اریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړي، چې د روان کال له پیل سره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ مستقیمې الوتنې له یوې الوتنې څخه په اوونۍ کې اوو الوتنو ته لوړې شوې دي.
د دغه شرکت په وینا، د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د مسافرو او کارګو ورځنیو الوتنو پیل د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
اریانا افغان شرکت زیاته کړې، چې د الوتنو زیاتوالي مسافرو او سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې او د منظم، چټک او خوندي سفر زمینه یې برابره کړې ده.
همدارنګه تمه کېږي، چې دغه اقدام به د سوداګریزو فعالیتونو په پراختیا او نړیوالو بازارونو ته په لا ښه لاسرسي کې مرسته وکړي.
دغه شرکت ټینګار کړی، چې د افغانستان د هوايي نښلونې د پراختیا او د هوايي خدمتونو د ښه والي لپاره هڅې دوام لري او په پام کې لري، چې د هېواد وګړو او اقتصادي فعالانو ته لا معیاري او د باور وړ خدمتونه وړاندې کړي.

