ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امنیت شورا د اسلامي امارت د څلورو چارواکو د سفر بندیز لرې کړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې تېره ورځ (پنجشنبې، د غبرګولي ۱۷مه) اعلان کړی، چې د غې کمېټې د حج مراسمو ترسره کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د سفر بندیز لرې کړی دی.

 دا په داسې حال کې ده، چې خلیفه سراج‌الدین حقاني تېره سې‌شنبې( د غبرګولي ۱۵) د یوه پلاوي په مشرۍ چې د اسلامي امارت د استخباراتو لوی رییس، ملا عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوله په خپل لومړني بهرني سفر کې متحده عربي امارتو ته ولاړ.

 له بلې‌خوا له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل پر دوام تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سنټ‌پترزبورګ اقتصادي فورم په څنډه کې د ځینو مشهورو نړیوالو اژانسونو له مشرانو سره په لیدنه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا اړینه بللې او ویلي یې دي؛ دا یو منل شوی حقیقت دی چې اسلامي امارت د افغانستان پر خاوره حاکم نظام دی او باید ورسره اړیکي ټینګې شي.