ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د UNHCR نوي رییس لیدنه؛ د کډوالو په ستونزو خبرې شوي

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ نوي رییس عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې په راتګ سره یې د کډوالو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.

عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت سره په ګډه کار، د لا همغږیو رامنځته کول او په ګډه د غوره کړنلارو جوړول له خپلو لومړیتوبونو څخه بللي او ویلي يي دي؛ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره باید له کوربه هېوادونو سره همغږي زیاته، د راستنېدنې پروسه اسانه او دلته د روغتیا، ښوونې او روزنې او په نورو برخو کې پروګرامونه په کار واچول شي او ستونزو ته دایمي حللارې پیدا کړل شي.

د کډوالو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي؛ څرنګه چې د کډوالو موضوع بشري موضوع ده، نو له دوی سره مرستې هم باید په بشري احساس وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کډوالو چارو وزارت پینځه کلن ستراتيژيک پلان لري، چې د راستنېدنې، بیا میشتېدنې او دایمي یوځای کېدنې پورې ټوله پروسه پکې په نظر کې نیول شوې، د دغه ستراتیژیک پلان په پلي کېدو کې باید همکاري وشي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي، موسسات دې خپل اداري مصارف کنټرول کړي او زیات تمركز دې د اړمنو په ستونزو وکړي.

همداراز د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي په دې لیدنه کې ویلي؛ پروژې باید د وزارت سره په ګډه پلان شي، ترڅو له بې‌ځایه لګونو څخه ډډه شوې وي.