ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه؛ د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي؛ دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ اړین تعدیلونه منظور شول.

یاد معاونیت زیاته کړې، همداراز د دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د دغه معاونیت په وینا؛ د دوو پروژو قراردادونه له دې کبله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه یې د قراردادونو مطابق تطبیق ته چمتو نه وو. دغه شرکتونه له همدې امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شول.

په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېله‌ګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول، د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د باروړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.