د بادغیس مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د اسلامي امارت زعیم رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مولوي عبدالصمد جاوید، سیمهییزو مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لېدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د شریعت د پلي کېدو، د سپیڅلي جهاد او موخو د ساتنې، د هېواد د مومنو بچیانو ترمنځ د اسلامي زدهکړې د ترویج او د امیرانو د اطاعت او تر لاس لاندې کسانو باندې د شفقت په اړه خبرې کړې دي.
ورته مهال د اسلامي امارت رهبر خلکو ته د خدمت کولو په تړاو یو شمېر لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت زعیم رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله بادغیس ولایت ته کړی دی.

