ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 964

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ننګرهار د شیرزادو او خوګياڼیو ولسوالیو راغلو قومي مشرانو په سراسري امنیت او د ولسونو پر مخ د مسولینو د دروازو له پرانیستلو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

هغوی دغه راز د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه د مننې تر څنګ ویلي؛ ټول مسولین دا خپل مکلفیت بولي چې د ولسونو ستونزې واوري او ورته رسیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ننګرهار د اوسېدونکو ستونزو حل لپاره به اړونده ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر، ودانیزو پروژو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس عبدالرحمن عطاش ویلي، چې د دې شرکت اداري چارې په بریالیتوب مخته روانې دي، د وخت ضایع کېدو مخنیوي لپاره اداري پروسیجرونه ساده شوي او مهمه دا ده، چې افغان کادرونه د هیواد د ودانولو چارې پرمخ وړي.

ښاغلي عطاش زیاته کړې، چې د ملي پراختیا شرکت لپاره د مرکزي اداري ودانۍ جوړولو او د قوش‌تېپې کانال رغاولو ترڅنګ د صنعتي توکو د تولید، د کرنې د ودې، استوګنیزو ښارګوټو جوړولو، د ماشینونو تولید او ګڼې نورې لویې او ملي پروژې دا مهال تر کار لاندې دي.

مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت د هڅو او کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دولتي بنسټونو پر مټ د لویو ملي پروژو پيل او د کار بریا د لوړ ظرفیت او د ژمنو مسلکي ادارو او کادرونو څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هیواد کې ګڼ فرصتونه شته او اسلامي امارت هڅه کوي له خپلو امکاناتو څخه په استفادې د کرنې، صنعت، کانونو، اوبو مدیریت، سیمه یيز ترانزیټ او د سوداګرۍ په برخو کې لا ډېرې پروژې پيل او عملي کړي چې د کارموندنې او اقتصادي پياوړتیا لپاره اغېزناکې تمامېدای شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملي پراختیا شرکت د یو شمېر نوښتونو او تر کار لاندې پروژو د لیدنې پر مهال وویل، کیفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي او په ودانیزو چارو کې دې له کورنيو تولیداتو او توکو څخه استفاده وشي.

مولوي عبدالکبیر په پای کې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په ټول توان د ملي پراختیا شرکت د هڅو او چارو ملاتړ کوي او د دې شرکت د چارو د لا بهبود لپاره به په مطرح شويو وړاندیزونو او ستونزو اساسي غور وشي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۲۰۵ البدر قول اردو د ښوونیز مرکز په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ۲۰۵ البدر قول اردو د ښوونیز مرکز څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۴۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي، عملي او نظري زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله او د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي او ګڼو مسولینو ګډون درلود.

په غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تازه فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې ښه په بریا سره مو خپلې زده کړې پای ته ورسولې او  دالله ج شکر ادا کړئ چې په اسلامي پوځ کې یې داخل کړي یاست، تقوا او پرهیزګاري هیره نکړئ.

افغان سوداګر: خصوصي سکټور په ځان بسیا شوی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون پخپل کاري دفتر کې د افغانستان د تازه مېوو او سبزيو له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه وکړه.

یادو سوداګرو ویلي، چې له هېواده بهر ته د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او د افغانستان مېوې او سبزي اوس ډېرو هېوادونو ته صادرېږي.

دغه‌راز خصوصي سکټور په ځان بسیا شوی او په بېلابېلو سکټورونو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي دي.

دوی د خپلو ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې په تورخم کې د رامنځته کېدونکیو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران زیانمنېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له راغلو سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې د هغوی په ستونزو به غور وکړي او اساسي حللارې به ورته پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ هیڅوک باید د سوداګرو پر وړاندې ستونزې رامنځته نه کړي، بلکې کوښښ وشي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې سهولتونه برابر شي.

دغه‌راز اړوند ادارې کوښښ کوي چې په تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۸/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې (۴۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۲۵) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (٦۴۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له (۴۱) کورنیو سره مرسته وشوه، چې مجموعاً (۳۳٦۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱٦۷) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له (۲٦) کورنیو سره مجموعاً (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې نن (٦۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۷۹۲) تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۴۵) کورنیو سره مجموعاً (۳۲۴۰۰۰) افغانۍ مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (٦۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د اسلام کلا له لارې (۱۱۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۵۴) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له (۷۸) کورنیو سره مجموعاً (۵۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۴۵) کورنۍ، (۸۷۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ، (۱۰۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۹۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱٦۱) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

کرېکټ؛ د شپږیزه کرېکټ لیګ لومړی پړاو پای ته ورسېد

د افغانستان-اکسبول انرژي شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو لومړۍ مرحله پای ته ورسېده.

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ چې د پینځو لوبډلو تر منځ د اګست په ۱۲مه پیل شوې وې لومړی پړاو یې پای ته ورسېد.

د لومړي پړاو په پای کې بند امیر ښامارانو لوبډلې له بست ساتونکو څخه بریا خپله کړه او پایلوبې ته ووته. له دې وړاندې امو نهنګانو بند امیر ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره موندلې وه.

په دې سیالیو کې تر دې مهاله د توپ‌وهنه په برخه کې صدیق‌الله اتل د ۳۴۷ منډو په جوړولو د جدول په سر کې ځای لري.

دغه‌راز په توپ‌اچونه کې بیا الله محمد غضنفر د ۱۷ ویکټو په ترلاسه کولو سره تر دې دمه تر ټولو مخکښ توپ‌اچوونکی دی.

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو پایلوبه به سبا سهار ۱۱:۰۰ بجې د امو نهنګان او بند امیر ښامارانو تر منځ ترسره شي.

یاده پایلوبه د شپږیزې کرېکټ لیګ د نورو لوبو په څېر په ملي سپورټ او د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په ویب‌پاڼه په ژوندۍ بڼه نشرېږي.

غزه کې د تېرې ورځې بریدونو له امله ۴۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د تېرو ورځو په څېر پرون پنجشنبه هم اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو بریدونو کړي، چې له امله یې ۴۷ فلسطینیان شهیدان شوي.

راپور زیاتوي؛ په دغو بریدونو کې د الاقصي شهیدانو روغتون ته څېرمه هغه ښوونځی هم په نښه شوی، چې د جګړې له امله بې‌ځایه شویو پکې پناه اخیستی وه.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۲۶۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د ترکي او افغاني شرکتونو مسولینو د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور پخپل کاري دفتر کې د”جي اس پي او اکلتاش” شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې او د ۹۰۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې، بادي او اوبیزې برېښنا د تولید په پروژو کې یې د پانګونې په هکله بحث او خبرې کړې.

په دغه لیدنه کې د یادو شرکتونو مسولینو د ۹۰۰ میګاواټه په وړتیا د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو او د هېواد دننه د برېښنا د انتقالي مزي په پراختیا کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او ژمنه یې کړې، چې د انرژي سکټور د ماسټر پلان د نوي کېدو او پراختیا په برخه کې هم له دغه وزارت سره همکاري کوي.

د اوبو او انرژي وزیر د هغوی د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړی او د چارو د پرمخ وړلو لپاره یې د اړینو همغږيو پر چټکتیا باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي منصور یادونه کړې، چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره کافي سرچینې شتون لري او په دې برخه کې پانګونه هم د پانګوالو او هم د افغانستان د خلکو په ګټه ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د روسیې هېواد له یوشمېر سوداګرو سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پخپل کاري دفتر کې له یو شمېر روسي او افغان سوداګرو سره لیدنه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان دا مهال د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیات فرصتونه لري او کورني او بهرني سوداګرو او پانګوال کولای شي دلته پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان سره له دې چې یو بې وزله هېواد دی، خو د طبیعي سرچینو له پلوه یو غني هېواد دی او د پانګونې له پاره ښه فرصتونه شته.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او یا هم د سوداګرۍ په برخه کې خپل فعالیتونه پرمخ بوځي.

ورپسې روسي سوداګرو د افغانستان په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول صنعت سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې دوی غواړي د سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ له افغان سوداګرو سره زیاتې کړي.

په پای کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند روسي او افغان سوداګرو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او له دوی یې غوښتي، چې په افغانستان کې د مارکېټ له ارزونې وروسته دې خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.