عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د جهادي مدارسو له مهتممینو، استادانو، د دیني خپرونو د کره کتنې له مسولینو، د دارالایتامونو له مسولینو او یو شمېر نورو علماوو سره په لیدنه کې د دیني علومو پر اهمیت، د ټولنې پر اصلاح او د ځوان نسل پر سالمې روزنې ټینګار کړی دی.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د دیني خپرونو د کره کتنې رییس، د جهادي مدارسو عمومي رییس او یو شمېر نورو علماوو هم ګډون کړی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته اړینې لارښوونې کړې او ویلي یې دي، علماء کرامو ته الله جل جلاله په مخلوقاتو کې ډېر لوړ مقام ور کړی دی، عزت او شرف یې ورکړی دی او علماء کرام یې د انبياء کرامو وروسته د دین د ساتلو لپاره مقرر کړي دي.
د نوموړي په وینا:«مخکي چې به د یو نبي وروسته په ځمکه کې فساد راغی نو د دغه فساد د ختمولو لپاره به الله پاک بل نبي راواستوه، نن خو علماء کرام د انبياوو عليهم السلام وارثان دي د فساد په اصلاح کې به کوښښ کوي او د جامعې اصلاح به کوي او علماء کرام به شریعت نافذوي، د منبر له لاري به د تعلیم او تعلم، د دعوت او نصیحت له لارې به د خلکو پوهاوی کوي او د ذهنونو ښه تربیه به یې کوي.»
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د علم پر اهمیت او ارزښت رڼا اچولې او ویلي یې دي، د خلکو اصلاح په علم سره ده، او د شریعت اقامه د دیني علومو په احیاء سره راځي، که د دیني علومو احیاء نه وي نو په خلکو کې د دین اقامه بیا نه راځي، نو ډیر کوښښ وکړئ د طالبانو او شاګردانو په تعلیم، تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیات کوښښ وکړئ.
دغهراز نوموړي ټینګار کړي، چې د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه توجه وکړئ او له عبثیاتو څخه یې را وګرځوئ، د تعلیم او سالم مصروفیت زمینه ورته مساعده کړئ، د مطالعې فکر په کښي پیدا کړئ او اهمیت یې ورته بیان کړئ، طالبانو ته باید دین او حدیثونه ښه ورزده شي چې هر ځای ودریږي ښه بیان وکړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په اخر کې ویلي؛« غفلت مه کوئ، د خپل مقصود څخه غافل نه شئ، په ادارو کې دې مسولین هم له غفلت څخه ځانونه وساتي او کوښښ دې وشي په سیاسي، اقتصادي او نظامي میدانونو کې هېڅ ډول غفلت ونشي، په ټولو برخو کې د غفلت څخه ځانونه وباسئ، او نن الله جل جلاله د دیني خدمت ښه موقع په لاس درکړې ده، په اوس زمانه کې شریعت راپورته کول صبر او استقامت غواړي، د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ، چې کوښښ وشي د دغه موقع څخه ښه استفاده وشي، له نورو ادارو سره همکاري وکړئ، او خپلو منځونو کې یو پر بل ډېر اعتماد ولرئ، پکار ده چې علماء کرام خپل مسوولیت په ښه توګه اداء کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې ګډونوالو او ټولو علماء کرامو له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تازه کړی او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره یې د لا زیاتو هڅو ژمنه کړې.

