ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان کرېکټ بورډ: د شپږېزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو لوبډلمشران او لوبغاړي معلوم شول


د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو لپاره د هېواد د پینځو زونونو د لوبډلو نوملړونه وټاکل.
د مهالوېش له مخې، دغه سترې سیالۍ به د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به په کابل کرېکټ لوبغالي کې دوام وکړي.
د دغه سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان د سپین غر پړانګانو، د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د بند امیر ښامارانو، د شل اوریزو سیالیو مرستیال لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د مس عینک اتلانو، د یو ورځنیو سیالیو مرستیال لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی او ځوان الرونډر عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
دغه سترې سیالۍ به ۱۴ ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
هره لوبډله به په لومړي پړاو کې اته لوبې ترسره کړي او په ټوله کې به له ۲۰ لوبو وروسته د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي چې د اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شي.
د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:


سپین غر پړانګان: راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی، حسن عیسی خېل، عمران میر، سمیع الله شینواری، بهیر شاه محبوب، الله نور ناصري، برکت الله کډاډا، اکرام علي خېل، طارق ستانکزی، عصمت عالم، ظاهر خان، وحیدالله ځدراڼ، عرب ګل مومند، یمین احمدزی، بلال سمیع، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او فریدون داودزی.


بند امیر ښاماران: حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، نوین الحق مرستیال لوبډلمشر، محبوب تسکین ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، ریاض حسن، اصف موسی زی، صدیق الله پاچا، علي احمد ناصر، کریم جنت، شمس الرحمن، ننګیال خروټی، امیر حمزه، الله محمد غضنفر، بابر خان، خلیل احمد، عبدالله احمدزی او نجات مسعود.


مس عینک اتلان: ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، افسر ځاځی ویکټ ساتونکی، نوید عبید، وفي الله تره خېل، ناصر جمال، سبحان الله سینزی، رحمن الله ځدراڼ، یوسف شاه، محمد نبي، عبدالرحمن رحماني، مجیب الرحمن، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، عبدالله تره خېل، نوید ځدراڼ، نسیم منګل او یما عرب.


بست ساتونکي: رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر، دروېش رسولي مرستیال لوبډلمشر، نعمان شاه ویکټ ساتونکی، حضرت الله ځاځی، محمد اکرم، بلال احمد ترین، نجیب الله ځدراڼ، اعجاز احمدزی، عبدالهادي، ګلبدین نایب، نور احمد، نصیر خان، عبدالباقي، فرید احمد ملک، ضیاءالرحمن شریفي، بشیر احمد او سمیع الله سرمست.


امو نهنګان: عظمت الله عمرزی لوبډلمشر، محمد اسحاق ویکټ ساتونکی، عبدالمالک، زیبد اکبري، محمد هارون، شاهدالله کمال، جاوید احمدزی، اعجاز احمد ازاد، حیات الله ناصري، مسعود ګربز، شرف الدین اشرف، جمعه ګل، قیس احمد، محمد الله لوګری، فضل الحق فاروقي، محمد سلیم ساپی، محمد ګل علیزی او کامل کاکړ.
شپږیزه کرېکټ لیګ لومړی پړاو سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې، چې له هغه مهال راهیسې یې اته پړاوونه ترسره شوي دي.
نهم پړاو به یې سږ کال ترسره شي، چې په ترڅ کې به یې د سپین غر پړانګان لوبډله خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د پلان سره سم، په روان کال کې د وزیر اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، قوش تپه ملي شل اوریز جام سیالۍ، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي معلولینو وګړو شل اوریزې سیالۍ او د لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
په دوام یې، دا دی نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ ترسره کېږي، چې ورپسې به د زونونو په کچه احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس او له اړتیا سره سم، دریم پړاو زرغون افغانستان جام سیالۍ هم ترسره شي.