د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی پاکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د College of physician and surgeons اسلام اباد څانګې له رییس او یو شمېر افغان محصلینو سره لیدنه کړې.
ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په دې لیدنه کې پر ګڼو روغتیايي موضوعاتو د بحث تر څنګ د CPSP څانګې له مسول څخه غوښتي، چې د FCPS پروګرام لپاره په افغانستان کې هم په انلاین یا فزیکي بڼه ازموینه واخیستل شي او یاد پروګرام دې د افغانستان په یو روغتون کې هم پیل شي؛ تر څو افغانان هم د دې پروګرام له ګټو څخه برخمن شي.
د CPSP پروګرام مسول په ياده برخه کې د پوره همکارۍ ترڅنګ ژمنه کړې، چې ډېر ژر به یو پلاوی د دې پروګرام د پيل او د روغتون د انتخاب په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر همداراز په یاد هېواد کې د افغان محصلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې اوریدلي او د حل ډاډ یې ورکړی.
د یادونې وړ ده، چې د CPSP پروګرام اوسمهال په نیپال، ایرلینډ، متحده عربي امارات او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې پلي کېږي.