د جمعې ورځ، د ۱۹/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۷ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۷۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۲۳ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۱۹٦ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴٦ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له لسو کورنیو سره ټولې ۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۸۴۷ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې ۲۸۸ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۸۴ کورنیو سره ټولې ۵۹٦ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۴ کورنۍ، ۳۷۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲٦ کورنۍ، ۱۴۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۵٦ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۸٦ عدده