د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ. د اوبو او انرژۍ او د ټولګټو وزارتونو مرستیالانو، د ملي تدارکاتو لوی رییس، د چارو ادارې د پالیسۍ مرستیال، د ملي پراختیا شرکت رییس او د اړندو ادارو د یو شمېر کارپوهانو او سلاکارانو په شتون کې د قوشتیپې کانال د لومړي فاز (دویم لاټ) د ډیزاین او ودانیو جوړولو قرارداد د بیا کتنې، ارزونې او لاسلیک په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت مرستیال انجنير مجيب الرحمن عمر اخوندزاده، د ټولګټو وزارت مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح، د چارو ادارې د پاليسۍ مرستيال عبدالباري عاطف، د چارو ادارې د تدارکاتو لوی رييس مولوي عبدالباقي منصور، د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش، د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسین خورشید او د کرنې وزارت سلاکار عزیز الرحمن رحماني شتون درلود.
ټاکل شوې، چې د بلخ په ولایت کې د قوشتیپې کانال لومړي فاز د ډیزاین او ودانیو جوړولو قرارداد د څه باندې ۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د قرارداد تر لاسلیک وروسته د درېیو کلونو په موده کې د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شي.
د تدارکاتي چارو د څرنګوالي د څېړلو او د قرارداد د لاسلیک په موخه د مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ یو ګډ پلاوی د یادو ادارو د استازو په شتون کې وګومارل شو، ترڅو په دې برخه کې تدارکاتي ستونزې هوارې او د اړوندو ادارو ترمنځ د کاري هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته دې موضوع بېرته اقتصادي مرستیالۍ ته وړاندې کړي.
په همدې موخه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په شتون کې د قوشتیپې کانال د جوړولو په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د قوشتیپې د اوبولګولو ستر کانال چې د جوړولو کار په ۲۰۲۲ کال کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته پیل شو، د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو لویه پروژه ده.
د یاد کانال ټولیز اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی یې ۱۵۲ متره او ژوروالی یې له ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ مترو پورې دی.
د قوشتیپې کانال د لومړي فاز (دوم لاټ) چارې د ملي پراختیا شرکت له خوا تر تدارکاتي پړاوونو وروسته پېلېږي.














