غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د روان وحشت په دوام، تازه خان یونس کې په دوو کورونو هوايي برید شوی، چې د څلورو ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۱ کسان پکې شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین وفا خبري اژانس وايي، چې د دیرالبلاح په ابو عارف سیمه کې او د بېځایه شویو پر خیمو هم د اسرائیلو د هوايي برید له امله لږ تر لږه یو کس شهید او د ښځو په ګډون ګڼ نور ټپیان شوي.
د غزې اوسېدونکي له سختو بریدونو سره-سره هره ورځ د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د خپلو سیمو د بیا-بیا پرېښودو په تړاو نوي امرونه ترلاسه کوي.
تازه د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور پر اساس د غزې په مرکزي، شمالي او جنوبي سیمو کې د اسرائیلي عسکرو له سختو بریدونو سره-سره د شمالي برخې اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر شوی.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۲۶۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

