د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې د ملکي خونديتوب او بشري مرستو عمومي عملياتي ریيس اندرياس پاپا کونستانتينو سره وکتل.
دې کتنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال د اروپايي ټولنې او افغانستان د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
اداري مرستيال زیاته کړې؛ د تحميلي جګړو له امله افغانانو ډېر زيانونه ليدلي او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتيا لري. دغه راز دې کتنه کې ښاغلي کونستانتينو ویلي، اروپايي ټولنه ځوانانو ته د کارموندنې او راستنو شويو کډوالو سره د همکارۍ پر پروګرامونو کار کوي.
نوموړي زیاته کړه، اروپايي ټولنه هڅه کوي د خلکو اړتياوې په دقیق ډول تشخيص او له افغان ملت سره اغېزناکې مرستې وکړي.

