ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جرمنې کې د چړې برید له امله درې کسان وژل شوي

د راپورونو پر اساس د جرمني په لوېدیځ سولینګین ښار کې یوه کس په مراسمو کې د چړې برید کړی، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دغه پېښه پرون شپه (جمعه، د وږي دویمه) ناوخته د یاد ښار د ۶۵۰ کالیزې د نمانځنې په مراسمو کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي، چې بریدګر په مخه ورتلونکو خلکو باندې ګوزارونو کول او له برید وروسته ورک او تر اوسه نه دی موندل شوی.

سولینګین د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی، چې ۱۶۰ زره وګړي ژوند پکې کوي.

دا په جرمني کې څووم ځل دی، چې په عامو ځایونو کې پر خلکو د چړې بریدونه کېږي.

د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم د لاریون پر‌مهال پر پولیسو د چړې برید وشو، چې په پایله کې یې یو پولیس افسر ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول.