ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ماليزيا کې د افغانستان سفارت سرپرست د بروناي په ځانګړو مراسمو کې ګډون کړی

مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست نقیب الله احمدي، برونای هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د برونای دارالسلام د پاچا سلطان حاجي حسن البلقیه په ویاړ جوړو شویو دیني مراسمو کې ګډون کړی دی.

ښاغلي احمدي د یادو مراسمو په څنډه کې د برونای د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده عبدالمتین او یو شمېر نورو وزیرانو سره د افغانستان او برونای پر اړوندو اړیکو خبرې کړي دي.

دغه‌راز په یادو مراسمو کې د برونای پاچا، د شاهي کورنۍ غړو، د کابینې وزیرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، ګڼو بهرنيو سفیرانو او استازو سربېره دیني شخصیتونو حضور درلود، ګډون درلود.