ۷۰۹ نورو وسایطو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته، تګ او راتګ کړی دی.
همدا راز ۴۱ زره او ۳۷۰ وسایط د ټرانسپورټي بندرونو له لارې هم تللي او راغلي دي.
په وروستي یوه کال کې ۴۲۱ زره او ۸۹۵ باروړونکو او درې میلیونه ۷۲۲ زره او ۲۸۳ مسافر وړونکو وسایطو د هېواد د ولایتونو ترمنځ تګ او راتګ کړی او د هېواد له هوایي حریم څخه، په ټولیز ډول ۴۰۰ زره او ۱۶ عبوري پروازونه تر سره شوي، چې د مخکیني کال په پرتله پام وړ زیاتوالی په ډاګه کوي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ تېر کال کې ۳۰ زره حاجیان په خوندي ډول، د حج فریضې ادا کولو په موخه، سعودي عربستان او له هغه ځایه بیرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د وزارت د چارواکو په خبره، په نړیوال هوایي ډګر د خوست د هوایي ډګر بدلول او د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو ترڅنګ، د اتو نړیوالو شرکتونو الوتنو ته د خدمتونو وړاندې کول؛ په وروستي یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
همداراز، په تېر کال کې د هوایي چلند برخه کې ۱۸ پروژې پلي شوي، د ملکي هوايي چلند له انسټيټيوټ څخه ۱۱۲ تنه فارغ او ۱۵۰ تنه نوي محصلین جذب شوي او شاوخوا ۵۰۰ تنه د وزارت په خالي بستونو کې پر دندو ګمارل شوي او د هېواد په هوایي ډګرونو کې د مسلکي کسانو لخوا د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د کار کوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره، ۶۶ روزنیز پروګرامونه هم جوړ شوي دي.
مسولین زیاتوي، چې له سپين بولدک، تورخم او کابل څخه، لسګونه زره راستانه شوي کډوال، خپلو سيمو او مېنو ته په وړيا او خوندي ډول لېږدول شوي دي.
همدارنګه، په کابل ولایت کې د معیاري ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو په موخه، څه باندې درې نیم زره جریبه ځمکه، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته انتقال شوې ده.









