د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ.
یاد پرېکړهلیک ته له امریکا پرته د امنیت شورا ټولو غړو مثبت رایه ورکړې او امریکا د خپل پخواني دریځ پر خلاف د منفي رایې پر ځای ممتنع رایه کارولې ده.
له دې وړاندې امنیت شورا کې څو ځلې د غزې اړوند اوربند طرحې رد شوې وې.
دا طرحه چې د الجزایر له لوري وړاندې شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش یې د ژر تر ژره پلې کېدو غوښتنه کړې ده.
د دې طرحې او پرېکړهلیک له مخې به غزه کې سملاسي اوربند ټینګ، له قید او شرط پرته به ټول بندیان خوشي او بشري مرستو ته به د خلکو لاسرسی تضمین شي.