ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د قطر سفارت مستشار: هېواد مو له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا غواړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر د سفارت له مستشار مردف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مردف القاشوطي ویلي، قطر له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او غواړي په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره خپله همکاري پراخه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د دوه اړخیزه اړیکو پر بنسټ به قطر یو شمېر ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیت لوړولو لنډمهاله زده کړې برابرې کړي.

ښاغلي القاشوطي همداراز د اسلامي امارت او قطر ترمنځ د اړیکو ارزښت ته په اشارې ویلي، هڅه کوي چې د کابل ـ دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي امارت او قطر ترمنځ د همکاريو او مثبتو اړيکو پراختيا ستایلې او ياد هېواد يې د افغانانو ښه دوست ياد کړی.

مولوي عبدالکبیر زياته کړې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د قطري چارواکو په همکارۍ جوړېدونکې غونډې د قدر وړ دي.

سیاسي مرستیال څرګنده کړې؛ قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، ښوونیزو، صنعت او د پانګونې په برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او افغان حکومت له اسلامي نړۍ څخه هیله لري چې په خپلو هېوادونو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرې کړي.

د‌ ليدنې په پای کې سیاسي مرستیال د فلسطین موضوع په اړه د قطر د دریځ او سیاست ستاینه کړې او د اسلامي نړۍ مسولیت ته په اشارې یې ویلي، اسلامي امارت د فلسطین د خپلواک دولت غوښتونکی دی.