ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 960

عامې روغتیا وزارت: د جوزجان ولايت په ۲۰۰ بستریز صدري روغتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښځینه عمومي داخلې څانګه پرانیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت په ۲۰۰ بستریز صدري روغتون کې د ښځینه عمومي داخله څانګې ۳۰ بسترونو پرانیسته ترسره شوه.

 په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري ذبيح الله حسيني، قومي مشرانو، علمای کرامو او یو شمېر نورو مسولینو شتون درلود.

 د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده په د پرانیستې په مراسمو کې وویل؛ د عامې روغتیا وزارت په ټول توان هڅه پیل کړې، چې خپلو هغه هېوادوالو ته چې پخوا یې روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لره روغتیايي خدمات ورته ورسوي.

 نوموړي همداراز زیاته کړه، د دغه هڅو په لړ کې نن د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۶۰ میليونه افغانیو په لګښت د جوزجان ولايت په ۲۰۰ بستریز صدري روغتون کې د ښځینه عمومي داخلې څانګې ۳۰ بسترونو پرانیسته وشوه، چې ورسره به د یاد ولایت د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې حل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان: غزه کې نږدې ۱۵ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې د غزې په تړانګه کې د خوارځواکۍ له امله د شپږو میاشتو او پینځو کلونو تر منځ ۲۴۰ زره ماشومان معاینه کړي.

یاد سازمان زیاتوي؛ د څېړنو په پایله کې یې موندلې، چې د جنګ‌ځپلې غزې ۱۴ زره او ۷۵۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د یاد سازمان په وینا؛ په دې ماشومانو کې ۳ زره او ۲۸۸ له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې تر څنګ غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د ګوزڼ (پولیو) مثبته پېښه ثبت شوې او یوه ۱۰ کلنه ماشومه ګوزڼ زیانمنه کړې او فلج شوې ده.

ملګرو ملتونو پرون (شنبه د وږي ۳مه) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې غزه کې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ګوزڼ کومه پېښه نه ده ثبت شوې او په تېرو ۱۱ میاشتنیو جګړو او بریدونو کې دا لومړۍ پېښه ده، چې د ډېرو پام یې ځانته اړولی.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وضعیت خواشینې ښودلې وه او ټینګار یې کړی و، چې په راتلونکو اونیو کې باید د واکسینو لړۍ پیل شي.

عامې روغتیا وزارت: جوزجان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت درزآب ولسوالۍ بتو کلي کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري ذبيح الله حسيني، قومي مشرانو، علمای کرامو او یو شمیر نورو مسولینو ګډون کړی و.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل؛ اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د خپل دردیدلي او کړیدلي ولس لپاره د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو هڅو په لړ کې یې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره چې د پینځه زره کورنیو لپاره به د روغتیايي ستونزو حل کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر: په روان کال کې شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانۍ یتیمانو او معلولينو لپاره تصويب شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند او ورسره مل پلاوي بلخ ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا عبدالمجید اخوند ویلي؛ په روان کال کې شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانۍ یتیمانو او معلولينو لپاره تصويب شوې او په لومړيو شپږو میاشتوکې اووه میلیارده افغانۍ یې کونډو، یتیمانو او معلولينو کورنیو ته یې ویشلې دي.

دغه‌راز نوموړي د شهيدانو ورثه و او معلولينو ته د لا ښو او شفافو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اړوند رياست مسولينو ته اړینې لارښوونې کړې دي.

ملا عبدالمجید اخوند ویلي؛ اوسمهال د هېواد په کچه شپږ لکه او ۵۰ زره د شهیدانو او معلولینو کورنۍ په وزرات کې ثبت شوې او د مرستو دغه لړۍ دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، د یو شمېر فدایانو له کورنیو او معلولینو سره نغدي مرسته هم شوې.

د بلخ ولايت شهدا او معلولينو رییس مولوي جان محمد حکمت ویلي؛ تر اوسه دغه ولايت کې څلور زره شاوخوا معلولينو کورنیو سره نغدي مرسته شوې او دوه زره ۸۰۰ کورنیو یتمانو ته خپل حقوق ورکړي دي او په پام کې ده، چې پاتې کسانو ته هم خپل حقوق ورکړل شي.

ښاغلي حکمت زیاته کړې، اوسمهال په دې ولایت کې اته زره او ۵۰۰ کسان ثبت شوې چې په لومړيو شپږو مياشتوکې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ ورته ویشلې دي.

په ورته وخت کې د شهيدانو يو شمېر کورنۍ د ياد وزارت د همکاريو او مرستو څخه ستاينه کړې او ویلي یې دي، د اسلامي نظام د ساتنې او پرمختګ لپاره هر ډول قربانيو ته چمتو دي.

عامې روغتیا وزارت: جوزجان کې د یوه روغتیايي مرکز جوړېدو چارې پیل او بل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت خواجه دوکوه ولسوالۍ په دښتې ليلیې سيمه کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رییس قاري ذبيح الله حسيني او يو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، دې ولایت ته یې د سفر موخه سپينو او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو رسول دي.

مولوي محمد اسحق صاحبزاده زیاته کړې، دغه روغتیايي مرکز د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو او ورسره به د ځايي اوسېدونکو روغتيايي ستونزې تر ډېره حل شي.

همداراز د دې وزارت له لوري د یاد ولايت قوشتپې ولسوالۍ کردن کلي کې د ۱۷,۴ میليونه افغانیو په ارزښت د يوه روغتیايي مرکز د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو پرمهال کېښودل شوه.

د یادو مراسمو پرانیست وینا کې مولوي محمد اسحق صاحبزاده ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې افغان ولس ډېر زیات ځوریدلی، نو په همدې موخه اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، څو د هېوادوالو لپاره په سپينو سیمو کې د هغوی روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې او درملنې په موخه مرکزونه جوړ او روغتیايي خدمات لا پراخ کړي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال زیاته کړې؛ دغه روغتيايي مرکز به د شپږ مياشتو په موده کې د ۱۷,۴ میليونه افغانيو په لګښت  جوړ او د پینځه زره کورنیو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

ورته مهال ځايي اوسېدونکو د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو خوښي ښودلې او له روغتیايي مسولینو یې مننه کړې، چې په دغه سیمه کې یې د یو روغتیايي مرکز برخمن کړل چې پخوا یې نه درلود.

شیخ محمد خالد حنفي: افغانستان کې هر متجاوز او یرغلګر د افغان ولس په مېړانه او قربانیو مات شوی

د امربالمعروف او نهې عن‌ المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د خپلو ولایتي سفرونو پر دوام فاریاب ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت ځایي مسولینو سره لیدنه کړې.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر فارياب ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو، لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د یاد ولایت د غونډو په تالار کې له ملکي او نظامي مسولینو، علمای کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره ستره جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو ته وویل؛ افغانستان کې هر متجاوز او یرغلګر د افغان ولس په مېړانه او قربانیو مات شوی، چې له برکته یې نن الحمدالله اسلامي نظام حاکم دی او ټول باید د دې لوی الهي نعمت او الهي فضل شکر ادا کړو.

شیخ محمد خالد حنفي زیاته کړه؛ تېره اداره کې اختطاف، فساد او نورې بدې کړنې اوج ته رسېدلې وې خو همدې افغان ولس د خپلو وینو څخه په قربانې کولو سره د اسلامي نظام لپاره جهاد وکړ او اسلامي نظام یې حاکم کړ.

نوموړي وویل؛ امریکا او ملګرو یې افغان مجاهدینو ته دوه لارې پرېښودې وې شهادت او حبس خو افغان مجاهدینو استقامت وکړ او د اسلامي شریعت پلي کېدو او د اشغال پای لپاره یې مبارزه وکړه او خپلو موخو ته ورسېدل، کومه چې د افغان مجاهد ولس غوښتنه ده او مونږ یې پلي کولو ته ژمن یو.

ښاغلي حنفي همداراز وویل؛ اسلامي امارت د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دی او هر هغه څوک چې یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږي او حق یې ورکول کېږي.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر په خپلو خبرو کې ګډون والو ته وویل، نن یې وار رارسېدلی ترڅو په ګډه اسلامي شريعت پلي کړو او غربي هېوادونو او تبلیغاتو ته یې په زغرده ځواب ورکړو.

شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړه؛ د اسلامي نظام او شریعت پلي کول او ساتنه د ټولو وګړو مکلفیت دی، راځئ چې د یاد نظام ملاتړ وکړو او ترڅنګ یې په کلکه ودرېږو.

نوموړي په ټولو بهر مېشت افغان وګړو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راشي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند وکړي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ اسلامي نظام کې سمتي، قومي او ژبنی تعصب ځای نه لري، مونږ ټول د اسلام تر سیوري لاندې راټول شوي یو.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د دې ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، علمای کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره په ستره جوړه شوې غونډه کې ګډون‌والو ته وویل؛ تاسې حق لرئ ترڅو د اسلامي شريعت په چوکات کې له امارتي مسولینو څخه خپل شکایتونه د ۱۹۱ وړیا شمېرې له لارې شریک کړئ، موږ یې حل او اورېدلو ته ژمن یو.

اسرائیلو د لبنان پر سویلي سیمو هوايي برید کړی

اسرائیلو د لبنان په سویل کې پر یو شمېر سیمو هوایي برید کړی.

ویل کیږي، چې تر دې دمه د ۱۲۰ کیلومټره پولې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰ بریدونو شوي، چې اسرائیلو د دفاعی بریدونو نوم ورکړی.

ورته مهال د لبنان حزب‌الله غورځنګ وایي، چې د فواد شکر د غچ اخیستلو په موخه یې د اسرائیلو په شمال کې پر ۱۱ نظامي اډو او تاسیاساتو شاوخوا ۳۲۰ راکټونو توغولي.

حزب‌الله ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو لومړۍ مرحله په بریا سره ترسره شوې ده.

د اسرائیلو او حزب‌الله غورځنګ ترمنځ د کړکیچ له پراخوالي وروسته د صهوینیستي رژیم دفاع وزیر یواو ګالانت تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې اسرائیلو کې د بیړني حالت اعلان کړی.

احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې د څه‌باندې ۳ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

 د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۴۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د یادې ادارې ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په زمري میاشت کې د ۲۹ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۹۴۹ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۸ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۴۸۸ نور له هېواده وتلي دي.

 له بلې خوا، ثبت شوي ارقام ښیي چې یو زر او ۸۹۳ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۵۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۰۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

 د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د بلخ نړیوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.