ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: شنـــبه

نېټه: ۴/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۷/۸/۱۴۰۲ ھ ش 

تورخـم

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې ۲۴۱ کورنۍ او یو زر او ۳۱۶ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

په همدې ډول ۱۹۵ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۶۴ کورنۍ کډوال او پاتې ۳۱ کورنۍ ناکډوالی ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌ خوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۱۵۰ عدده سیمکارټونه ووېشل شول.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې ۹۵۰ کمپلې، یو زر او ۱۴۴ بستې معدني اوبه، ۴۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه، ۴۰۰ او د لسو ټانکرونو په واسطه ۱۵۵ زره ليتره اوبه توزیع شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پنجشنبه په تورخم کمپ کې له ۴۱۴ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن ۱۵۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۹۰۰ تنه کیږي، د مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیکا، بلخ، بغلان، کندوز، لوګر، تخار او خوست ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۷۹ زره  افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۶ مختلف النوعه وسایط استخدام شوی وو، چی ټولې یې ۳۹ پیرې (دورې) ترسره کړي دي.

د جوماتونو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې له‌خوا راغلو کډوالو هېوادوالو ته په میشت ځایونو کې اصلاحي ویناوې وشوې.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۶ تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، یو د ماسټرۍ سند لرونکی، لس تنه حافظان، پینځه تنه د وړې دورې فارغان، دوه تنه دیني عالمان، ۵۶۶ تنه غریبکار او ۲۳۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۸۴۱ تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکول شو او د زغم او صبر په اړه ورته خبرې وشوې.

له رسنیو سره د خبرونو او د مستند په جوړولو کې همکاري شوې ده او لس خبرونه لیکل شوي دي.

د کډوالو ستونزې واوریدل شوې او د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د محتسبینو له‌خوا کډوالو ته د صبر او زغم توصیې وشوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو تر ۵۰ پورې ورک اسناد او د تابعیت تذکرې  او دوه تنه ورک ماشومان اړوندو کسانو ته سپارل شوي.

پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکول شو، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو، قانوني چلند به ورسره وشي.

د عامه پوهاوي په موخه کډوالو ته پر فرضي کرښه او همدارنګه په کمپ کې د کاري کمېټو او مراحلو د طی کولو پروسې په اړه معلومات ورکول شول.

سپین بولدک

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۴۸۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې دوه زره او ۵۵۰  تنه کیږي، ثبت او د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ورپيژندل شوي دي.

۹۹ کورنیو چې د (وي آر ایف) کارټونه او سلېپونه یې له ځانه سره لرل د لازمو مرستو په موخه د (یو ان اېچ سي آر) سازمان دفتر ته معرفي شول.

د ۴۸۰ کورنیو مشران هم د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شول.

درې تنه نارینه قیدیان او درې تنه بې سرپرسته ماشومان هم ثبت شول، چې ماشومان د (ام پي او) ارګان ته معرفي شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۲۳۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۱۴۶۵ تنه کیږي، د ۳۲ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، نیمروز، اروزګان او نورو ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۱۳ زره  افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۵۳۳ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا نهه زره او ۸۳۰ راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.

نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا یو زر او ۹۳ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۳۰۰ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۶۰ کسانو سکرینینګ شوی، ۲۸۰ تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین تطبیق شوی، د ۲۱ تنو د ملاریا نمونې او د ۱۳ تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ دوه مریضان استول شوي او پینځه تنه نور بستر شوي دي.

تخته پل کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او جنراټورونه هم ترمیم شول.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو د یو زر او ۲۲۹ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن بیا په کمپونو کې لسګونو راستانه شویو کډوالو هیوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شو او له خبري رسنیو سره هم پوره همکاري شوې ده.

د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د غازي عبدالله خان لېسې په کمپ او همدارانګه د باران کلا په کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.

پکتیکا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن د انګور اډې په سیمه کې نهه کورنۍ ثبت شوې دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا ۲۰۵ تنه ناروغان تداوي شوي او ۱۶  تنو ته واکسین تطبیق شوی.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه او د شپې له‌خوا هم ورته ډوډۍ او ځای په پام کې نیول شوی دی.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۲ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د عامه پوهاوي اړوند راپور جوړ او رسنیو کې نشر شو.

له درې داخلي رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په وړاندې کولو کې همکاري شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له انګور اډې څخه د مختلف النوعه موټرو په واسطه کډوالو کمپ ته او له هغه ځایه نهه کورنۍ خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

پکتیــــا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

دوه کورنۍ خپلو سیمو ته انتقال شوې، چې یوه یې جاني‌خیلو ته اوبله حسن خیلو ته انتقال شوه.

نیمروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې ۳۵ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۴۲ تنه کیږي، ثبت شوې؛ له دې ډلې ۲۲ کورنۍ چې ۹۶ تنه کیدل، په لنډمهالي کمپ کې میشت شوې او ورسره نغدي او غیر نغدي مرستې وشوې.

په همدې ډول په نیمروز کې یو زر او ۸۴۴ تنه مجردین هم ثبت شوي چې له دې ډلې ۲۰۰ تنه د مرستو لپاره (آی او اېم) سازمان ته پیژندل شوي دي.

هـــــــــرات

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې مسولينو د اسلام کلا په صفري نقطه کې د کډوالوله  کمپ څخه لیدنه وکړه او د ضرورت وړ توکي یې تیار کړي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

نن په اسلام کلا بندر کې ۱۸ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۱ تنه کیږي او ۸۷۶ مجردین په اجباري توګه اخراج کړي، چې له دې ډلې ۲۳ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۰۸ تنه کیږي او ۱۷۶ مستضعفین وګنل او ثبت کړل او مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته ور وپیژندل شول.

په همدې ډول شپږ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۱ تنه کیږي او ۶۳۴ مجردین په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا بندر کې له ۱۵ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه او د اسکان مؤقت کمېټې په هڅو د (آی او اېم) سازمان په همکارۍ ورته مناسب ځای، خواړه او روغتیايي خدمات ورسول شول.

کـــــابـــل ـ مرکز

د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټه:

د اقتصاد وزارت سرپرست وزير او د جلب او جذب کمیټې رییس محترم قاري صاحب دین محمد حنیف د ترکيې هېواد سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره د کډوالو په اړه خبرې وکړې، د ترکیې سفیر خبر ورکړ چې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا رالیږل شوې ۵۰۰ ټنه محموله ـ چې زر خیمې، کمپلې، جنراټورونه، البسه او خوراکي مواد په کې دي ـ افغانستان ته پر لاره ده او تر ترکمنستان هېواده رارسیدلې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء