ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا له چاد هېواد څخه هم خپل سرتیري باسي

نړیوالو رسنیو د ځینو مهمو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د بایډن حکومت غواړي تر ناجیریا وروسته له یو بل افریقایي چاد هېواد څخه هم خپل سرتیري او پوځي پرسونل وباسي.

دا په یوه اوونۍ کې دویم افریقایي هېواد دی، چې امریکا ورڅخه د وتلو پرېکړه کوي.

امریکا مخکې تر دې له ناجیریا څخه د دغه هېواد د مشرانو او خلکو په غوښتنه د خپلو سرتېرو او پوځیانو د وتلو پرېکړه کړې وه.

افریقایي هېوادونو څخه د بهرنیو پوځونو د وتلو لړۍ وروسته ترهغې توده شوه، چې د تېر کال په دوبي کې د ناجیریا پوځ د خپل هېواد واک ترلاسه او سمدلاسه یې فرانسوي عسکرو ته د ناجیریا د پرېښودو خبرداری ورکړ.