ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 962

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ښاري پراختیا لپاره هڅې کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جلال اباد ښار د هټیوالو او لاسي توکو پلورونکو له یو شمېر استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په پيل کې د جلااباد ښار هټیوالو او د لاسي توکو پلورونکو استازو د خپلو ستونزو د حل ترڅنګ د اړتیا پرمهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره د لیدنو له امله په مننې ویلي، لوړپوړو حکومتي چارواکو ته لاسرسي پر حکومت د خلکو باور ډېر کړی او دغه چاره يې د همکارۍ د زياتوالي لامل ګرځېدلې ده.

همدرانګه یادو استازو په بېلا بېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته په لیکلې بڼه سپارلي او یادونه یې کړې، چې د جلال اباد هټیوال او د لاسي توکو پلورونکي د اسلامي امارت د اصلاحي طرحو ملاتړ کوي او ورسره همکار دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ ولس پر اسلامي امارت حق لري او حکومت هم هڅه کوي، چې د اسلام د اصولو په رڼا کې او د شته امکاناتو پر مټ خلکو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زياته کړې؛ د تېرو څو لسیزو خپلسریو او بې نظمیو د ښارونو د پراختیا او ښاري نظم د پلي کېدو مخه نیولې وه، خو اسلامي امارت هڅه کوي پر ښاري پراختیا سربېره داسې لارې چارې ومومي چې کاروباریان ورسره زیانمن نشي او حلال کاروبار وکړي.

نوموړي په پای کې د جلال اباد ښار هټيوالو او د لاسي توکو پلورونکو ته ډاډ ورکړی، چې سيمه ییز مسولین به د هغوی له وړاندېز سره سم خپلې چارې مخته وړي.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې ولسونه او د کار خاوندان زيانمن نشي.

کرېکټ؛ امو نهنګان لوبډلې لومړي ځل لپاره د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

د امو نهنګان لوبډلې لوبډلې نن ( شنبه، د وږي ۳مه ) د افغانستان شپږیزه کرېکټ سیالیو په ستره پایلوبه کې بند امیر ښاماران لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ په کابل کرېکټ لوبغالي کې د زمري په ۲۲ نېټه پیل او نن د وږې په درېیمه نېټه پای ته ورسیدلې.

شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو کې پینځه (امو نهنګان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي، مس عینک اتلان او د سپین غر پړانګان) هغه لوبډلې وې چې ګډون یې کړی و او د یو بل پر وړاندې یې اته اته لوبې وکړې، چې په پای کې دوه لوبډلې امو نهنګان او بند امیر ښاماران پایلی لوبې ته ورسیدلې.

شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو د پایلوبې پچه د بند امیر ښاماران لوبډلې وګټله او لومړی یې د امو نهنګان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دې ستره پایلوبه کې د بند امیر ښاماران لوبډلې د خپل یوه لوبغاړي په زیان سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سیالې امو نهنګان لوبډلې ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د بند امیر ښاماران لوبډلې په ګټه لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۷۸* او صدیق الله اتل ۷۵* منډې جوړې کړې.

په مقابل کې یې د امو نهنګان لوبډلې پیلیزو لوبغاړو بریدیزه توپوهنه پیل کړه، چې د پیل لوبغاړي زبید اکبري په ۱۴ توپونو د ۳ څلوریزو او ۴ شپږیزو پرمټ ۴۰ چټکې منډې وکړي.

دې لوبډلې په پینځمه ویکټ د شاهدالله کمال او محمد اسحاق رحیمي په غوره ملګرتیا سره ټاکلی هدف ۱۸.۵ اور کې ترلاسه کړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه، چې په دې سره یې د لومړي ځل لپاره د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دې پایلوبه کې تر ټولو زیاتې شپږیزې صدیق الله اتل وهلي، نوموړي په ننۍ پایلوبه کې پینځه شپږیزې ووهلې.

په پایلوبه کې غوره کیچ شمس الرحمن کړوخیل ترلاسه کړ.

د پایلوبې سټایلش لوبغاړی شاهدالله کمال ونومول شو، نوموړي په ننۍ لوبه کې ۵۹ منډې وکړې او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

زبید اکبري په ننۍ پایلوبه کې د سیالۍ تغیروونکي ترڅنګ د پایلوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو تر ټولو ځوان لوبغاړی وفی الله ترخیل و.

په دې لیګ کې تر ټولو غوره کیچ شهزاد محمدي نیولی.

د دې سیالیو تر ټولو غوره توپ اچوونکی الله محمد غضنفر شو، نوموړي په دې سیالیو کې تر ټولو ډېرې ۱۸ ویکټې ترلاسه کړې.

صدیق الله اتل نن پایلوبه کې د ۷۵ مهمو منډو له جوړولو سره په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکي لوبغاړي ځای خپل کړ، د نوموړی ټولې منډې ۴۲۳ شوې، چې په دې منډو کې یې ۲۴ شپږیزې وهلې دي. دا د نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې دي.

همداراز د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی زبید اکبري ونومول شو، نوموړي په دې سیالیو کې ټولې ۳۳۶ منډې کړې او دوه ویکټې ترلاسه کړې دي.

هیره دې نه وي، چې یادې ټولې سیالۍ د ملي سپورټ او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون پر ویب سایټ په ژوندۍ بڼه نشر شوې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو ریاست له مسولینو سره لیدنه کړې

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ریاست له مرستیال پوهنوال سلیم ارګون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ویلی او ویلي يي دي؛ د ترکیې هېواد د علماوو او لوړ پوړو چارواکو راتګ افغانستان ته د اسلامي امارت سره د دوامداره تعامل او همکاريو ښکاروندیي کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ترکیې هېواد ته د خپل وروستي سفر په اړه زیاته کړې؛ په اسلامي نړۍ کې د ترکیې هېواد نقش مهم او ارزښتمن دی او د استانبول په تاریخي ښار کې د اسلامي هېوادونو د علماوو مشورتي کنفرانس د دغه نقش او همکاریو ښکاره مثال دی.

شیخ نورمحمد ثاقب په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د یووالي او د ستونزو د حل لپاره د اسلامي هېوادونو د دغه شان ګډو هڅو د دوام غوښتنه کړې.

 د ترکیې هېواد د دیني چارو مرستیال ښاغلي سلیم ارګون په افغانستان کې د اسلامي امارت د وروستیو پرمختګونو او لاسته راړونو ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ دواړه اسلامي او دوست هېوادونه په دیني، کلتوري او مذهبي چارو کې ورته والی لري او د اړیکو د لا ټینګښت او پراختیا لپاره باید د دواړو هېوادونو استازي یو له بل سره لیدنې زیاتې کړي.

نوموړي زیاته کړې، د ترکیې په ګډون ټول اسلامي هېوادونه باید له اسلامي امارت سره په بېلا بیلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د راغلو میلمنو له څرګندونو او د افغانستان په اړه د دوی د مثبت دریځ څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام ټینګ شوی دی، د ټولو اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه د ترکیې هېواد سره د ښو مثبتو او دوامداره اړیکو غوښتنه کوو.

کابل کې د ۵۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د کراټې ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې له ۲۰ ولايتونو د ۵۱۸ ورزشکارانو ترمنځ په کيوکيشن او امتيازي سبک کې د کراټې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو پرانيستغونډه ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، المپيک ملي کميټې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ياد رياست د دعوت او ارشاد رييس داد محمد عطايي، د کراټې ملي فدراسيون رهبري او زيات شمېر مينوال راغلي وو.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس ویلي؛ خوښ يم، چې په خپل پلان سره سم روان يو. موږ په کيفيت کار کوو او زموږ په لاس کې، چې څومره امکانات دي د لوبغاړو څخه به يې درېغ نه کړو.

په دغو سياليو کې به ورزشکاران د ځوانانو او لويو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې او د ۵۰ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې سيالۍ ترسره کوي.

د يادو سياليو موخه له دواړو کټګوريو څخه  ۱۱۸ ورزشکاران د کراټې ملي لوبډلې ته ټاکل دي، چې پینځه ورځې به دوام وکړي.

بامیانو ولایت کې صنعتي پارک جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بامیانو ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د قرغنتو او قشقه په دښتو کې د صنعتي پارکونو له ځمکو څخه لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه ولایت د قشقه دښته د صنعتي او تولیدي کارخونو لپاره مناسب ځای ګڼلی او په بامیانو ولایت کې یې د یاد وزارت اړونده مسولینو ته لارښونه کړې ترڅو، په دغه دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع وڅاري.

همدا رنګه نورالدین عزیزي د بامیانو له والي مولوي عبدالله سرحدي او د یاد ولایت د ځایي ادارو له مسولینو سره په لېدنه کې د لسو څخه تر ۱۵ جریبه ځمکه کې د یوه سوداګریز کمپلکس پر جوړښت هم خبرې کړې دي.

نوموړي همداراز د لاسي صنایعو لپاره د څلورو سیمه ییزو بازارونو جوړونکي ستایلي دي.

تېره میاشت کندهار کې ۳۳ زره جریبه عضب شوې ځمکه راګرځول شوې

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي؛ د کندهار د مځکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو مځکو د معلومولو او تثبیت تخنیکي استازي په  تیره میاشت کې د کندهار په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې د ۴۲ زره او ۳۰۰ جریبه ځمکو دوسیې برسي کړي، چې له جملې څخه یې  ۳۳ زره تثبیت او امارتي ګڼل شوې ده.

د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمګو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او چاته به اجازه ور نه کړل شي، چې امارتي ځمکې د شخصي ګټې په موخه وکاروي.

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د تڼیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د صمیم کلپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د صمیم او شاهین کلپونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې یې صمیم کلپ لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د غوره لوبغاړو د موندلو او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.