ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 997

ملي دفاع وزارت: د ۲۰۳ منصوري قول اردو په دویمه پلې لوا کې ۳۲ عرادې بېلا بېل ډوله پوځي وسایط ترمیم شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند په دویمه پلې لوا کې ۳۲ عرادې بېلا بېل ډول پوځي وسايط ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد وزارت زیاتوي، په دغه وسایطو کې هاموې، امراپ ټانکونه، انټرنېشنل، رېنجر موټر او موټر سایکل شامل وو.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم زیات شمېر عارضه دار وسایط د لوا د منسوبینو په لارښونه ترمیم او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: غور ولایت کې د دوو لویو قومونو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دوښمني په دوستي بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت وزیر ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو رییس شیخ حضرت ولي حقاني، د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیع الله ثاقب او مل پلاوي غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو لویو قومونو تر منځ شاوخوا ۱۰۰ کلنې سترې دوښمني ته د پای ټکی کېښود.

دغه دوښمني چې په غور ولایت کې د سردارخېلو او تایمني په نامه د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له کبله یې د څه باندې یوې پېړۍ په اوږدو کې سلګونه مړي، زخمیان او بې شمېره مالي زیانونه تر شا پرې ایښي وو، د تېرې جمعې په ورځ د ملا نورالله نوري په مشرۍ د یاد ولایت د والي مولوي احمد شاه دین دوست، د علماوو شورا د رییس مولوي ګل احمد متوکل، د علماوو شورا د غړو او نورو محلي مسولینو په مرسته په سوله بدله شوه.

دا شخړه چې د دوی په وینا د زرهاوو جریبه ځمکې پر سر له یوې پېړۍ راهیسې روانه وه، د تېرو حکومتونو په دوران کې هم د دوی ترمنځ ډېر ځله د سولې پرېکړې شوې وې، چې د ښکېلو لوریو د نارضایتي له امله نا حل پاتې وه او د دوی ترمنځ اوس هم ژور اختلافات موجود و، خو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په رهبري، د غور د والي، د علماوو شورا رییس او د نورو محلي مسولینو په هلوځلو او منځګړیتوب یې پای وموند.

ښاغلي نوري او مل پلاوي د هغو ځمکو د څېړنې او لیدنې په موخه دولت یار ولسوالي ته سفر کړی، د کومو پر سر چې دواړو قومونو لانجه درلوده، د سیمې تر کتنې وروسته یې د دواړو لوریو اسناد بررسي کړل، له دوی څخه یې اختیار لیکونه واخیستل او د دواړو خواوو په اړه یې د خیر فیصله وکړه چې وروسته یې د یوې ناستې په ترڅ کې د طرفینو په شتون کې ابلاغ کړه.

د ناستې پر مهال دواړو خواوو په دغه پرېکړه رضایت ښودلی او ډاډ یې ورکړی، چې دوی په دغه فیصله رضایت لري او دا له تېرو لسګونو کلونو را وروسته د غور پر ولس ځانګړی رحم دی، دوی ژمنه وکړه چې نور به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي، یو بل ته به هيڅ کوم خنډ نه جوړوي او له ځایي مسولینو یې د فیصلې د تطبیق په برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

ولسونو د دغې پریکړې تود هرکلی کړی.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غوڼده؛ مولوي امیرخان متقي د ګن شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې

بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د کاميرون پلازمېنې ياوندي کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا د ۵۰مې ناستې په څنډه کې د سعودي عربستان، ترکيې، قطر، اذربايجان، عُمان، اندونيزيا، ایران، فلسطین، سومالیا او نورو هېوادونو له استازو او د اسلامي همکارۍ سازمان او اړوندو تخصصي ادارو له مسولينو سره جلا – جلا ناستې کړې دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په دغو ناستو کې له اړوندو لوریو سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، او په بېلابېلو ډګرونو کې د همکارۍ د نوو زمینو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله بادغیس ولایت ته سفر کړی

د بادغیس مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د اسلامي امارت زعیم رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مولوي عبدالصمد جاوید، سیمه‌ییزو مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.  

په دې لېدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د شریعت د پلي کېدو، د سپیڅلي جهاد او موخو د ساتنې، د هېواد د مومنو بچیانو ترمنځ د اسلامي زده‌کړې د ترویج او د امیرانو د اطاعت او تر لاس لاندې کسانو باندې د شفقت په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال د اسلامي امارت رهبر خلکو  ته د خدمت کولو په تړاو یو شمېر لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت زعیم رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله بادغیس ولایت ته کړی دی.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپ پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرایوي عمومي رییس عبدالباري عمر او د یاد هېواد د انرژۍ وزیر اناګلدي ساپاروف ترمنځ د ټاپي پروژې د پلي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ټاپ پروژه د افغانستان برېښنا شرکت یو له مهمو پروژو څخه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان برېښنا لیږدوي.

د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره دواړو خواو په خپلو خاورو کې د یادې پروژې پلي کولو په موخه د تاسیساتو جوړولو او همداراز د یادې پروژې اړوندو اسنادو د بشپړولو په برخه کې ژمنه کړې.

د یادې سترې او مهمې پروژې په پلي کېدو او بشپړېدو سره به په هېواد دننه زرګونو کسانو ته د کاري زمینې د برابرولو سربېره افغانستان د یاد مزي له لارې زیاته کچه برېښنا ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې هر کال د ټرانزیټ حق پیسې پاکستان ته د لیږدوونکې برېښنا څخه ترلاسه کوي.

د سیاحتي شرکتونو ټولنه: هېواد کې تاریخي او تفریحي سیمو ته د خلکو ورتګ زیات شوی

د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مسولین وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې تاریخي او تفریحي ځایونو ته د خلکو ورتګ زیات شوی دی.

سیلانیان وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدوسره سراسري امنیت ټینګ شوی او له دې کبله تفریحي او تاریخي سیمو ته د خلکو ورتګ زیات شوی دی.

بلخوا سیاحتي شرکتونو ته ځيني مراجعه کوونکو ویلي، چې له تاریخي او تفریحي سیموڅخه لیدنه او د خلکو په دود او دستور پوهېدنه، کولی شي چې په ورځني ژوند ېې مثبت اغېزوکړي.

په ورته مهال د سیاحتي شرکتونو مسولین وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰ تنه د تاریخي او تفریحي ولایتونو د لیدنې په موخه دوي ته مراجعه کوي.

د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مسولین زیاتوي، بهرنیو او کورنیو سیلانیانو ته یې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي دي او هڅه کوي چې دخدمتونو لړۍ لا پراخه کړي.