ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش پیلېدو لپاره ټیم ولېږل شو

 د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د برېښنایي پېژندپاڼود وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر بنسټ په متحده عربي اماراتو کې د یادو پېژندپاڼو وېش څانګه فعالوي، چې له فعالېدو سره به یې په یاد هېواد کې مېشتو هېوادوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

یاده اداره زیاتوي؛ په همدې موخه د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار ته د اسان خدمت تر چتر لاندې د برېښنایي پېژندپاڼود وېش ټیم واستوو، چې په نږدې ورځو کې به خپل فعالیتونه پیل کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکتر فقیر محمد زیار د مخه ښې په ناسته کې یاد ټیم ته د چارو د صادقانه ترسره کولو د سپارښتنې ترڅنګ وویل، هڅه یې دا ده چې په کور دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شي.

نوموړی د دې وېش څانګې فعالېدل په یاده برخه کې مهم ګام بولي او د برېښنایي پېژندپاڼود وېش لړۍ پراختیا ته خپله ژمنتیا څرګندوي.

د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د بهرنیو چارو وزارت سره په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په ۴مه نېټه هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و، چې پر بنسټ به یې په نږدې راتلونکي کې په ایران او ځينې نورو هېوادونو کې هم د دې برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې شي.