د افغان پست دولتي شرکت مسولینو ویلي، افغانستان د پستي نړیوالې اتحادیې د غړیتوب په لرلو سره کولای شي ۱۹۰ هېوادونو ته پستي او کارګو خدمات وړاندې کړي.
د افغان پست دولتي شرکت د سوداګرۍ پراختیا رییس انجنیرذبیح الله عمر ویلي؛ هېوادوال کولی شي د بارکوډ سیسټم له لارې له داخل څخه بهر او له بهر څخه داخل ته پستي او کارګو خدمات ترلاسه کړي.
د دې شرکت مسولینو زیاته کړې، هېوادوالو ته په هېواد کې دننه او بهر ۱۸ ډوله خدمات وړاندې کوي.
هېوادوال د افغان پُست دولتي شرکت د خدمتونو هرکلی کړی او له دغه شرکت څخه یې د پُستي خدمتونو او پیغام رسونې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې.

