ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل په کلکان او شکردرې ولسوالیو کې د ناچاوده توکو پر ککړو سیمو تخنیکي ارزونه شوې

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، چې د دې ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم‌خېل، له خپل تخنیکي ټیم سره د کابل ولایت د کلکان او شکردرې ولسوالیو له هغو سیمو لیدنه کړې چې د ناچاوده توکو پر ککړتیا شکمنې بلل کېږي.

د ادارې په وینا، دغه لیدنه د روانې اوونۍ د یکشنبې ورځې د هغې غونډې د پرېکړې پر بنسټ ترسره شوې چې د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو مدیریت، وقایوي پروژو او په ناچاوده توکو د ککړو سیمو د سروې په اړه شوې وه.

د سفر پر مهال، د کلکان ولسوالۍ په یوه کاریز کې، چې د ناچاوده توکو له امله پکې د یوې پېښې راپور ورکړل شوی و، تخنیکي ارزونه ترسره او د سیمې د پاکولو اړتیا تثبیت شوه. همدارنګه، د همدې ولسوالۍ د هوفیانو په کلي کې داسې ځای هم وموندل شو چې د جګړې پاتې ناچاوده توکي پکې شتون درلود.

د ادارې د معلوماتو له مخې، یاده موضوع د بېړني غبرګون ټیم ته سپارل شوې او ټاکل شوې، چې د تخنیکي کارکوونکو په شتون کې د دغو ناچاوده توکو د خنثی کولو او له منځه وړلو عملیات ترسره شي. له عملیاتو وروسته به د سیمې د خوندي کېدو ډاډ د ولسوالۍ مقام ته ورکړل شي.

همداراز، د شکردرې ولسوالۍ په هغې سیمه کې هم تخنیکي ارزونه ترسره شوې چې د ماین پاکۍ د پروګرام په معلوماتي بانک کې د ناچاوده توکو د ککړې سیمې په توګه ثبت ده. ادارې ډاډ ورکړی چې د یادې سیمې د پاکولو بهیر به د اړوندو مراجعو له لارې تعقیب او عملي شي.