د الجزیرې نړیوالې خبرې شبکې د راپور پر اساس؛ اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د مرکزي غزې د دیرالبلاح ختیځو برخو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر کړی.
د صهیونیستي رژیم په دې امر سره له ۱۰۰ زره زیات فلسطینیان بېکوره او بې سرپناه شوي او خپلې سیمې یې پریښې دي.
په یاد راپور کې ویل شوي: “له دیرالبلاح څخه د وتونکو فلسطینیانو په څېرو کې له ورایه درد، وېره او نهیلي ښکاري، ځکه دوی باور لري، چې په خوندي اعلان شوو سیمو او بشري زون کې هم خوندي نه دي او هره لحظه یې د په نښه کولو وېره شته.”
غزه کې د اوربند له هڅو سره-سره لا هم اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او پر بېلابېلو سیمو یې بریدونه جاري ساتلي.
د غزې روغتیایي سرچینې وايي؛ پرون (شنبه، د وږي ۳مه) صهیونیستي رژیم د دې تړانګې پر بېلابېلو سیمو یو ځل بیا سخت بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د دې تر څنګ حماس غورځنګ ویلي، چې د خبرو د منځګړو (مصر او قطر) په بلنه یې پرون د شنبې ورځې په ماښام یو پلاوی د مصر پلازمېنې قاهرې ته لېږلی، تر څو د غزې د اوربند په تړاو د روانو خبرو د پایلو په اړه له منځګړو سره خبرې وکړي.
حماس یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د غزې د اوربند په تړاو د جولای په دویمه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري وړاندیز شوې طرحې ته ژمن دي.

