د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي د خپلو ولایتي سفرونو په دوام د بغلان ولایت ته سفر کړی او په یوه لویه غونډه کې، چې د کرنیزو او مالدارۍ د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ جلبولو په موخه د بغلان والي مولوی عبدالرحمن حقاني، د سیمه ییزو ادارو رییسانو او د بغلان یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې جوړه شوې وه ګډون کړی.
په دې لویه غونډه کې د کرنې وزیر د کرنې وزارت د پلانونو په اړه ویلي؛ افغانستان د هېواد په څلورو زونونو کې ډېرې اوبه او غوره هوا لري، خو له دغو اوبو څخه کمه ګټه اخیستل کېږي او اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي او خلک له فقر او بې وزلۍ څخه وژغورل شي او له دې وضعیت څخه د خلاصون یوازنۍ لاره د کرنې او مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د هېواد له اوبو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل دي.
د بغلان والي ویلي؛ د بغلان خلک سږ کال د سېلابونو له امله زيانمن شوي دي او له تاسو څخه موغوښتنه دا ده، چې د مارتي مرستو ترڅنګ مرستندویه موسسې هم وهڅوئ، چې د پروژو په پلي کولو سره د بغلان خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي ترڅو له دغو خلکو سره مرستې وشي.
دغه راز د بغلان ولايت د کرنې رييس مولوي عبدالرحيم احدي ویلي؛ د بغلان په ولايت کې د سېلابونو له امله د اوبو لګولو څو کانالونه او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده، چې د بيارغونې او فعالولو لپاره یې باید جدي کار وشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعیت د ارزونې او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د پلي کېدو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی او له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو، مالدارانو او د خصوصي سکټور له متشبثینو سره لیدنه او خبرې کړي دي.

