د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې په شېخ ابو نصر فراهي بندر د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول د بهیر په ترڅ کې د ودانیزو او برېښنايي توکو دوې محمولې د کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېرته ګرځول شوې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه بندر فني کارکوونکو د دقیقو ارزونو په لړ کې ۳۶.۶ ټنه کاشي تثبیت کړي او په پایله کې یې جوته شوې، چې دا توکي له کورنیو معیارونو سره مطابقت نلري او له اړین کیفیت څخه برخمن نه دي.
د معیار او کیفیت ملي ادارې ټینګار کړی، چې د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د مصرفوونکو د خوندیتوب او د بازارونو د کیفیت د تضمین لپاره خپلو څارنیزو او کنټرولي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

