ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 961

د لوړو زده کړو وزارت: تېر کال په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا او ماسټرۍ ۲۷ پروګرامونه رامنځته شوي

د لوړو زده کړو وزارت مسولینو، نن (یکشنبه، د وږی څلورمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د لوړو زده کړو وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا د ۱۱ او ماسټرۍ د ۱۶ پروګرامونو او ۱۳ نوي پوهنځي او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د لس پروګرامونو رامنځته کول، په تېر یوه کال کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د وزارت مسولینو زیاته کړه، چې د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.

 د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او اووه د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.

دغه راز د لوړو زده کړو مسولینو وویل؛ د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او  یو زر او ۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.

همدارنګه دوه زره او ۲۱۲ تنه محصلین، چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې هم ارزول شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت مسولینو وویل، په تېر کال کې د اسنادو د معادلت او ارزونې په موخه، په ټولیز ډول له ۴۰ زره علمای کرامو څخه ازموینه اخیستل شوې ده.

د یاد وزارت مسولینو همداراز زیاته کړه؛ محصلینو ته د عملي زده کړو، په امارتي ادارو کې د فارغ شویو محصلینو د جذب او د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، له سکتوري وزارتونو سره د همکارۍ پریکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د نهه ساختماني پروژو، چې لابراتوارونه، څېړنیز فارمونه، کتابتونونه، کمپیوټر لبونه او درسي ټولګي پکې شامل دي، چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د شپږ ترمیماتي پروژو چارې هم دوام لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۰/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۳/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

  د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۱ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۲۷ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۱۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، هلمند ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۴۲ کورنیو سره ټولې ۳۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۱۲۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۵۱ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو  ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو  ته ۳۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۸۴۷ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې ۱۷۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۵ کورنیو سره ټولې ۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۱۰ کورنۍ، ۴٦۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۳۱ کورنۍ، ۱۴۵ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۹۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۵۱ عدده

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت: د افغانستان پر فضا هره ورځ له ۲۶۰ ډېرې الوتنې کېږي

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، چې د افغانستان پر فضا د الوتکو تګ راتګ ډېر شوی او هره ورځ له ۲۶۰ ډېرې الوتنې کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغانستان هوایي حریم بشپړ خوندي شوی او د سنګاپور، برېتانیا، ایرلنډ، امریکا او لوفتهانزا هوایي شرکتونه اسیایي او اروپایي هېوادونو ته د تګ راتګ په خاطر د افغانستان له هوایي حریم څخه ګټه اخلي.

د تېرې جمعې په ورځ رویټرز اژانس خبر ورکړی و، چې د روانې زیږدیزې میاشتې په دوو اوونیو کې د افغانستان پر هوایي حریم الوتنې، د تېر زیږدیز کال د ورته وخت په پرتله ۷ برابره زیاتې شوې دي.

د رویټرز په راپور کې ویل شوي: “د سنګاپور هوایي کرښو او برېټېش ایرویز په ګډون ځینې نړیوال هوایي شرکتونه اسیایي او اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغانستان له هوایي حریم څخه ګټه اخلي. افغانستان د اروپایي او ځینو اسیایي هېوادونو تر منځ لنډه هوایي لاره ده.”

له بل لوري اقتصادي کارپوهان باوري دي، چې د افغانستان پر هوایي حریم د الوتنو زیاتوالی په سیمه او نړۍ کې د افغان هوایي حریم اعتبار ښه او زیاتولای شي او د عوایدو له ډېروالي سره هم مرسته کوي.

د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت داسې مهال د افغانستان پر هوایي حریم د الوتنو د زیاتوالي خبر ورکوي، چې ټاکل شوې کام ایر هوایي شرکت ډېر ژر د خوست له هوایي ډګر څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړي.

د شيخ حمدالله نعماني په مشرۍ ګډ پلاوي د ښارنو وضعيت ارزونې په موخه بلخ ته سفر کړی

د کور او ښار جوړولو وزير شيخ حمدالله نعماني په مشرۍ د کورنيو چارو وزارت، د کرنې وزارت، لوى نظارت او د استخباراتو استازو په غړيتوب ګډ پلاوي بلخ ولايت ته سفر کړی.

دغه سفر د رياست الوزرا مقام د (٧٠٩) ګڼه حکم د پلي کېدو په موخه ترسره شوی.

د کور او ښار جوړولو وزير شيخ حمدالله نعماني بلخ ولايت ته د رسېدو سره سم د یاد ولايت له مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادريس، د کرنې ریيس حافظ محمد موسى مبين، د بلخ ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسيم عابد او د دغه ښاروالۍ له انجنيرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د یاد ولايت د ښارونو ښارګوټو د وضعيت، ځمکې او اسنادو په اړه خبرې او دلايل وړاندې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر موخه بلخ ولايت کې د ښارونو ښارګوټي او د عامو خلکو ستونزې حل او هر لوري ته خپل حق رسیدل دي.

کندهار کې د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي سیالیو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د کندهار له ټولو کلپونو څخه د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوریو کې د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې اته تنه د مشرانو له کټګوري، شپږ تنه د ځوانانو له کټګوري او پینځه تنه د نویو ځوانانو له کټګوري څخه د کندهار ولایت د قوت الرمي ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د کندهار ولایت د قوت الرمي ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ له ۱۰۰ زره زیات فلسطینیان یو ځل بیا د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي

د الجزیرې نړیوالې خبرې شبکې د راپور پر اساس؛ اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د مرکزي غزې د دیرالبلاح ختیځو برخو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر کړی.

د صهیونیستي رژیم په دې امر سره له ۱۰۰ زره زیات فلسطینیان بې‌کوره او بې سرپناه شوي او خپلې سیمې یې پریښې دي.

په یاد راپور کې ویل شوي: “له دیرالبلاح څخه د وتونکو فلسطینیانو په څېرو کې له ورایه درد، وېره او نهیلي ښکاري، ځکه دوی باور لري، چې په خوندي اعلان شوو سیمو او بشري زون کې هم خوندي نه دي او هره لحظه یې د په نښه کولو وېره شته.”

غزه کې د اوربند له هڅو سره-سره لا هم اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او پر بېلابېلو سیمو یې بریدونه جاري ساتلي.

د غزې روغتیایي سرچینې وايي؛ پرون (شنبه، د وږي ۳مه) صهیونیستي رژیم د دې تړانګې پر بېلابېلو سیمو یو ځل بیا سخت بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ حماس غورځنګ ویلي، چې د خبرو د منځګړو (مصر او قطر) په بلنه یې پرون د شنبې ورځې په ماښام یو پلاوی د مصر پلازمېنې قاهرې ته لېږلی، تر څو د غزې د اوربند په تړاو د روانو خبرو د پایلو په اړه له منځګړو سره خبرې وکړي.

حماس یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د غزې د اوربند په تړاو د جولای په دویمه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري وړاندیز شوې طرحې ته ژمن دي.

فوټبال؛ افغانستان د لومړي ځل لپاره د کافا سیالیو اتلولي وګټله

افغان فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو اتلولي وګټله.

د مرکزي اسیا فوټبال اتلوليو په ستره پایلوبه کې شنبه ( د وږي ۳مه ) د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې اوزبیکستان ته ۱ – ۰ ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې رییس لیدنه؛ د بانکي سکتور په برخه کې په ګډو همکاریو خبرې شوي

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس جف ګریکو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان بانک د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس نجیب ‌الله امیري، د افغانستان بانک د خطراتو او قانون د رعایت لوی امر یاسر ذهین او د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی امریت مرستیال احسان الله منصور هم ګډون درلود.

ناسته کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ د هېواد خصوصي او بانکي سکتورونه د هېواد  په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړي.  

صدیق الله خالد د افغانستان بانک لخوا د پیسو وینځلو او د لویو جرمونو د عوایدو څخه د مخنیوي د رژیم پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکتور د میکانیزه کولو او د انفلاسیون کابو کولو په برخه کې د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې د بېلا بېلو مقرراتو، پالیسیو او نړیوالو اصولو او معیارونو د پلي کولو په تړاو ډاډ ورکړی.

نوموړي زیاته کړې، په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان بانک وکولی شول ترڅو د افغانستان بانکي سکتور بیرته پر خپلو پښو ودروي او د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتي.

ښاغلي خالد همداراز په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په هکله د مرکزي بانک ژمنتیا څرګنده کړې او ویلي يي دي، د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکتور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.

 د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ویلي، نړۍ په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکتورونو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وه.

نوموړي د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د انفلاسیون مهارولو، د نغدینګۍ د مدیریت او په غوره توګه د بانکي سکتور د اداره کولو په برخه کې د افغانستان بانک کړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده، د یادو سکتورونو د لا زیاتې پراختیا او ودې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ملا نورالله نوري: اسلامي امارت خپل ولس ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې شپه او ورځ کار کوي

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري د قطر سفارت له سلاکار دوکتور مردف القاشوطي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې ملا نورالله نوري په کابل کې د قطر هېواد د سفارت سلاکار او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، قطر د یوه مسلمان هېواد په توګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ډېره اړینه ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د قطر له حکومت څخه قدردانی کړی او زیاته کړې یې ده، موږ له دغه هېواد سره اوږدې تاريخي ريښې لرو او په یاد هېواد کې مو د خپلواکۍ لومړی ګام ایښی دی.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ویلي، اسلامي امارت یو مستحکم حکومت دی او خپل ولس ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې شپه او ورځ کار کوي.

په کابل کې د قطر سفارت سلاکار القاشطي د یاد وزارت کړنې ګټورې بللي او ویلي یې دي، افغانستان يو اسلامي هېواد دی او افغانان زمونږ وروڼه دي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ به خپل وروڼه هيڅکله هم يواځې پرې نه ږدو، دا چې دا هېواد تعليم، بيارغونې او پرمختګ ته اړتيا لري، موږ به په دغو برخو کې له تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ یو.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ښاري پراختیا لپاره هڅې کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جلال اباد ښار د هټیوالو او لاسي توکو پلورونکو له یو شمېر استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په پيل کې د جلااباد ښار هټیوالو او د لاسي توکو پلورونکو استازو د خپلو ستونزو د حل ترڅنګ د اړتیا پرمهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره د لیدنو له امله په مننې ویلي، لوړپوړو حکومتي چارواکو ته لاسرسي پر حکومت د خلکو باور ډېر کړی او دغه چاره يې د همکارۍ د زياتوالي لامل ګرځېدلې ده.

همدرانګه یادو استازو په بېلا بېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته په لیکلې بڼه سپارلي او یادونه یې کړې، چې د جلال اباد هټیوال او د لاسي توکو پلورونکي د اسلامي امارت د اصلاحي طرحو ملاتړ کوي او ورسره همکار دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ ولس پر اسلامي امارت حق لري او حکومت هم هڅه کوي، چې د اسلام د اصولو په رڼا کې او د شته امکاناتو پر مټ خلکو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زياته کړې؛ د تېرو څو لسیزو خپلسریو او بې نظمیو د ښارونو د پراختیا او ښاري نظم د پلي کېدو مخه نیولې وه، خو اسلامي امارت هڅه کوي پر ښاري پراختیا سربېره داسې لارې چارې ومومي چې کاروباریان ورسره زیانمن نشي او حلال کاروبار وکړي.

نوموړي په پای کې د جلال اباد ښار هټيوالو او د لاسي توکو پلورونکو ته ډاډ ورکړی، چې سيمه ییز مسولین به د هغوی له وړاندېز سره سم خپلې چارې مخته وړي.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې ولسونه او د کار خاوندان زيانمن نشي.