ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امربالمعروف او نهی عن‌ المنکر وزیر جوزجان ته سفر کړی

د امربالمعروف، نهی عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکامو او هدایاتو د لاښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د جوزجان ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د ګذر وکیلانو سره غونډه کړې.

نوموي په دې غونډه کې ویلي؛ افغان مجاهدینو د خپلو دوو لويو موخو لپاره، چې د اشغال پای او اسلامي شريعت پلي کول وو، په کمو امکاناتو د خپلو سپېڅلو عقيدو پر مټ په مېړانه د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړه.

شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړې، چې دښمن بېلابېلې مفکورې په ټولنه کې پلي کولې او د مجاهدینو غلط انځور یې ټولنې ته وړاندې کاوه، خو الحمد لله نن افغانان په یووالي، امنیت او ورورولۍ کې ژوند‌ کوي.

دغه‌راز دښمن د افغان مجاهدینو پر سر جایزې ټاکلې وې، چې د‌ جهاد مخه ونیسي، خو افغان مجاهدینو همدا موخه ټاکلې وه ترڅو د الله په ځمکه د الله قانون پلي کړي.

د امربالمعروف او نهی عن‌ المنکر وزیر ټینګار کړی، چې یاد وزارت د خپلې ۱۹۱ وړیا شمېرې له لوري د هېوادوالو ستونزې اورې او حل لارې ورته لټوې او هر څوک د دې شمېرې له لارې خپلې ستونزې شریکولای شي.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ حجاب د الله حکم دی او پلي کول یې زموږ شرعي دنده ده او د شریعت پلي کولو ته ځکه ژمن یو، چې د جهاد اصلي موخه مو همدا وه.

نوموړي علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې ستاسو دنده او مکلفیت دی، ترڅو د ممبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو دودولو او منکراتو مخنیوي برخه کې کار وکړئ.

شیخ محمد خالد الحنفي ويلي، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون له شرعي احکامو او حنفي فقهې را اخیستل شوی او په بشپړه توګه به پلی کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم ټول مسولین مکلف دي، ترڅو د مشرتابه فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پر خپل ځان او کارکوونکو پلې کړي او تر نورو یې ورسوي.

ښاغلي الحنفي زیاته کړې؛ نن چې اسلامي نظام حاکم دی، زورواکي او خپل سري ختمه شوې، ټول باید شکر وباسو او د دغه اسلامي نظام د پایښت لپاره کار وکړو.